معتادین: اعتیاد زموږ څخه د اختر خوښۍ او معنوي ارزښتونه اخيستي
بې سرپناه معتادین وايي چې، له کورنۍ څخه ليرېوالي او بېوزلۍ له دوی څخه دژوند خوښۍ اخيستي او ان دا چې د اختر خوښي يې هم له لاسه وتلې او بېرته په لاس نه ورځي. (۳۲) کلن ظاهر له اتو کالو راهیسې نشه کوي، دی په دې موده کې يوازې درې ځله کور ته تللی او د خپلې کورنۍ له غړو سره يې د څو دقيقو له پاره ليدلي دي. دی وايي چې تر اعتیاد مخکې مور او پلار مینه ورسره کوله او د اختر په ګډون يې د خپلوانو په ټولو دودیزو مراسمو کې برخه اخیسته. ظاهر چې دوه رنګه جامې یې اغوستي وايي چې، د اختر په ورځ کې يې هم په ماړه نس ډوډۍ نه ده خوړلې. Читать дальше...