په پولنډ کې د یوه رسټورانټ دننه د ډزو له کبله دوه کسان وژل شوي
د پولنډ د پوزنان ښار په یوه رسټورانټ کې د ډزو له کبله دوه کسان وژل شوي دي. د پوزنان د پولیسو یوه ویاند اندژي بورویاک ویلي، چې پېښه پرون په رسټورانټ کې شوې ده. د پوزنان د زاړه ښار په سنټ مارټین کوڅه کې د ګرځندویانو شمېر زیات وي. د بورویاک په وینا، یو تن د پېښې په ځای کې ساه ورکړه او بل تن په روغتون کې. د ده په وینا پولیس ډاډه دي، چې له دغو کسانو یوه یې په دې پېښه کې لاس درلود او اوس هڅه کوي چې د پېښې علت معلوم کړي. عیني شاهدانو یوې محلي ورځپاڼې ته ویلي، چې یوه سړي پر بل ډزې وکړې او بیا یې ځان په مرمۍ وویشت.