په خیبر پښتونخوا کې د بمي چاودنو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته رسېدلی
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځ کې د ترهګرۍ ضد د پولیسو په مرکز کې د بمي چاودنو د وژل شویو شمېر ۱۵ ته پورته شوی دی. چاودنې د سوات په کبل سیمې کې دوشنبه ماښام شوي چې له کبله یې شاوخوا پنځوس کسان ټپيان شوي هم دي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې د مرګ ژوبلې دغه شمېرې خپرې کړي دي. بل لورته رویټرز خبري اژانس په سیمه کې د پولیسو د یوه ویاند په حواله ویلي، چاودنې د مرکز دننه د مهماتو په یوه زېرمه کې د اورلګېدنې له کبله شوي دي. د پولیسو دغه ویاند په یوه... Читать дальше...