Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

Новости за 05.04.2023

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې خپرونه: د اروپايي ټولنې خپرونې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته کتنه کړې ده. په مطلب کې راغلي دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د حقونو وضعیت په ډېر ناوړه حالت کې دی. د مطلب په دوام کې لولو چې پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له کبله ځینې بهرني مرستندویان غواړي له افغانستان سره مرستې بندې کړي چې، د خپرونې په لیکنه دا کار به په دې هېواد کې د لوږې د زیاتېدو باعث شي او د ښځو پر ژوند به تر پخوا لا ناوړه اغېز وکړي. د اروپايي ټولنې خپرونه... Читать дальше...

بېلابېلو سازمانونو افغانستان کې د ماينونو او ناچاوده توکو د خطر په اړه اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

بېلابېلې نړیوالې ادارې وایي، له لسیزو هڅو سره- سره له تېرو جګړې پاتې ماینونه او نور ناچاوده مهمات لا هم په افغانستان کې د زرګونو کسانو د مرګ‌ژوبلې سبب کېږي. د سره صلیب نړیواله کمېټې یا (ICRC) پرون ویلي، په افغانستان کې هر کال د ځمکنیو ماینونو او نورو ناچاوده وسایلو په چاودنو کې سلګونه کسان قرباني کېږي. د سره صلیب نړیواله کمېټې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، یوازې په ۲۰۲۲م کال کې د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو ۴۵۰ چاودنې شوي او ۹۹۵ کسان یې وژلي یا هم ټپیان کړي، چې له ډلې یې ۹۷ فیصده یې ملکیان او ۵۶ فیصده یې ماشومان وو. Читать дальше...

جرمني د چاکلېټو د توليدي فابريکو د توليداتو د زياتوالي خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د جرمني یوه اداره وايي، د تېر کال له لوړې اندازې انفلاسیون او کمزوري اقتصاد سره- سره د جرمني د چاکلېټ تولیدولو فابریکو خپل تولیدات ۱ اعشاریه ۷ فیصده زیات کړي دي. په بُن ښار کې د جرمني د خوږو د صنعت ټولنې (BDSI) پرون سه‌شنبه په یوه راپور کې وویل، تېر میلادي کال د جرمني فابریکو څه باندې یو ميلیون او دوه لکه ټُنه چاکلېټ تولید کړي وو. په جرمني کې د سړي سر د چاکلېټو کارول یو څه زیات شوي، چې ۹ اعشاریه ۵۶ کیلوګرامه اټکل شوي دي. اټکل شوی، چې د عیسویانو د ایستر اختر پر مهال چې د یکشنبې په ورځ به لمانځل... Читать дальше...



ځينې شنونکي: ننګرهار کې د يوناما پر ښځينه کارکوونکو بنديز به د مرستو رسولو چارې اغېزمنې کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د طالبانو د فشارونو او محدودیتونو په دوام دا وار د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما ویلي، په ننګرهار کې یې د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیول شوې ده. یوناما پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، اوسنیو چارواکو ته وايي، چې د ملګرو ملتونو ادارې له ښځینه کارکوونکو پرته د ژوند ژغورنې مرستې تر خلکو نه‌شي رسولی. عزت الله پېژاند چې په افغانستان کې یې د اروپايي ټولنې له بېلابېلو ادارو سره کار کړی وايي، د طالبانو دا اقدام د بشري مرستو د رسولو چارې نورې هم اغېزمنوي. نوموړی وايي... Читать дальше...

د کاسوو پخوانی ولسمشر هاګ محکمې ته: بې‌ګناه يم

Pa.azadiradio.com 

د کاسوو پخواني ولسمشر هاشم تاچي پرون د هاګ په نړیواله محکمه کې وویل، چې دی بې‌ګناه دی. هغه دا څرګندونې هغه نړیوال قضايي هیئت ته وکړې چې، د جنګي او بشر ضد جنایتونو د لسو مواردو په اړه د ده د محاکمې لپاره راغونډ شوي وو. تاچي د خپلو مدافع وکیلانو د پرانیستونکې وینا په پای کې له ځایه ولاړ شو او ویې ویل، چې دی د کافي شواهدو په تمه دی، چې له مخې یې ده ته برائت ورکړل شي. هاشم تاچي وویل، کله چې بې‌ګناه خلک تعقیبيږي، قربانیانو ته به عدالت ونه رسېږي. د کاسوو د پخواني ولسمشر هاشم تاچي محاکمه د دوشنبې په ورځ پیل شوه. Читать дальше...

