Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2023

Новости за 25.07.2023

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د زاپوریژیا د اټومي بټۍ ته څېرمه ماینونه موندلي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ اداره وايي، کارپوهانو یې د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ ساحې ته څېرمه د پرسونل ضد ماینونه موندلي دي. دا بټۍ د روسي ځواکونو په ولکه کې ده. د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې د کارپوهانو ډلې د اټومي بټۍ د منځنۍ او باندنۍ ساحې د احاطې ترمنځ په صفري زون کې یو شمېر ماینونه لیدلي دي. په بیان کې راغلي چې د دې ماینونونو شتون د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې د مصوونیت او د اټومي خوندیتوب له اصولو سره په ټکر کې دی. زاپوريژیا چې... Читать дальше...

بلېنکن له آل ثاني او بوټو سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د متحدوایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د قطر له صدراعظم او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړي. د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمدبن عبدالرحمن آل ثاني په یو بیان کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر خپور شوی ویلي چې ښاغلي آل ثاني له انټوني بلېنکن سره په پرونیو ټلفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو مسایلو سربېره د افغانستان د روان وضعیت او د افغانانو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې وکړې. په عین حال کې بلېنکن پر خپل ټویټر لیکلي چې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري... Читать дальше...



افغانستان کې د سينګارتونونو بندېدل ښايي لسګونه زره ښځې بې روزګاره کړي

Mashaalradio.com 

د يوه اټکل له مخې، په افغانستان کې د سینګارتونونو له څانګې سره تړلې شاوخوا ۶۰،۰۰۰ ښځې د طالبانو د حکم د عملي کېدو په صورت کې بې روزګاره کېدای شي. طالبانو د اګست تر څلورمې پورې د سينګارتونونو د تړلو امر کړی چې پرضد يې په کابل کې مظاهره هم شوې ده. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

امریکا د مالي پر درېیو چارواکو بندیزونه لګولي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مالي هېواد پر درېیو چارواکو یې بندیزونه لګولي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو چارواکو د روسیې د اجیرو جنګیالیو له ډلې واګنر سره اړیکې درلودې او د ۲۰۲۱ کال دسمبر میاشته کې یې په مالي کې د دغو جنګیالیو حضور ته زمینه برابره کړه. په هغو چارواکو کې چې بندیزونه پرې لګېدلي، د مالي د دفاع وزیر سادیو کامارا، د هوایي ځواکونو د یوه قومندان آلوبوی دیارا او د هغه د مرستیال آداما باګایوکو نومونه راغلي دي. مالي د افریقا په جنوب کې پروت هېواد دی چې د امریکایي... Читать дальше...

د کندهار د انګورو بڼوال د سړو خونو د جوړېدو او مارکېټ غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار انګور حاصل ته رسېدلي، خو بڼوال او سوداګر یې د ساتنې لپاره د سړو خونو د جوړېدو او بهرني مارکېټ غوښتنه کوي. اوسمهال د کندهار انګور د ځمکې له لارې ډېر پاکستان او لږ هند ته صادرېږي. د کندهار د کرنې ریاست د معلوماتو پر اساس سږ کال به د دغه ولایت د انګورو له باغونو ۲۷۳ زره ټنه حاصلات ترلاسه شي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

بلېنکن له بوټو سره د افغانستان په ګډون پر سیمه ییزو اندېښنو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، له خپل پاکستاني سیال سره یې د افغانستان په ګډون د سیمه ییزو اندېښنو په تړاو خبرې کړي دي. انټوني بلېنکن نن سه شنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له بلاول بوټو زرداري سره یې ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان د اقتصاد پر بیا غوړېدا او ګډ مشارکت هم بحث کړی. نوموړي نه دي ویلي چې د افغانستان او سیمې په تړاو د واشنګټن او اسلام اباد ګډې اندېښنې څه دي، خو تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو تور پورې کړی چې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو تحریک او نورو نړیوالو ترهګرو ته پنا ورکړې ده. Читать дальше...

