ریچارډ بېنیټ: طالبان دې په خپل سر نیول شوي کسان خوشې کړي
![ریچارډ بېنیټ: طالبان دې په خپل سر نیول شوي کسان خوشې کړي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-629d-08db1ef178d6_w800_h450.jpg)
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ له طالبانو وغوښتل چې هغه کسان دې چې د ده په خبره په خپل سر یې بندیان کړي، خوشې کړي چې اختر له خپلو کورنیو سره تېر کړي.
بېنیټ پرون په یوه ټویټ کې د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو له زندانونو د ۲۴۶۰ کسانو د خوشي کېدو او د ۴۸۱ نورو بندیانو د بند مودې د کمېدو په اړه د خپرو شویو راپورونو په غبرګون کې وویل چې د مرتضي بهبودي او مطیع الله ویسا په څېر نور بندیان دې هم خوشې کړي.
بهبودي افغان الاصله فرانسوی دی چې د تېر کال د جدې د میاشتې په نیمایي کې افغانستان ته له سفر وروسته په کابل کې ونیول شو.
د طالبانو وسله والو مدني فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا د حمل په اتمه په کابل کې په خپل کور کې ونیوه.
طالبانو د ۱۴۰۰ کال په دوبي کې پر افغانستان د بیا ځلي واکمنېدو راهیسې د ښځو د حقونو څو فعالانې، د پوهنتونو استادان، خبریالان او هنرمندان بندیان کړي دي.
یو شمېر دغه کسان له څه مودې بند تېرولو بېرته خوشې شوي دي.