Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

Новости за 08.03.2023

افغان کرېکټ بورډ 'د نولس کلنو ملي لوبډله' اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ بورډ د بنګله‌دېش او سریلانکا پر وړاندې درې اړخیزو سیالیو ته تر ۱۹ کلونو د کم‌عمره ځوانانو نوې ملي لوبډله اعلان کړه. د چهارشنبې په ورځ د مارچ میاشتې په ۸مه نېټه د کرېکټ بورډ غواروي کمېټې په یوه رسنیز کنفرانس کې وویل، اعلان شوې ملي لوبډله به د بنګله‌دېش او سریلانکا پر وړاندې درې اړخیزو سیالیو ته له هېواده بهر واستول شي. تر ۱۹ کلونو د کم‌عمره ځوانانو په اعلان شوې لوبډله کې نعمان شاه لوبډلمشر، کامران هوتک مرستیال لوبډلمشر، سهیل خان، سلیمان عربزی، حزب الله درانی، محمد هارون، خالد... Читать дальше...

سيما باهوس: له افغان ښځو سره د طالبانو 'ناوړه چلند' بايد پای ته ورسېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې سیما باهوس یو ځل بیا په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند د بندېدو غوښتنه وکړه. مېرمن باهوس بېګا د ملګروملتونو امنیت شورا ته په وینا کې هغه څه چې په افغانستان کې له ښځو سره روان دي جنسیتي اپارتاید یا توپیر وباله او ویې ویل چې، افغانستان له ښځو سره د ظلم تر ټولو شدید مثال دی خو زیاته یې کړه چې یوازینی هېواد نه‌دی. په همدې غونډه کې په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، دا غواړي په ټوله نړۍ کې د ښځو او... Читать дальше...

په اسلام اباد کې افغان مېرمنې په خېمو کې ژوند کوي

Mashaalradio.com 

د اسلام اباد د دنګو ودانيوو په منځ کې په يو پارک کې ځينو افغانانو خېمې وهلې دي. دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو لخوا د کابل تر نيولو وروسته پاکستان ته تللي دي. په دې خېمو کې مېشته اکثره نجونې تعليم يافته دي. خو په ژړغوني غږ وايي چې په خپل هېواد کې یې نور ژوند نه شو کولی ځکه چې هلته طالبانو د نجونو په لوړو زده کړو او د ښځو پر کار بندیزونه لګولي دي. دا په داسې حال کې ده چې نړۍ د مارچ اتمه، د ښځو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځي. دا افغانان په اسلام اباد کې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي لو له ډيرو سختيوو تيريږي. Читать дальше...



ايران کې د نجونو د مسمومېدو په تړاو يو شمېر کسان نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران عدلي او قضايي ادارو په لومړي ځل د هغې قضیې په تړاو یو شمېر کسان نیولي دي چې ځینو چارواکو د مسمومیتونو لړۍ بللې ده او د ټول هېواد په کچه یې له پنځه زرو زیات زده کوونکي چې اکثر نجونې وې، ناروغه کړې دي. د ایران د کورنیو چارو وزارت پرون- د مارچ په اوومه وویل، استخباراتي ادارو په اوو ولایتونو کې یو شمېر کسان د خطرناکو مواد د جوړولو په شک نیولي دي. د دې وزارت مرستیال وویل، ښايي همدا مواد د مسمومیتونو په هغو پېښو کې کارول شوي وي چې نږدې څلور میاشتې مخکې پیل شول او لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د نه بښنې وړ جنایت بللی. Читать дальше...

روسيې سره د بنديانو تبادلې په لړ کې ۱۳۰ اوکرايني پوځيان خوشې شوي دي

Pa.azadiradio.com 

کییف وايي، له روسیې سره د جنګي اسیرانو د تبادلې په لړ کې ۱۳۰ تنه اوکرایني پوځیان چې څلور ښځې هم په‌کې دي، خوشې شوي. د اوکراین په جمهوري ریاست کې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز اندرې ییرماک پرون پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې ولیکل، دی د خپلو ټولو هغو همکارانو د ډلې ستاینه کوي چې د ډېرې مودې لپاره یې د دې تبادلې پر عملي کولو کار وکړ. د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي چې د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو له‌خوا نیول شوي ۹۰ تنه سرتېري یې د پرونۍ تبادلې په نتیجه کې خوشې شوي دي.

