د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د طالبانو د نوي بنديز په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې
ګارډین ورځپاڼه: برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې چې ملګروملتونو په افغانستان کې د طالبانو لهخوا له کاره د خپلو ښځینه کارکونکو د راګرځولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، په یوه مطلب کې لیکي، ملګروملتونو په افغانستان کې خپلو کارکونکو ته ویلي چې، د دوو ورځو لپاره کارونو ته لاړ نهشي. ورځپاڼه زیاتوي، په دې موده کې به د ملګروملتونو چارواکي هڅه وکړي، څو طالبان دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د ملګروملتونو پر ټولو ښځینه کارکونکو د کاربندیز له پلانه لاس واخلي. ملګروملتونو ویلي، دغه بندیز به د دې سبب شي چې افغانستان ته کمې بشري مرستې ورسیږي. Читать дальше...