قرغزستان کې يوې محکمې د ازادي راډيو د قرغزي څانګې د تړلو غوښتنه تاييد کړه
د قرغزستان د پلازمېنې بشکیک یوې سیمهییزې محکمې د ازادي راډیو د قرغزي څانګې د تړلو غوښتنه تایید کړه.
دا غوښتنه د قرغزستان د فرهنګ وزارت وروسته تر دې وکړه چې ازادي راډیو د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ لانجمنه سیمه کې د شخړې یوه ویډیو د وزارت له غوښتنې سره سره لرې نهکړه.
ازادي راډیو د قرغزستان د دولت او محکمې دغه پرېکړه " ظالمانه" بللې ده.
په دې قضیه کې د ازادي راډیو وکیل تیمور سلطانوف د محکمې تر دغې پرېکړې وروسته سملاسي وویل، د دغه حکم پر مهال ده خپل استدلالونه وړاندې کړل، خو په خبره یې قاضي ورته غوږ نهشو.
سلطانوف ویلي، دا پرېکړه به د بشکیک ښار په محکمه کې له سره و ارزول شي.