د افغان مېرمنو په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

میراژ نیوز: اسټرالیایۍ ان‌لاین خپرونې میراژ نیوز په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې لیکلي چې په افغانستان کې د کاري فرصتونو د له لاسه تللو اصلي بار ښځو ته ورله غاړې دی. میراژ د کار د نړیوال سازمان وروستي راپور ته اشارې کوي او لیکي چې، په افغانستان کې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو کچه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ناڅاپه راولوېده. د کار نړیوال سازمان ILO په خپل راپور کې یادونه کړې چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال په ۴مه ربع کې د ښځو د کاري فرصتونو کچه د روان بحران له پیل مخکې د ۲۰۲۱... Читать дальше...

د ملګروملتونو سرمنشي اوکراين ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

ملګروملتونو خبر ورکړی چې د دې سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش پرون د مارچ په اوومه په یو ناڅاپي سفر جګړه ځپلي اوکراین ته سفر وکړ. نوموړی به دې هېواد ته د درېیم سفر په ترڅ کې له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره وګوري. وروسته له دې چې د ملګروملتونو چارواکو اعلان وکړ چې ګوتېرش اوکراین ته د سفر پر لاره پولنډ ته هم تللی، د دې سازمان مرستیال ویاند فرحان حق خبریالانو ته وویل چې ښاغلی ګوتېرش اوس مهال په اوکراین کې دی. د سرمنشي دفتر ویلي چې ګوتېرش به نن د مارچ په اتمه سهار مهال له زلنسکي سره وګوري او ټاکل شوې... Читать дальше...

يو شمېر لوېديځو هېوادونو افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د څو لوېدیځو هېوادونو او د اروپايي ټولنې ځانګړو استازو په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې. دې ډلې چې د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو، کاناډا، اسټرالیا، برېتانیا، اروپايي ټولنې، جرمني، فرانسې، ناروې، سویس او ایټالیا ځانګړي استازي په‌کې دي، پرون د مارچ په اومه په یوه ګډ بیان کې وویل، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د خرابېدونکي بشري او اقتصادي وضعیت لپاره ژوره اندېښنه لري. د دې ډلې مخکینۍ غونډه سږکال د فبروري په شلمه په پاریس کې وه. دا اندېښنې داسې مهال ښودل... Читать дальше...



ډبيلو‌اف‌پي: افغانستان کې د مرستو رسولو لپاره مو ازبکستان کې لوژستيکي ظرفيت ډېر کړی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، په افغانستان کې ټولو اړو کسانو د خوراکي توکو د مرستو رسولو لپاره یې په ازبکستان کې د خپل نوي جوړ شوي لوژستیکي مرکز ظرفیتونه زیات کړي دي. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وویل، نن سبا د ازبکستان د حکومت په همکارۍ له دې لوژستیکي مرکز څخه شا و خوا ۱۰۰۰ ټنه خوراکي توکي افغانستان ته لېږدول کېږي. نوموړی وايي: "دا مهال د ازبکستان د حکومت په همکارۍ د ورځې زر مټریک ټنه خوراکي مواد له پولې تر اوښتو وروسته افغانستان ته راوړل کېږي. Читать дальше...

بنګله‌دېش کې د يوې چاودنې له امله ۱۱ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې ۱۱ کسان هغه وخت مړه او په لسګونو نور ټپیان شول، چې د یوې تجارتي ساحې د یوه دفتر په ودانۍ کې چاودنه وشوه. پولیس وايي، د پرونۍ دې چاودنې علت معلوم نه‌دی، خو په باب یې څېړنې روانې دي. په بنګله‌دېش کې په ودانیو کې مرګونې اورلګېدنې او چاودنې عادي پېښې دي، ځکه په بنګله‌دېش کې زیات وخت د خوندیتوب معیارونه په پام کې نه نیول کېږي. چاودنه پرون پر ځايي وخت مازیګر مهال د یوې اووه منزله ودانۍ په څلورم منزل کې وشوه او د پولیسو یوه چارواکي باچو میا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي... Читать дальше...

مسکو کې يو مدني فعال پر اته‌نيم کاله بند حکوم شوی

Pa.azadiradio.com 

په مسکو کې یوې محکمې په ټولنیزو شبکو کې د مطالبو خپرولو په تړاو، یو فعال پر اته نیم کاله بند محکوم کړ. دغه محصل په اوکراین کې د روسیې پر روانه جګړه انتقاد کړی و او په بند د هغه محکومېدل د مخالفانو د ځپلو لپاره د کرملین بل اقدام ګڼل کېږي. د دمتري ایوانوف په نوم دغه ۲۳ کلن محصل چې فعال هم دی، د روسیې د پوځ په اړه د ناسمو معلوماتو په خپرونو محکوم شوی و. دا ډول یو عمل ته د روسیې د هغه قانون له‌مخې چې په وروستیو کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته وکیلانو په لوی اکثریت تصویب کړ، شدید مجازات په پام کې نیول شوي دي. Читать дальше...

