د جرمني د پلازمېنې هوايي ډګر ته به نن د اعتصاب له امله الوتنې ودرول شي
د جرمني د پلازمېنې برلین هوايي ډګر ته به نن (دوشنبې) د اعتصاب له کبله الوتنې ودرول شي.
د معاش پر سر د لانجې له کبله د دغه هوايي ډګر کارکوونکي د یوې ورځې لپاره له کار کولو لاس اخلي.
دا کاربندیز، چې د افغانستان په وخت د سهار له شپږ نیمې بجې پیلېږي، د شپې تر دولس بجو دوام کوي.
جرمني چې د اروپا تر ټولو ستر اقتصاد لري، له دې کبله چې کارګري اتحادیې د معاشونو د لوړېدو غوښتنه کوي، سږ کال له ډېرو کاربندیو سره مخامخ دی.