د پاکستان شماریاتو اداره وايي تر ۲۳ کروړه زیات خلک یې شمېرلی دي
ادارې د اپرېل پر ۲۰مه پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي دي چې تر اوسه یې ۲۳ کروړه، ۵۳ لاکه، ۸۸ زره او ۸۹ کسان (۲۳۵،۳۸۸،۰۸۹) شمېرلي دي. دا شمېره د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې پرتله ۱۲.۹۸ سلنه یا ۲۷ مېلیونه زیاته ده. په هغې سرشمېرنه کې د پاکستان ابادي ۲۰۷ مېلیونه ۶۸ زره ښودل شوې وه.