Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

Новости за 19.04.2023

خليل‌زاد: د ملګروملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړيږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش به شاوخوا دوه اوونۍ وروسته په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي. دا غونډه داسې مهال جوړېدونکې ده چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که طالبان د دوی ښځینه همکارانې بېرته کار ته پرې‌نږدي، له افغانستانه به د وتلو زړه بوږنوونکې پرېکړه وکړي. خلیل‌زاد تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، ښاغلی ګوتېرش به د افغانستان لپاره د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د مې په لومړۍ نېټه په دوحه کې غونډه ولري. Читать дальше...

روبوټ د قبرص زده کوونکو ته تعلیم ورکوي

Mashaalradio.com 

په قبرص کې ښوونکو او زده کوونکو د مصنوعي زیرکتیا یا ذهانت په مرسته یو روبوټ جوړ کړی دی چې د ښوونځي زده کوونکي ورڅخه تعلیم ترلاسه کوي. روبوټ د چیټ جي پي ټي په نوم د مصنوعي ذهانت له اپلیکېشن سره تړل شوی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

يوې امريکايي ډيپلوماټې د پوتين له‌خوا اوکراين کې د اټومي وسلو د کارونې خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

یوې جګپوړې امریکایۍ ډيپلوماتې پرون خبرداری ورکړ چې، متحدایالات او د ناټو متحدان یې باید هغو نښو، نښانو ته چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ښايي په اوکراین کې له تاکتیکي اټومي وسلو کار واخلي چمتو وي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویندي شېرمن دا خبرداری په واشنګټن کې د ناټو د وسلو د کنټرول په کلني کنفرانس کې ورکړ. مېرمن شېرمن وویل پوتین به له هغو وسلو څخه کار واخلي چې د ده په اند غیر ستراتیژیکې تکتیکي وسلې دي او یا ښايي د کړکېچ د پراخولو لپاره ځینې نور حرکات وکړي، خو تر هغه حده چې د ده په اداره کې وي. Читать дальше...



زلنسکي دونېڅک کې د جګړې له لومړۍ کرښې ليدنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په دونېڅک سیمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې له سرتېرو سره تر لیدنې وروسته پرون ټوله ورځ په ختیځ پولتاوا ښار کې تېره کړه. په دې ښار کې د اوکرایني او روسي سرتېرو ترمنځ درنې جګړې روانې دي. زلنسکي بېګا په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، ده له هغو سرتېرو سره وکتل چې له تېرو ۴۱۹ ورځو راهیسې یې د روسۍ بلا مخه نیولې ده او په تدریجي ډول یې له منځه وړي. روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین برید وکړ. زلنسکي همدا راز وویل، په پولتاوا کې د استوګنې پر مهال یې د امریکا... Читать дальше...

تورخم کې د غر راښوېدو له امله د مړو شمېر درې کسانو ته لوړ شو

Pa.azadiradio.com 

په تورخم کې د غره د راښوېدو په پېښه کې د مړو شمېر دریو کسانو ته لوړ شو. په تورخم کې پرون د غره د یوې لویې برخې د راښوېدو له کبله یو شمېر لارۍ او کانټینرونه تر خاورو او ډبرو لاندې شول. له بلې خوا د خیبر پښتونخوا د ژغورنې ادارې یوه ویاند ویلي دي، تر دې دمه د خاورو له ډېریو لاندې د دریو کسانو مړي او اته ټپیان را ایستل شوي دي. ویاند د ځایي خلکو د معلوماتو په اساس وايي، ښايي ۲۰- ۲۵ لارۍ به هم تر خاورو- ډبرو لاندې شوې وي. په تورخم کې سوداګر او د ترانسپورتي اتحادیې چارواکي د پاکستان حکومت په دې... Читать дальше...

د ملګروملتونو او طالبانو ترمنځ پر روان جنجال د انډېپنډنټ ورځپاڼې تبصره

Pa.azadiradio.com 

انډېپنډنټ ورځپاڼه: د برېتانیا انډېپنډنټ ورځپاڼې د ملګرو ملتونو او طالبانو تر منځ پر روان جنجال یو مطلب خپور کړی دی. وړاندې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر اکیم اشتاینر په حواله ویلی شوي دي، که چېرته ونه‌شي کولی چې طالبان په دې سازمان کې د ښځو پر کار بندیز لرې کولو ته قانع کړي، دا سازمان به مجبوره شي چې د مې په میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو خواشینوونکې پرېکړه وکړي. طالبانو د اپریل میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د ملګرو ملتونو سازمان ښځینه کارکوونکې په ننګرهار کې له کار کولو منعه کړې او... Читать дальше...

