په کندهار او هلمند کې د ښوونیزو موسسو بندولو ته غبرګون وښودل شو
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو منحل کړی او په بهر کې فعالیت کوي، وایي، د طالبانو دغه اقدام چې په کندهار او هلمند کې یې د ښوونیزو موسسو فعالیت بند کړی، د دې هېواد د وګړو له اساسي حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
دې کمېسیون پرون پنجشنبې په یوه بیان کې له طالبانو غوښتي چې له دې زیات دې د ماشومانو او ځوانانو اساسي حقونو سره لوبې نه کوي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د تېرې یکشنبې په ورځ د کندهار او هلمند د پوهنې ریاستونو ته په استولي لیک کې هغوی ته ویلي چې د دغو ښوونیزو موسساتو د پروژو او په محلي سطحه د اختلاف وړ مسایلو د حل لپاره د یوه پلاوي د څېړنې تر بشپړېدو دې د دې موسسو فعالیت وځنډول شي.
دا په داسې حال کې ده چې له متوسطه ښوونځیو او لېسو د نجونو له راګرځولو څه باندې پنځه سوه ورځې ووځي.
طالبانو د تېر کال د قوس میاشتې په وروستیو کې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو او ښځو پر مخ وتړلي.