ریچارډ بېنیټ: طالبان دې په خپل سر نیول شوي کسان خوشې کړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ له طالبانو وغوښتل چې هغه کسان دې چې د ده په خبره په خپل سر یې بندیان کړي، خوشې کړي چې اختر له خپلو کورنیو سره تېر کړي. بېنیټ پرون په یوه ټویټ کې د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو له زندانونو د ۲۴۶۰ کسانو د خوشي کېدو او د ۴۸۱ نورو بندیانو د بند مودې د کمېدو په اړه د خپرو شویو راپورونو په غبرګون کې وویل چې د مرتضي بهبودي او مطیع الله ویسا په څېر نور بندیان دې هم خوشې کړي. بهبودي افغان الاصله فرانسوی دی چې د تېر کال... Читать дальше...