د ایران یو ځواکمن روحاني په یوه وسله وال برید کې وژل شوی
د ایران یو ځواکمن روحاني او د خبرګانو د شورا چې د ایران ستر مشر ټاکي، غړی په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د ایران د ولتي خبري آژانس ایرنا د راپور له مخې ایات الله عباس علي سلیماني نن سهار په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.
د خبر له مخې برید کوونکی هم نیول شوی دی.
ایرنا د یوه چارواکي له قوله خبرور کړی چې ویلې یې دي، دغه برید د ایران په شمال د مازندران ولایت په بابلسر ښار کې شوی دی.