سوډان کې لنډمهاله اوربند؛ د جګړې راپورونه هم ورکول شوي

Pa.azadiradio.com 

راپورونه ورکړل شول، چې په سوډان کې د ښکېلو لوریو ترمنځ چې مشري یې دوه رقیب جنرالان کوي پرون سه‌شنبه د ۲۴ ساعتونو لپاره پر لنډمهاله اوربند سلا وشوه. ویل شوي، تر څلور ورځنۍ سختې جګړې وروسته دغه اوربند پر ځايي وخت د تېر مازیګر له شپږو بجو ټینګ شو. خو بیا هم په پلازمېنه خرطوم او نورو ساحو کې د جګړو د دوام راپورونه ورکړل شوي دي. ښکېل لوري له اوربند د سرغړونې ملامتي پر یوه او بل اچوي. روانې شخړې د بشري چارو د ګډوډۍ سبب شوي دي. په سوډان کې د سره صلیب نړیوال کمېټې او د سرې میاشتې د ټولنې د هیئت مشر فرید ایوار ویلي... Читать дальше...

يو شمېر کورنۍ: ماشومان مو په خوارځواکۍ اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د خوارځواکۍ د کچې لوړېدو په باب د ملګرو ملتونو له خبرداري سره جوخت په لیرې پرتو سیمو کې ګڼې کورنۍ وايي، ماشومان یې د بې‌وزلۍ له کبله په خوارځواکۍ اخته شوي دي. د رحمانیې په نوم مور خپله ماشومه، کندهار له لوې لیرې پرتې سیمې میرویس روغتون ته لېږدولې ده. نوموړې وايي: "د ناجوړۍ یې یو کال کېږي، چې استفراق یې کاوه او په نس ناستې اخته وه. کله چې مو ډاکټر ته بوتله هغه ویل د دې کولمې ورستې شوې دي. کله چې یې مو عکسونه واخیستل، هغوی ویل له کمزورۍ داسې شوې، له دې سره وپړسېده. اخر مو دلته راوستله... Читать дальше...



د اروپا د ښځو يو سازمان پر طالبانو د نړيوالې ټولنې د فشار غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د ښځو یوه سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر روان وضعیت ژوره اندېښنه وښوده او له نړیوالې ټولنې یې د چټک اقدام غوښتنه وکړه. د اروپايي ښځو لابي یا European Women’s Lobby (EWL) چې له ۲۰۰۰ سازمانونو جوړه ده، پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو له کبله دې نړیواله ټولنه پر طالبانو فشارونه راولي. د اروپا د ښځو د دې سازمان مشرې ریکا سفراني (Réka Sáfrány) ویلي: موږ نه‌شو کولی یوازې ننداره وکړو خو یوه ټولنه کې دې په تدریجي ډول ورو- ورو ښځې او نجونې له ټولنیز،... Читать дальше...

د هسپانيا پوليسو د نشه‌يي توکو د يوې ډلې د له‌منځه وړلو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د هسپانیا پولیسو د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې د مخدره موادو یوه ډله له‌منځه وړې ده. ویل شوي، دغې ډلې په غیرقانوني ډول نورو اروپايي هېوادونو ته کوکاین او چرس عرضه کول. پولیسو پرون سه‌شنبه ویلي، ۷ ټنه نشه‌يي مواد ضبط شوي او په څو عملیاتو کې ۵۰ کسان نیول شوي دي. په ضبط شویو موادو کې دوه ټنه کوکاین او څه کم ۵ ټنه چرس شامل دي. دغې ډلې هغه نشه‌يي مواد چې له مراکش او لاتنې امریکا راتلل د هسپانیا له اوئلوا او کادیس ولایتونو د اروپا په زیاتو برخو کې خرڅول. د پولیسو په وینا، دغې ډلې په پرتګال او کنري جزایرو کې هم ځینې مرکزونه درلودل.

