پاکستان له سوډانه د خپلو "وګړو ایستلو لپاره له دوستو هېوادونو" سره په تماس کې دی
په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ملېشه ځواکونو ترمينځ نښتې دويمه اوونۍ هم دوام لري. د سوډان حکومت غوښتل چې دغه ملېشې په پوځ کې شاملې کړي خو هغوی له دې انکار وکړ چې ورسره د دواړو غاړو ترمینځ نښتې پيل شوې.