د ښځینه وو د فوټبال نړیوال جام؛ نن درې لوبې ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه وو د فوټبال د نړیوال جام په دوام نن درې لوبې ترسره کېږي. لومړۍ لوبه په استرالیا کې د کلمبیا او جنوبي کوریا ترمنځ ترسره کېږي. دویمه لوبه د نیوزیلنډ په کوربه توب د همدې هېواد او فیلیپین ترمنځ او درېیمه هغه هم په نیوزیلنډ کې د سویس او ناروې د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.



د ټویټر ټولنیزې شبکې نښان بدل شو

Pa.azadiradio.com 

د ټویټر مشهور نښان، اسماني رنګې مرغۍ، پهX بدل شو. د ټویټر څښتن ایلان مسک او اجرایوي رییسې لینډا یاکارینو، هر یوه په جلا ټويټونو کې د دوشنبې په ورځ د ټویټر نوې لوګو اعلان کړه. د اسماني رنګې مرغۍ ځای د X خط واخیست. اغلې یاکارینو پر خپله ټویټر پاڼه په سان فرانسیسکو کې د ټويټر شرکت له مرکزي دفتره د نوې لوګو سره پر خپاره کړي عکس لیکلي: "دا ایکس دی. راځئ چې دلته پیل وکړو." د دوشنبې د ورځې په پيل کې د ټویټر د ټولو کاروونکو اکاونټونو کې اسماني رنګې مرغۍ لیدل کېده، خو د ایلان مسک او مېرمن یاکارینو په ځانګړي اکاونټ کې د ټویټر لوګو په X بدله شوه. Читать дальше...

افغانستان کې د سېلابونو درانه زیانونه؛ ملګرو ملتونو د مرستو لپاره ارزونې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو ناڅاپي سېلابونو لسګونه کسان وژلي، سلګونه کورونه او زیاتې کرنیزې مځکې یې ویجاړې کړې دي. د خوراکي موادو نړیوال پروګرام وايي، د دوی ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې دي، وضعیت ارزوي څو زیانمنو شویو خلکو ته د خوراکي موادو بېړنۍ مرستې ورسوي. د کډوالۍ نړیوال سازمان هم پر خپل ټویټر ویلي چې د دوی مرستندویه ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې دي څو اوښتي زیانونه معلوم او خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي. د طالبانو په حکومت کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت... Читать дальше...

رسنۍ: په افغانستان کې سېلابونه د افغانانو کړاوونه لا زیاتوي

Pa.azadiradio.com 

دیپلومات: دیپلومات مجلې د افغانستان د طالبانو له حکومت سره د ازبکستان د اړیکو په اړه لیکنه خپره کړې ده. د دې لیکنې په پیل کې د روانې جولای میاشتې په اتلسمه په اسلام اباد کې د پاکستان، ازبکستان او طالب چارواکو هغې غونډې ته اشاره شوې، چې په افغانستان کې د رېل لارې د جوړېدو په اړه موافقه پکې وشوه. دا رېل لاره به د جوړېدو په صورت کې ازبکستان د افغانستان له لارې له پاکستان سره وصل کړي. د دیپلومات مجلې پر اساس، په پام کې ده چې دا پروژه تر ۲۰۲۷ م کال پورې بشپړه شي او تر ۲۰۳۰ پورې به له دې لارې د کال تر ۱۵ میلیون ټنه پورې توکي انتقالېدای شي. Читать дальше...

په ۳۵۹ میلیون ډالره د 'کیلیان امباپې' د اخیستلو وړاندیز شوی

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان الاهلي فوټبال کلب په ۳۵۹ میلیون ډالره د فرانسوي لوبغاړي کیلیان امباپې د اخیستلو وړاندیز کړی دی. امباپې اوس په 'پاري سن ژېرمن' لوبډلې کې لوبېږي او دغه ټیم ویلي چې امباپې ته یې اجازه ورکړې چې له سعودي کلب سره خبرې وکړي. پاري سن ژرمن کلب په عین حال کې باور لري چې امباپې به د لوبو د روان فصل په پای کې د هسپانیا ریال مادرید ته لاړ شي. تر دې وړاندې پاري سن ژرمن کلب په ۲۰۱۷ م کال نیمار په دوه سوه میلیون پونډه د هسپانیا په بارسلونا کلب پلورلی و چې د فوټبال په تاریخ کې د یوه لوبغاړي لپاره تر ټولو لوړه بیه وه.

