Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

په پاکستان کې معترضې مېرمنې ملګرو ملتونو ته: طالبان په رسمیت مه پېژنئ

0
په پاکستان کې معترضې مېرمنې ملګرو ملتونو ته: طالبان په رسمیت مه پېژنئ

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ له جوړېدونکې غونډې مخکې په پاکستان کې یو شمېر معترضو افغان ښځو اعتراض کړی او له دې سازمان یې غوښتي چې طالبان په رسمیت ونه پېژني.

پاکستان ته د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر کډوالو شویو معترضو افغان ښځو غږ پورته کړ او نیوکه کوي چې نړیوالې ټولنې افغان نجونې او ښځې له یاده ویستلي دي.

دوی نن یکشنبه په اسلام‌اباد کې راټولې شوې او د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون یې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت ونه پېژني.

د دې اعتراض یوې ګډونوالې وحیدې امیري ازادي راډیو ته وویل، دلته په دې هدف راټولې شوي چې د ملګرو ملتونو له‌خوا د جوړېدونکې غونډې په اړه خپل اعتراض وړاندې کړي.

هغه وايي: "نړۍ ته زموږ اصلي پیغام دا دی چې لطفاً طالبان په رسمیت مه پېژنئ. د طالبانو په رسمیت پېژندل د افغانستان د خلکو پر وړاندې جنایت او نړۍ ته د یوه ګواښ خبرداری دی."

په پاکستان کې د راټولو شویو افغان معترضو ښځو له ډلې یوې بلې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، د طالبانو د اوسني رژیم پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان په پڅ سیاست هم نیوکه وکړه.

هغې وویل: "ملګري ملتونه یوې ډلې ته چې په افغانستان واکمنان شوي، غواړي رسمیت ورکړي. دوی تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د سپینولو او دوی ته د لابي ګرۍ لپاره ډېره هڅه کړې. له همدې امله طالبانو ته رسمیت ورکول، هغو ۲۶ ترهګرو ډلو ته رسمیت ورکول دي چې د طالبانو له راتګ وروسته یې د فعالیت اعلان کړی او طالبانو ته رسمیت ورکول د ټولو هغو افغانانو حاشیې ته کول دي چې ازادي یې له لاسه ورکړې."

د ازادي راډیو خبریال له طالبانو څخه د دې اعتراض په اړه غبرګون وغوښت، خو د حکومت ویاند یې ځواب ورنه کړ.

دا اعتراض د افغانستان په اړه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د جوړېدونکې غونډې په درشل کې شوی، چېرته چې تمه ده سبا او بل سبا د افغانستان وضعیت د څېړلو لپاره د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي سره راټول شي.

ملګرو ملتونو ویلي، د دوحې دوه ورځنۍ غونډې ته د طالبانو استازي نه دي بلل شوي.

مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوې مرستیالې امینې محمد ویلي وو، په دې غونډه کې به د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه هم بحث وشي.

خو د ملګرو ملتونو یوه مرستیال ویاند سټیفن دوجارېک وروسته وویل چې په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت پر رسمیت پېژندنې بحث نه دی شامل.

هاخوا په افغانستان کې یو شمېر افغانان وايي، د دوحې په غونډه کې باید د افغانستان د خلکو واقعي ستونزې وڅېړل شي او د حل لپاره یې بېړني ګامونه پورته شي.

کابل مېشتی مطیع‌الله شهاب وايي، د افغانستان په اړه جوړېدونکو غونډو کې د افغانانو ستونزې او اصلي غږونه نه پورته کېږي او په کار ده چې دا ځل د دوی د اوسني وضعیت په اړه هر اړخیز بحثونه وشي.

شهاب وویل: "له نړیوالو څخه مو هیله دا ده چې په موږ راوستي وضعیت او ناورین ته د پای ټکی کېږدي او نور د افغانستان او افغان ولس په اړه صادقانه کار وکړي او صادقانه عمل تر سره کړي."

یوه بله افغان مېرمن چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې پېژندنه وښيي، په دې غونډه کې د ښځو د حقونو په خوندیتوب د ټینګار تر څنګ وايي، هیله ده نړیواله ټولنه په افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا د لګول شویو ظالمانه بندیزونو او محدودیتونو له امله دوی مجازات کړي.

هغې وویل: "موږ هیله لرو چې طالبان د ټولو هغو امتیازاتو څخه محروم شي چې ورته په پام کې نیول شوي. په اوونیز ډول دې طالبانو ته ورکول کېدونکې ۴۰ میلیون ډالر بند شي، د دوی د بهرنیو سفرونو او تګ راتګ مخه دې ونیول شي."

خو د یو شمېر افغانانو له دې غوښتنو بر عکس بیا د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې د رسمیت پېژندنې او له دوی سره د تعامل غوښتنه کوي، هغه غوښتنه چې لا تر اوسه نړیوالې ټولنې نه‌ده منلې.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин. Главное за день





Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

OG Buda

Настоящая дружба: как Федук и OG Buda выглядели до популярности




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Чья компания сильнее всех?

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


Арина Соболенко

Арина Соболенко сняла траур по Кольцову и завела новые романтические отношения



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Здоровье

ТОП-10 продуктов, необходимых для здоровья щитовидной железы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России