Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

د برازیل ولسمشر: د اوکراین جګړې پر وړاندې کییف او لوېدیځ ګډ مسوولیت لري

0
په داسې حال کې چې د روسیې او لوېدیځ ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی، د برازیل ولسمشر وايي، په اوکراین کې د جګړې په وړاندې کییف او لوېدیځ ګډ مسوولیت لري.


په داسې حال کې چې د برازیل او اروپايي ټولنې ترمنځ کړکېچ روان دی، د برازیل ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دسیلوا پرون شنبه پرتګال ته لاړ.


د برازیل او غربي متحدانو ترمنځ یې کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې د برازیل رهبر د تېرې اوونۍ په وروستیو کې وویل، د اوکراین د جګړې په وړاندې کییف او لوېدیځ ګډ مسوولیت لري.


هغه زیاته کړه چې اوکراین او روسیې د جګړې پرېکړه وکړه او ادعا یې وکړه چې د امریکا متحد ایالتونه دغې جګړې ته لمن وهي.




د برازیل د ولسمشر دغو څرګندونو بیا لانجې ولاړې کړې.


لولا دسیلوا د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې هم په دې وړاندیز سره چې اوکراین باید کریمیا ټاپووزمه چې روسیې په ۲۰۱۴م کال کې لاندې کړې روسیې ته وسپاري او په دې ډول جګړې ته د پای ټکی کېږدي، اوکراین، واشنګټن او اروپايي ټولنه په غوسه کړل.


د برازیل ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دسیلوا پرون شنبه به لیزبون کې د پرتګال له ولسمشر مارسلو ربلو دسوزا سره ګډ خبري کنفرانس ته په خبرو کې له امریکا او اروپايي ټولنې وغوښتل چې اوکراین ته د وسلو له ورکولو ډډه وکړي، ځکه د ده په وینا دا کار جګړه لا پسې اوږدوي.


هغه زیاته کړه: "نه غواړم چا ته قناعت ورکړم، یوازې غواړم یوه لار پیدا کړم چې دواړه لوري د مذاکرو مېز ته راولم. دا پخوا هم ناممکن ښکارېدل، خو په دویمه نړیواله جګړه کې دا کار وشو. داسې نه برېښېدل چې دوی دې خبرې وکړي، خو دوی خبرې وکړې. ضرور نه ده چې د سولې ترلاسه کولو لپاره نړۍ نابوده کړو. دا جګړه باید نه وای پیل شوې، روسیې باید حمله نه کولای، خو حمله یې وکړه."


د برازیل ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل، په دې پوهېږي چې ځمکنۍ بشپړتیا څه معنی لري او ټول پوهېږي چې روسیې اشتباه کړې ده، چې مخکې هم د ملګرو ملتونو په مصوبو کې دا اقدام غندل شوی دی.


دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې پر اوکراین د روسیې یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شوی او لا هم دوام لري.


په وروستیو کې د اوکراین له ختیځ د سختو نښتو او جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.


د مسکو او لوېدیځ ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په لړ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا پرون وویل چې له روسیې د جرمني څه باندې ۲۰ ډیپلوماتان اخراجېږي.


د روسیې د ریانووستي دولتي اژانس په وینا، تر دې مخکې جرمني له خپلې خاورې د روسي ډیپلوماتانو د اخراج پرېکړه کړې وه.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России