د هسپانيا پوليسو د نشهيي توکو د يوې ډلې د لهمنځه وړلو خبر ورکړی
![د هسپانيا پوليسو د نشهيي توکو د يوې ډلې د لهمنځه وړلو خبر ورکړی](https://gdb.rferl.org/02490000-0aff-0242-0661-08dad2dd6240_w800_h450.jpg)
د هسپانیا پولیسو د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې د مخدره موادو یوه ډله لهمنځه وړې ده.
ویل شوي، دغې ډلې په غیرقانوني ډول نورو اروپايي هېوادونو ته کوکاین او چرس عرضه کول.
پولیسو پرون سهشنبه ویلي، ۷ ټنه نشهيي مواد ضبط شوي او په څو عملیاتو کې ۵۰ کسان نیول شوي دي.
په ضبط شویو موادو کې دوه ټنه کوکاین او څه کم ۵ ټنه چرس شامل دي.
دغې ډلې هغه نشهيي مواد چې له مراکش او لاتنې امریکا راتلل د هسپانیا له اوئلوا او کادیس ولایتونو د اروپا په زیاتو برخو کې خرڅول.
د پولیسو په وینا، دغې ډلې په پرتګال او کنري جزایرو کې هم ځینې مرکزونه درلودل.