Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی؛ د افغانانو او حکومت لویه ننګونه

0
د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی؛ د افغانانو او حکومت لویه ننګونه

اوبه د هر هېواد یوه ملي پانګه ده.

د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون بېلابېلو ښارونو او ولایتونو کې د څښاک د پاکو اوبو موندل اوس ستونزمن شوي دي.

د کندهار د لوی رباط اوسېدونکی فضل رحیم وایي، د دوی د سیمې سلګونه اوسېدونکي د څښاک اوبه نه لري او له لرې سیمې نه په ټانکر کې د څښاک اوبه وړي.

هغه وویل: "یوې موسسې کوچنۍ برمه وهلې، ټول خلک له هماغه ځایه په ټانکیو کې اوبه وړي، ډېره زیاته وچکالي ده او خلک ډېر ستړي دي."

خلکو پخوا د اړتیا وړ پاکې اوبه په مستقیم ډول له طبیعته ترلاسه کولې، دغه طبیعي سرچینې څاګانې، ویالې، سیندونه او چینې وې.

اوس دغه سرچینې تر ډېره یا وچې یا داسې شوي چې اوبه یې په اسانه د څښلو نه وي.

د پروان ولایت دغه اوسېدونکی هره ورځ څلور ساعته پلی مزل کوي چې کورنۍ ته د څښاک اوبه برابرې کړي.

هغه وویل: "خلک د سیندونو له اوبو استفاده کوي چې په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي، مونږ څلور ساعته لرې پلي ځو او پر خرو ځانته اوبه راوړو، له کومې چینې چې مونږ اوبه راوړو، انسانان او څاروي دواړه ترې اوبه څښي، ښځې دوه درې کیلو متره لرې واټن نه پر سر او اوږو اوبه راوړي."

په ښارونو کې د وګړو د شمېر له زیاتوالي سره پاکو اوبو ته لارسی هم ستونزمن شوی دی.

په افغانستان کې حکومتونه هم نه دي توانېدلي چې په ښارونو کې د اوبو رسولو چارې پراخې کړي.

د افغانستان ډېر کم خلک د نلونو له اوبو نه ګټه اخلي، ځکه د دغه هېواد ډېرې کمې سیمې د اوبو د نل لیکو سیستمونه لري.

ایلینا او جمشید د چاریکار ښار د یوې څنډې اوسېدونکي دي.

ایلینا وویل: "مونږ د ویالې اوبه څښو، ماشومان مو ناروغېږي، مونږ پیسې نه درلودې چې د ټانکر اوبه پرې واخلو، پلاستیک مو وهلی و او د باران اوبه مو ټولولې، ځینې وختونه مو واړه ماشومان لېږل چې کراچیو یا لاسونو کې اوبه راوړي، پوهېږو چې د ویالې اوبه ککړې دي، خو بیا یې هم څښو، له یوه پلوه دا اوبه څښو، بل پلو مو بیا ستونی په درد کېږي."

د چاریکار بل اوسېدونکی جمشید وايي: "مونږ له مجبورۍ نه د نهر اوبه څښو او جوشوو یې، خو ډېر وخت نهر کې اوبه نه وي، مونږ مجبوره یو چې له ټانکرونو نه په لوړه بیه اوبه واخلو، نه پوهېږو چې هغوی یې له کومه ځایه راوړي."

د چارو کتونکي د اوبو ککړوالی یوه لویه ستونزه بولي چې په ښارونو او کلیو کې خلک ورسره مخامخ دي.

عبدالله هېواد په لندن کې د اوبو متخصص دی.

هغه چې دې برخه کې يې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړي وایي، هر کیمیاوي مواد یا هر ډول چټلې اوبه چې ځمکه کې جذبېږي، کولای شي ښارونو او کلیو کې د ځمکې لاندې اوبه ککړې کړي.

هېواد وویل: "د بېلګې په توګه تاسو ته وایو چې مونږ د جمهوریت په وخت کې کابل کې ۶۵۰ زره موټر درلودل، هر موټر په هرو درېیو میاشتو کې څلور نیم لیتره مبلایل بدلوي، هر لیتر موبلایل ۱۴ لیتره اوبه ککړوي. بله ستونزه د تشنابونو یا د چټلو اوبو ده، دغه لوړپوړې ودانۍ هم چې جوړې شوي، معیاري نه دي."

هېواد وایي، د افغانانو ۱۵ تر ۲۵ فیصدو پورې عاید یوازې د هغو ناروغیو په درملنه لګېږي چې د ککړو اوبو له کبله ورته پیدا شوي وي.

روغتیایي کارپوهان وایي، د اوبو ناورین د هرې جګړې پرتله د ډېرو انسانانو ژوند اخلي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیوایچ او'  د خپلو موندنو له مخې ویلي چې د هرو لسو ناروغانو له ډلې د شپږو هغو د ناروغۍ لامل همدا ناپاکې اوبه وي.

