Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

Новости за 14.04.2023

سره صليب افغانستان کې د بشري بحران پر پراخېدو اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمېټه یا (ICRC) وايي، په افغانستان کې د بشري بحران پراخېدو ته اندېښمن دي. دا اندېښنه وروسته له هغې ښوول کېږي، چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو کار د طالبانو له‌خوا منع شو او دغه سازمان وویل دا کار اړو کسانو په ځانګړي ډول بې‌وزلو ښځو ته د بشري مرستو رسولو چارې ټکنۍ کوي. په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند، پروېز احمد فیضي پرون پنجشنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري. ښاغلی فيضي وايي: "د... Читать дальше...

د سوډان پوځ د دغه هېواد له ملېشه ځواک سره د احتمالي شخړو په باب خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د سوډان پوځ پرون پنجشنبه د دغه هېواد له پیاوړي ملېشه ځواک سره د احتمالي بالقوه شخړو په باب خبرداری ورکړ. سوډان وايي، ملېشه ځواکونو په پلازمېنه خرطوم او نورو ښارونو کې خپل پوځیان ځای پر ځای کړي دي. په وروستیو میاشتو کې د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ د ځواکونو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی. له دې کبله له سیاسي ګوندونو سره د هغې موافقې لاس‌لیک ځنډېدلی چې نړیوال ملاتړ ورسره دی او هدف یې په دغه هېواد کې ډیموکراتیک انتقال ته زمینه برابرول دي. پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د وسله‌والو ځواکونو له مشرتابه... Читать дальше...

د سربيا ولسمشر: اوکراين ته د وسلو صادرول په پام کې نه‌لرو

Pa.azadiradio.com 

د سربیا ولسمشر الکساندر وچیچ وايي، هېواد یې نه په پام کې لري او نه به په راتلونکي کې اوکراین ته وسلې صادرې کړي. وچیچ پرون د کاسوو له سربانو سره د سربیا په جنوب کې د خبرو پر مهال وویل، موږ به د شخړې یوه لوري ته هم مهمات ونه لېږو. دغه شخړه د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له یرغل سره پیل شوه، چې لا هم دوام لري. د سربیا ولسمشر زیاته کړې، د سربیا هغه مهمات چې ښايي د یوه یا بل لوري د جګړې په میدان راڅرګند شي، احتمالا ترکیې، هسپانیا یا هم چک جمهوریت ته صادر شوي او وروسته د جګړې ساحې ته لېږدول شوي دي.

اوکراين ته د جنګي جټ الوتکو په اړه جرمني د پولنډ غوښتنه تصويب کړه

Pa.azadiradio.com 

جرمني د پولنډ هغه غوښتنه تصویب کړه، چې وکړای شي په جرمني کې جوړ شوي پنځه عرادې میګ-۲۹ (MiG-29) ډوله جنګي جټ الوتکې اوکراین ته ولېږي. د جرمني دفاع وزارت پرون ویلي، د دې کار هدف د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د هوايي ځواک پیاوړي کول دي. د پولنډ دفاع وزارت سم د لاسه د دې موضوع په باب تبصره نه‌ده کړې. د جرمني دفاع وزیر بوریس پیتوریوس (Boris Pistorius) ویلي، پولنډ دغه غوښتنه پرون پنجشنبه وړاندې کړې وه او په هغه ورځ د برلین تصویبولو ثابته کړه چې پر جرمني اعتماد کېدای شي. جرمني یا المان ته ۲۴... Читать дальше...

د اسلامي همکاريو سازمان افغانستان کې بې‌وزله کورنيو ته د مرستو وېش پيل کړی

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، په افغانستان کې یې اړو کورنیو ته د خوړو د بستو د وېش دویم پړاو پرون پنجشنبه پیل کړ. دغه سازمان پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، په دې پړاو کې به د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د خوراکي توکو ۱۱زره بستې ووېشل شي. په دوام راغلي، چې دغه پروژه د ملک سلمان د بشري مرستو د مرکز په ملاتړ اجرا کېږي. په داسې حال کې چې د روژې مبارکه میاشت ده، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلک د بې‌وزلۍ له زیاتېدو شکایت لري.

د روغتيا سازمان: د ناروغيو پر وړاندې بايد ماشومان په منظم ډول واکسين شي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، اړتیا ده په روان ۲۰۲۳م کال کې یونیم ملیون ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د ناروغیو پر وړاندې د خوندیتوب لپاره په منظم ډول واکسین شي. د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، دوی له ګېټس بنسټ، د ګاوي (Gavi) په نوم د واکسین له نړیوال بنسټ او نورو تمویلوونکو سره کار کوي، چې افغان ماشومانو ته اساسي واکسینونه برابر کړي. د روغتیا نړیوال سازمان لیکلي، راځئ ډاډ ترلاسه کړو، چې هر ماشومان له هغو ناروغیو خوندي شي، چې د واکسین په مرسته وقایه کېږي.

د جرمني سفارت: د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځينه کارکوونکو کار حياتي ارزښت لري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د جرمني سفارت وايي، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو کار حیاتي اهمیت لري. دغه سفارت په یوه لنډ بیان کې ویلي، په دغو ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار، لګول شوی بندیز له بشري حقونو او د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه ده، چې په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو هڅې اغېزمنوي. د جرمني سفارت وايي، د یوې پایداره راتلونکې لپاره د ښځو بشپړ شراکت او پیاوړتیا حیاتي اهمیت لري. وروسته له هغې چې طالبانو د وري پر ۱۵مه، په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما... Читать дальше...



Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Неделя мэра



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Концерт "Моцарт vs. Шопен"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


ATP

Казахстанец совершил фантастический рывок в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России