ترکیې په ۶ میاشتو کې ۱۵ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي

Pa.azadiradio.com 

ترکیې په ۶ میاشتو کې ۱۵ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي. په ترکیه کې د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې پرون دوشنبه وویل چې په دغه هېواد کې ۳ سوه زره افغانان رسماً ثبت شوي چې اکثره د لنډې مودې لپاره دغه هیواد ته تللي دي خو د هغوی په منځ کې ۴۸ زره د اوږدې مودې د اقامت اسناد لري. د دې ټولنې د معلوماتو پر اساس د ترکیې حکومت د روان میلادي کال له پیله د جون تر ۲۲ پورې ۱۵ زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي. په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته ترکیې ته د افغانانو تګ زیات شو. ډېری افغانان... Читать дальше...

یوه افغانه ښځینه قاضي له دعوې ګټلو وروسته بریتانیا ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

یوه افغانه ښځینه قاضي په محکمه کې له دوه کلنې دعوې وروسته وتوانېده چې له خپل زوی سره بریتانیا ته لاړه شي. د بریتانیا رسنیو پرون دوشنبه راپور ورکړ چې دا ۵۳ کلنه ښځه کابو دوه کاله پخوا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان ته لاړه او له هغه ځایه یې په بریتانیا کې د پناه غوښتنه وکړه، خو وروسته له دې چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د هغې غوښتنلیک رد کړ، د هغې مدافع وکیل د استېناف په محکمه کې دعوه اقامه کړه. د راپورونو له مخې، د دې ښځې دعوې کابو دوه کاله دوام وکړ. هغه چې په امنیتي دلایلو یې... Читать дальше...

د ترکیې یوې موسسې په افغانستان کې د تعلیمي چارو لپاره سټډیوګانې جوړې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ موسسې د معراج په نوم په افغانستان کې د تعلیمي چارو لپاره دوې سټډیوګانې جوړې کړي دي. د ترکي رسنیو د راپور له مخې، معراج تلوېزیون د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې په ملاتړ په افغانستان کې تعلیمي او کلتوري پروګرامونه خپروي. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې شوي، له همدې امله بېلابېلو رسنیو هڅه کړې چې د انټرنېټ یا راډیو له لارې له زده کړو پاتې نجونو ته د زده کړو پروګرامونه جوړ کړي. د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ موسسې... Читать дальше...

ټویټر کمپنۍ د دې ټولنیزې شبکې نوې لوګو نندارې ته وړاندې کړه

Pa.azadiradio.com 

ټویټر کمپنۍ د دې ټولنیزې شبکې نوې لوګو نندارې ته وړاندې کړه. په نوې لوګو کې، چې تور رنګ لري، د ایکس x توری په سپین رنګ ښکاري. د ټویټر عملیاتي ريیسې لینډا یاکارینو د نوې لوګو د ښکارولو په اړه پرون دوشنبه په یوه ټویټ کې ولیکل: "ایکس دلته دی راشئ ورڅخه کار اخیستل پیل کړئ." تر دې وړاندې د ټویټر خاوند ایلن مسک ویلي وو چې د ټویټر لوګو، چې یو مرغه دی، لېرې کوي. مسک تېر کال ټویټر له یوې جنجالي معاملې وروسته په ۴۴ میلیارد ډالره واخیست.



Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Рихард Вагнер

В Зарядье покажут постановку Рихарда Вагнера «Летучий голландец»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


WTA

Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Свыше 600 навалов мусора устранили в Подмосковье за неделю



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России