د بشري حقونو يوه ډله: ايراني ځواکونو د مظاهرو په تور ۵۳۷ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو یوه ډله وايي چې د ایران امنیتي ځواکونو په سپټمبر میاشت کې پر مظاهره چیانو د فشارونو په لړ کې لږ تر لږه ۵۳۷ کسان وژلي دي. په ناروې کې دېره د ایران د بشري حقونو ډلې پرون سه‌شنبه ویلي، په دې موده کې د مظاهرو د تورونو په تړاو څلور کسان اعدام شوي او تر ۳۰۰ زیات نور کسان په همدې موده کې په نورو تورونو په دار ځړول شوي دي. دې ډلې دا د ټولنې د ډارولو لپاره یو بل تاکتیک یاد کړی دی. په ایران کې د سپټمبر په نیمايي کې پراخې مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې، چې د مهسا امیني په نوم یوې ښځې د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه. Читать дальше...

د خوړو او کرنې ادارې غور کې پر ۸زره کورنيو سره وېشلې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، په غور ولایت کې یې پر ۸زره کورنیو کود یا سره وېشلې ده. د دغې ادارې د افغانستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دوی په ټوله کې ۴۰ ټنه سره وېشلې او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه رسېدلې، چې د پسرلي په دې موسم کې یې خپلو کروندو ته ورکولی شي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې غور د افغانستان تر ټولو زیانګالی او منزوي ولایت یاد کړی دی. د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې کروندګر شکایت لري، چې د خپلو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او سره یا امبار په سختۍ برابروي... Читать дальше...

يونېسف: د افغانستان په ختيځ کې د ګوزڼ ضد واکسين سبا پای ته رسيږي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د افغانستان په ختیځ کې د ګوزڼ پر خلاف د واکسین ورکولو کمپاین سبا پنج شنبه پای ته رسيږي. د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسوول کمال شاه پرون ازادي راډیو ته وویل، دغه کمپاین تېره دوشنبه پیل شوی. نوموړي وويل: "د دې کمپاین په ترڅ کې به شا و خوا یو اعشاریه یو ميلیون هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د پولیو واکسین ورکړل شي، چې دوی په سیمه کې د پولیو له موجوده وایروس په امان وي." سږ کال په... Читать дальше...

روسيه او تاجکستان د افغانستان پولې ته څېرمه ګډ پوځي تمرينات کوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او ایران دوو اژانسونو د افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان د ګډو پوځي تمریناتو خبر ورکړی دی. د ایران مهر خبري اژانس پرون سه‌شنبه د روسیې د تاس خبري اژانس په حواله لیکلي، چې دغه تمرینات د تاجکستان په خاوره کې د افغانستان د پولې په ۲۰ کیلومترۍ کې روان دي. ویل شوي دغه پوځي تمرینات به چې څه باندې ۳۰۰ پوځي پرسونل په‌کې برخه لري، تر راروانې جمعې دوام کوي. د تاجکستان په دوشنبه او باختر کې د روسیې لویې پوځي اډې دي، چې د تړون له مخې به دغه پوځي اډې تر ۲۰۴۲م کاله پورې خپل فعالیت ته دوام ورکوي. Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» УЛУЧШАЕТ ЗАКОНЫ, управляет патентами и улучшает командное планирование в целях учёта интереса всего народа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

В Республике Марий Эл пройдет культурный проект «Классика: история и современность»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников


WTA

Потапова не смогла пробиться во второй круг турнира WTA в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

92-летний красногорец стал участником марафона скандинавской ходьбы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России