د جرمني صدراعظم خپل چینايي سیال ته د برلین د سفر بلنه ورکړې
د جرمني یو خبري اژانس وايي، د دغه هېواد صدارعظم اولاف شولڅ خپل چینايي ساري لي کیانګ ته بلنه ورکړې چې په برلین کې ورسره خبرې وکړي.
د جرمني ډي پي اې خبري اژانس لیکلي چې د جون میاشتې پر شلمه به د جرمني او چین د حکومت ګڼ چارواکي په دغو خبرو کې برخه ولري.
اژانس وايي، جرمني د فرانسې، جاپان، هند، برازیل او اسراییل په ګډون له ګڼو سټراتیژیکو شریکانو سره دا ډول خبرې تنظیم کړې دي.
برلین او پېکېنګ مخکې دا ډول خبرې په ۲۰۲۱م کال کې کړې وې، خو هغه د کوېډ۱۹ ناروغۍ د محدودیتونو له کبله دا خبرې د ویډیو کنفرانس له لارې وې.
د جرمني او چین ترمنځ وروسته له هغې اړیکې ترینګلې شوې چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک په وروستیو کې چین ته له سفر وروسته ځینې څرګندونې وکړې.
هغې ویلي وو چین د جرمني او نورو ډیموکراسیو لپاره یو رقیب دی، خو د یوه شریک هم سترګه هم ورته کتل کېدای شي.