خوست کې د 'زرغون افغانستان' کرېکټ سياليو ته چمتووالی روان دی
د افغانستان په سویل ختیځ ولایت خوست کې د ( زرغون افغانستان) په نوم د کورني کرېکټ دویم پړاو لوبو ته چمتوالی روان دی.
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د یو ورځنیو لوبو دغه جام به د راتلونکې شنبې په ورځ یا د اپریل میاشتې په ۲۹مه پيل او د مې میاشتې تر ۱۷مې به دوام وکړي.
د دغو لوبو په لومړي پړاو کې چې تېر کال ترسره شوې درې کورنیو لوبډلو هندوکش سټرایکرز، پامیر لیجینډز او میوند ډیفینډرز برخه اخیستې وه، خو سږ کال پرې څلورمه لوبډله جونیر چیمپینز هم اضافه شوې ده.
د کرېکټ بورډ په وینا د جونیر چیمپینز په لوبډله کې به ۱۹ کلن لوبغاړي وي چې دلته به له ملي لوبغاړو سره د لوبېدو زمینه ورته برابره شي.
په دې جام کې ټولټال دیارلس لوبې ترسره کېږي چې هدف یې د کورني کرېکټ غوړېدا ده.