په دې موندنه کې ویل شوي چې د نړۍ په کچه د انسانانو د مړینې شپږ سلنه لامل هم د چټلو یا ناپاکه اوبو کارونه ده.

د کابل په انتاني روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر فریدون ځدراڼ په دې خبر کوي چې ناپاکه اوبه کومې ناروغۍ رامنځته کوي.

ځدراڼ وویل: "ککړې اوبه د ایچ پایلوري ناروغۍ لامل ګرځي، دا د معدې یو ډول ناروغۍ ده، اسهالات او پرازیتي ناروغۍ هم د ککړو اوبو له کبله پیدا کېږي. د ناپاکه اوبو د څښلو له کبله د تنفسي سیستم ناروغۍ هم رامنځته کیږي او ناروغ د مرۍ په درد اخته کېږي."

متخصص ډاکټران سپارښتنه کوي چې خلک باید د څښاک لپاره د سرپټو کوهیانو او مخزنونو اوبه وکاروي.

دوی وایي، که خلک د ناچارۍ له کبله نورې اوبه څښي، مخکې له استفادې یې باید ښې جوش کړي.

ډاکټران وایي، که څوک ناپاکه اوبه جوش کولای نه شي، لږ تر لږه دې د یو څه وخت لپاره د لمر وړانګې ته کېږدي.

دا چې افغانان د اوبو په برخه کې د طالبانو له حکومته څه غوښتنې لري، د ځینو خبرې مو رااخیستي دي.

یو افغان وايي: "حکومت دې پام وکړي، دوی دې د څاګانو په ګډون د اوبو سرچینې رامنځته کړي. له اسلامي امارته غواړو چې د غور په تلخک کلي کې دې مونږ ته د بمبې څا جوړه کړي، دولت دې د خلکو غم وخوري، د نل لیکو سیستم دې جوړ او خلکو ته دې اوبه ورسوي. زمونږ هیله داده چې لږ تر لږه د څښاک پاکې اوبه خو باید راته برابرې شي."

ازادي راډیو د خلکو دغه او ورته نورې غوښتنې د طالبانو له حکومت سره شریکې کړې.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال فاروق اعظم یوازې د کابل او کندهار ښارونو لپاره د خپل وزارت د پلانونو په اړه وویل: "مونږ لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه لرو. د لنډ وخت لپاره د کابل د لوېدیځ او جنوب اوسېدونکو ته د څښاک اوبه له پغمان او موسهي ولسوالیو نه برابروو. د کابل د شمال اوسېدونکو ته له صیاد یا پنجشېره او دغه راز شاه او عروس بند نه د څښاک اوبه برابروو. د کابل د مرکزي سیمو او ختیځ اوسېدونکو ته د لوګر له اوبو ګټه اخیستل کېږي. کندهار کې هم ورته لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه شته، هغوی ته له دهلې بنده د څښاک اوبه برابروو."

د شویو څېړنو د پایلو له مخې د افغانستان ترځمکې لاندې اوبه په ځانګړې توګه لویو ښارونو کې ککړې شوي دي.

د اوبو د دغې ککړتیا لاملونه د ځمکې تل ته د تشنابونو او صنعتي فابریکو د چټلو اوبو جذب، د پاک کوونکو کیمیاوي موادو بې دریغه کارونه او له حیواني او کیمیاوي کوډه استفاده ده.

تر ځمکې لاندې اوبو سربېره د سیندونو، جهیلونو یا ډنډونو او ان له واورو او کنګلونو ویلې کېدونکې اوبه هم صنعتي ککړتیاوې لري چې لامل یې همدا د انسانانو صنعتي فعالیتونه دي.

صنعتي فعالیتونو د ځمکې کره هم توده کړې او اوس په ټوله نړۍ کې حکومتونه او چاپېریالي فعالان کار کوي چې څنګه د ګولتوني ګازونو له ډېر زیانه انسانان وژغوري.

د څښاک اوبو د پاکوالي لپاره اوس په افغانستان او نوره نړۍ کې یوه اسانه حل لاره موندل شوې، خو لږ لګښت او تکلیف غواړي.

دا د اوبو فلټرونه دي چې د کورونو په پخلنځیو کې نصبېږي او کولای شي تر ۹۰ فیصدو پورې ناپاکه یا ککړې اوبه پاکې او تصفیه کړي.





Губернаторы России
Москва

Неделя мэра: завод «Москвич», гранты для школ искусств и система городских вокзалов





Москва

Состоялась Байкальская театральная школа в Бурятии: Россия и Культура, Дети


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Неделя мэра: завод «Москвич», гранты для школ искусств и система городских вокзалов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Андрей Макаревич

Мечтающего по победе Киева Макаревича* проверят на экстремизм




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»


Новак Джокович

Новак Джокович низко оценил свою готовность к «Ролан Гаррос» и Олимпиаде-2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Динамо

"Динамо" вышло на первое место в РПЛ за два тура до финиша



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






RSS Telegram
Copyright © 29ru.net