محکمې روسيه کې د والسټريټ ژورنال د خبريال خوشې کېدو لپاره د استناف غوښتنه رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې یوې محکمې له توقیف څخه د امریکايي خبریال ایوان ګیرشکوویچ د خوشې کېدو لپاره د استیناف غوښتنه رد کړه. د والسټریټ ژورنال له دغه خبریال څخه د جاسوسۍ د تورونو له کبله څېړنې روانې دي، هغه تورونه چې ده رد کړي دي. د مسکو ښاري محکمې پرون دغه ۳۱ کلن خبریال ته خپل حکم واوراوه، چې د محکمې په یوه خونه کې د ښېښې له شا ښکارېده. د امریکا د سفیرې لېن ترېسي (Lynne Tracy) په مشرۍ یوه هئت او لسو نورو خبریالانو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې دغه پروسه وڅاري. د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې د مارچ پر ۳۰مه... Читать дальше...

اروپايي پارلمان اروپا ته پرته له ويزې د کاسوو د وګړو د سفر په اړه پرېکړه تصويب کړه

Pa.azadiradio.com 

اروپايي پارلمان پرون هغه پرېکړه تصویب کړه، چې له مخې یې د کاسوو وګړي کولی شي د اروپايي ټولنې اکثریت غړو هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي. دغه پرېکړه به د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ میاشت وروسته د عملي کېدو وړ ده. د اروپايي پارلمان ولسي جرګې د فرانسې په ستراسبورګ کې د کاسوو په وړاندې وروستی قانوني خنډ لیرې کړ، چې د دغه هېواد وګړي وکړای شي شنګهن حوزې ته چې ۲۷ هېوادونه په‌کې شامل دي، له ویزې پرته سفر وکړي. د دې حوزې غړو هېوادونو په مارچ میاشت کې د دې پلان ملاتړ کړی و. په شنګهن حوزه کې هغه هېوادونه... Читать дальше...

ملګروملتونو د کارګرانو له سازمان سره د بې‌ځايه شويو د لاس‌نيوي په اړه تړون لاس‌ليک کړی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یا (UNDP) وايي، د کارګرانو له نړیوال سازمان سره یې د افغان بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو د لاس‌نیوي لپاره تړون لاس‌لیک کړ. دغې ادارې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، د دې تړون له مخې به داخلي بې‌ځایه شویو، راستنېدونکو او کوربه ټولنو ته د عزتمن کار زمینه برابره شي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، له دې پروګرام به مېرمنې هم برخمنې شي، چې په ځینو برخو کې به روزنه هم ورکول کېږي. په دې باب نور تفصیل نه‌دی ورکړل شوی، خو ملګرو ملتونو ویلي په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له کبله بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات شوی دی.

طالبان: متقي د پاکستان له سفير افغانانو ته د ويزو ورکولو په برخه کې د شفافيت غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د کابل لپاره د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني وهڅاوه، چې افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې شفافیت رامنځته کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې متقي پرون په کابل کې له نظاماني سره په کتنه کې دا څرګندونې وکړې. د اعلامیې له مخې نظاماني ویلي، چې کابل ته له ستنېدو سره به یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې بهتره شي. زیات افغانان شکایت لري، چې پاکستان د خپلو ویزو بیه خورا قیمته کړې او اوس یې د ویزو د ورکړې پروسه خورا سخته کړې ده. Читать дальше...

ملګري ملتونه: پر ښځو محدوديت ټولنيز اقتصادي وضعيت خراب کړی

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، د تعلیم او کار لپاره د ښځو پر توانایۍ سخت محدودیتونه په افغانستان کې د ټولنیز- اقتصادي وضعیت د خرابۍ سبب شوي دي. ملګرو ملتونو پرون په خپل ټویټر کې ویلي، د دوی د سه‌شنبې په راپور کې اټکل شوی، چې دغه محدودیتونه به خلکو ته ویجاړوونکې پایلې ولري. ملګري ملتونه وایي، که دوی طالبانو ته دا قناعت ورنه‌کړي چې ښځینه همکارانو باندې یې د کار بندیز لرې کړي، نو دوی به راتلونکې مې میاشت کې یوه زړه بوږنوونکې پرېکړه وکړي او له دغه هېواده به ووځي. د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مشر اخیم شټاېنر... Читать дальше...



Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о компенсации части затрат на путевки в оздоровительные лагеря в рамках нацпроекта «Семья»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Неделя мэра



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Выездной Фотограф для всех желающих, ну и конечно Артистов и Музыкантов.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»


Арина Соболенко

Арина Соболенко сняла траур по Кольцову и завела новые романтические отношения



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


WTA

Рахимова прошла во второй круг турнира WTA в Рабате на отказе Таунсенд



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России