روسیې د والسټریټ ژورنال د خبریال د بند موده وغځوله
د مسکو یوې محکمې پرون د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د خبریال ایوان ګیرشکوویچ د توقیف د مودې د غځولو حکم ورکړ. د دې حکم له مخې ګیرشکوویچ به لږ تر لږه د اګست تر دېرشمې په توقیف کې پاتې کېږي. د محکمې غونډه د تړلو دروازو شاته جوړه شوې وه. متحدوایالاتو پرون پر روسیې غږ وکړ چې دا خبریال خوشې کړي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي سي این این تلوېزیون ته وویل، د ګیرشکوویچ د توقیف موده باید اوږده نه شي. د روسیې د امنیتي خدماتو فدرال ادارې د مارچ پر دېرشمه وویل د ګیرشکوویچ پرضد یې د جاسوسۍ دوسیه پرانیستې ده. Читать дальше...