Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

خلیلزاد د طالبانو د مشر وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود

0
زلمی خلیلزاد د طالبانو د مشر وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي، په افغانستان کې به هېڅ غیر اسلامي قانون پلی نه‌شي، د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار لپاره شین څراغ بللی دی.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو د مشر وروستۍ څرګندونې د افغان نجونو د زده‌کړې او کار په برخه کې شین څراغ بللی دی.


د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده ته منصوب غږ چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون خپور کړی په کې ویل شوي، په افغانستان کې به هېڅ غیر اسلامي قانون عملي نه‌شي.




اخندزاده وویل: "تر څو پورې چې ژوند وي، د کفر یو قانون به هم په دې افغانستان کې ځای پیدا نه‌کړي. له الله سره مو دا وعده کړې ده. خیر دی یو سر دې ولاړ شي پروا نه کوي، خو په اسلام کې به معامله نه‌ وي."


که څه هم زلمی خلیلزاد د طالبانو د مشر دا څرګندونې عالي بللي، خو زیاتوي، په افغانستان کې اوسمهال دوه غیر اسلامي پرېکړې عملي دي.


هغه زیاته کړې، نجونو او ښځو ته اجازه نه ورکول چې لېسې او پوهنتونونو ته ولاړې شي او د ملګرو ملتونو او نورو دفترونو کې د ښځو د کار مخنیوی، هغه پرېکړې دي چې په ټوله اسلامي نړۍ کې د طالبانو د ملاتړي کسانو په ګډون ګڼو اسلامي علماوو غیر شرعي بللي دي.


خو خلیلزاد په دې اړه ډېره تشرېح نه‌ده ورکړې چې ادعايي پر کوم بنسټ ولاړه ده چې د طالبانو د مشر دا څرګندونې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار د بیا پیل په اړه شین څراغ دی.




خلیلزاد د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې لاسلیکونکی هم دی، هغه تړون چې د ۲۰۲۰ مبلادي کال د فبروي میاشتې په ۲۹ د قطر په پلازمینه دوحه کې لاسلیک شو او انتقادونه مطرح دي چې همدا تړون له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د بشپړ وتلو، د جمهوري نظام د کمزوري کېدو او په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو لامل شو.


د زلمي خلیلزاد دې دې څرګندونونو ته پراخ غبرګونونه هم ښودل شوي دي.


یو شمېر شنونکي او د مخکیني حکومت ځینې چارواکي د زلمي خلیلزاد ادعا ګمراه کوونکې بولي او وايي، هڅه کېږي له دې ډول خبرو په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې د بهانې په شکل ګټه پورته شي.


د لوګر پخواني والي او د سیاسي مسایلو شنونکي حلیم فدايي په خپله ټویټرپاڼه د زلمي خلیلزاد خبرو ته په اشارې سره لیکلي: "طالبانو تر دې مخکې هم ډېرې ژمنې ماتې کړي او یو هوښیار سړی به هېڅکله دا خبرې 'عالي' ونه بولي."




هغه زیاته کړې، د طالبانو اوسنی رژیم ټول غیر اسلامي دی او نه‌باید د خلکو پام له اصلي ستونزې واړول شي او یوازې د ښځو په مسایلو محدود کړل شي.


شنونکی رحمت‌الله اندړ بیا زلمي خلیلزاد ته په غبرګون کې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "ولې د خلکو په سترګو کې خاورې اچوئ. که د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار غم در سره و، نو واک مو ولې طالبانو ته سپاره."




نن ۵۸۰یمه ورځ ده چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او څلورمه میاشت په پوره کېدو ده چې نجونې یې پوهنتون ته له تلو هم منع کړي دي.


د نجونو د زده‌کړو او کار د بندیز په اړه د طالبانو فرمان د یو شمېر طالب چارواکو له‌خوا هم ننګول شوی.


ډېری طالب چارواکي خپله د نجونو زده‌کړه شرعي عمل بولي.


له دوی یو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي په ځلونو د نجونو په زده‌کو ټینګار کړی او تر خوا یې دا هم ویلي وو چې له هغو پرېکړو باید اطاعت ونه شي چې د شریعت مطابق نه‌وي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России