ملګري ملتونه: پر ښځو محدوديت ټولنيز اقتصادي وضعيت خراب کړی
![ملګري ملتونه: پر ښځو محدوديت ټولنيز اقتصادي وضعيت خراب کړی](https://gdb.rferl.org/293D0CA0-98A7-48E6-81CF-91B895AE07B7_cx0_cy5_cw79_w800_h450.jpg)
ملګري ملتونه وايي، د تعلیم او کار لپاره د ښځو پر توانایۍ سخت محدودیتونه په افغانستان کې د ټولنیز- اقتصادي وضعیت د خرابۍ سبب شوي دي.
ملګرو ملتونو پرون په خپل ټویټر کې ویلي، د دوی د سهشنبې په راپور کې اټکل شوی، چې دغه محدودیتونه به خلکو ته ویجاړوونکې پایلې ولري.
ملګري ملتونه وایي، که دوی طالبانو ته دا قناعت ورنهکړي چې ښځینه همکارانو باندې یې د کار بندیز لرې کړي، نو دوی به راتلونکې مې میاشت کې یوه زړه بوږنوونکې پرېکړه وکړي او له دغه هېواده به ووځي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مشر اخیم شټاېنر اسوشیتید پریس خبري اژانس ته پرون سهشنبه ویلي، د ملګرو ملتونو چارواکي دا مهال د افغانستان له اوسني حکومت سره په خبرو بوخت دي او هیله لري چې طالبان د دوی ښځینه همکارانې د بندیزونو له لېست نه استثنا کړي.