يوې امريکايي ډيپلوماټې د پوتين لهخوا اوکراين کې د اټومي وسلو د کارونې خبرداری ورکړی
یوې جګپوړې امریکایۍ ډيپلوماتې پرون خبرداری ورکړ چې، متحدایالات او د ناټو متحدان یې باید هغو نښو، نښانو ته چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ښايي په اوکراین کې له تاکتیکي اټومي وسلو کار واخلي چمتو وي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویندي شېرمن دا خبرداری په واشنګټن کې د ناټو د وسلو د کنټرول په کلني کنفرانس کې ورکړ.
مېرمن شېرمن وویل پوتین به له هغو وسلو څخه کار واخلي چې د ده په اند غیر ستراتیژیکې تکتیکي وسلې دي او یا ښايي د کړکېچ د پراخولو لپاره ځینې نور حرکات وکړي، خو تر هغه حده چې د ده په اداره کې وي.
نوموړې زیاته کړه، دا ډېره مهمه ده چې داسې یوه حالت ته چمتو و اوسو.