کرکټ؛ د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له سریلانکا سره سیالي لري
![کرکټ؛ د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له سریلانکا سره سیالي لري](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-4564-08db2399b101_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان تر ۱۹کلنو کم عمره کرکټ لوبډله نن له سریلانکا سره سیالي لري.
لوبه له ماسپښین وروسته د افغانستان پر وخت درې نیمې بجې په متحده عرب اماراتو کې پیلېږي.
په مخکینۍ لوبه کې چې د مارچ په ۲۸مه شوې وه افغان لوبډلې د سریلانکا لوبډلې ته په څلورو منډو ماتې ورکړې وه.
خو افغان لوبډلې تېره پنجشنبه د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې په لوی توپیر ماتې خوړلې وه.
افغان کرکټ لوبډله د روانې لوبلړۍ د جدول په سر کې دی چې درې لوبې یې ګټلي او دوه یې بایللي دي.
ورپسې بنګله دېشۍ لوبډله دویم او د سریلانکا لوبډله په درېیو ماتو سره درېیم ځای کې قرار لري.