يونان کې يو زلزله پېژندونکی د دروغو په تور محاکمه کېږي
د یونان یو مشهور زلزله پېژاند په دې خاطر محاکمه کېږي چې د اپریل د لومړۍ نېټې په خاطر یې په دروغو ویلي و چې، د دغه هېواد په سانتوریني ټاپو کې ځمکه چوي او دا ټاپو په بشپړ ډول تر ځمکې لاندې ننوځي. د یونان د څونامي مرکز او د جیودینامیک مؤسسې رئیس اکیس تسلنتیس د چهارشنبې په ورځ پر خپله فېسبوکپاڼه خپل کښل شوی انځور خپور کړ او ورسره یې ولیکل چې د اپریل د لومړۍ نېټې د ټوکې مجرم. ده همدا راز لیکلي، په داسې هېواد کې اوسي چې د طنز په خاطر ورسره بد چلند کېږي. خو د ده ټوکې په سانتوریني ټاپو کې، چې ډېر سېلانیان ورځي، ټول خلک سخت وبېرول. Читать дальше...