افغانستان کې د پلاسټيکي لوښو زياتوالي د خاورينو لوښو کاروبار اغېزمن کړی
په افغانستان کې د خاورینو لوښو کاروباریان وايي چې په بازارونو کې د پلاسټيکي لوښو او ګلدانونو له وجې د دوی د لوښو کاروبار اغېزمن شوی دی. دوی زیاتوي چې له پاکستان، ایران او چین څخه دغه هېواد ته پلاسټيکي شیان صادرېږي چې له وجې یې خلک اوس زیاتره خاورین لوښې نه اخلي.