د بخښنې نړيوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو نيونه او ځورونه پای ته ورسوي
د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو خپلسره نیول او ځورول سملاسي پای ته ورسوي. دغه سازمان د پناه غوښتونکو کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د جون په شلمه نمانځل کېږي، دغه غوښتنه کړې ده. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د دغه سازمان په حواله لیکلي، دا کډوال چې پاکستان کې له نیولو او ځورونو سره مخامخ دي، تر ډېره هغه افغانان دي چې د طالبانو له ناوړه چلنده تښتېدلي دي. د بخښنې په نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا یوې مسوولې دینوشیکا دیسانایک ویلي، د افغانانو وضعیت ته د نړیوالو نه پاملرنه د ژورې اندېښنې وړ ده. Читать дальше...