د کډوالو کمېشنرۍ لغمان کې د يو ټولنيز مرکز د بنسټ ډبره اېښې

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په لغمان کې د یوه ټولنیز مرکز د بنسټ ډبرو اېښودو خبر ورکړ. دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي: "دا د UNHCR د کار یوه برخه ده چې عادي ژوند ته د راستنېدونکو کډوالو او بې‌ځایه شویو افغانانو د ستنېدو په برخه کې مرسته کوي." دغې ادارې د دې مرکز په باب نور توضیحات نه‌دي ورکړي.

يونېسف په پکتيا کې د دوو ماشومانو پر مړينه خواشيني ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف د پکتیا په څمکنۍ ولسوالۍ کې د دوو ماشومانو پر مړینه خواخوږي وښوده. دغې ادارې پرون په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې یونېسف د دغو دوو ماشومانو چې یو یې یوه کلنه نجلۍ او بل یې پنځه کلن هلک و، د مړینې له کبله خوابدې شوې ده. په دې پېښه کې، چې په اړه یې وضاحت نه‌دی ورکړل شوی، د یونېسف په خبره یوه نجلۍ او بل شپږمیاشتنی ماشوم ټپي شوي دي. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق وايي په ټولو حالاتو کې ټول ماشومان باید خوندي کړای... Читать дальше...

د طالبانو حکومت د پاکستان له زندانونو د ۷۴ افغان بنديانو د خوشې کېدو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څلور اویا نور افغان بندیان پرون له بنده خوشې او افغانستان ته ولېږدول شول. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په ولکه کې دی، تېره شپه په یوه ټویټ کې خبر ورکړی، چې تر اوسه تر یونیم زرو زیات افغان بندیان له پاکستانه خوشې شوي دي. په کراچۍ کې د افغان بندیانو د حقونو مدافع منیزې کاکړ، له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، ځینې بندیان ناروغان او په بد وضعیت کې دي. په وروستیو کې د پاکستان پولیسو د افغانانو نیولو ته زیاته مخه کړې ده... Читать дальше...

د ښځو نړيواله ورځ؛ اروپايي ټولنې پر دوو طالب وزيرانو بنديزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

د مارچ اتمه یا د ښځو نړیواله ورځ د نړۍ په نورو برخو کې په خوښیو سره لمانځل کېږي، خو په افغانستان کې د نجونو او ښځو په اړه وضعیت بدل دی. د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري په دې مناسبت پرون په یوه ټویټ کې ویلي: "د افغانستان په شپاړلسو ولایتونو کې تېره اوونۍ له ۴۵ افغان ښځینه مشرانو سره میټنګونه کړي." د رینا امیري په وینا، دغو ښځو ویلي، په غیردولتي مؤسسو کې د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو پر کار بندیز، مدني ټولنه ډېره ځپلې ده. مېرمن امیري لیکلي،... Читать дальше...

د روغتيا سازمان: اوکراين کې د جګړې له امله زرګونه کسان زيانمن شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر وايي، په اوکراین کې روانه جګړه د ټکان ورکوونکې مرګ‌ژوبلې او زیانونو سبب شوې ده. ولکر تُرک پرون سه‌شنبه په ژنیف کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په وینا کې وویل: "په اوکران کې جګړه د ملکي مرګ‌ژوبلې او د ټکان ورکوونکو ویجاړیو سبب شوې. د اوکراینیانو او د راتلونکو نسلونو حقوق به زیانمن شي، د سون او خوراکي توکو پر بیو او د هر هېواد پر جیوپولټیک کړکېچونو یې منفي اغېز کړی دی. دا ډول زیان کولی شي په اروپا کې د جګړې له لارې یو وار بیا ټولې نړۍ ته خپور شي." ... Читать дальше...

د مارچ اتمه او پر افغان مېرمنو د طالبانو بنديزونه؛ ښځې او فعالانې څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

نن د مارچ اتمه په داسې حال کې په نړۍ کې نمانځل کېږي چې په افغانستان کې نجونې او ښځې د طالبانو د محدوديتونو له امله دا ورځ په ښکاره ډول نه‌شي نمانځلی. افغان مېرمنې چې د زده‌کړو او کار په ګډون له خپلو اساسي حقونو محرومې شوې دي وايي، د طالبانو له‌خوا پر دوی د محدوديتونو له لګېدلو وروسته یې ژوند له سختو اقتصادي او رواني ستونزو سره مل دی. د طالبانو په یو نیم کلنه واکمنۍ کې پر ښځو ډېر محدوديتونه وضع شوي دي، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تللو اجازه نه‌لري، له پوهنتونونه منع شوي او له ځینو محدودو... Читать дальше...



Москва

Воскресшего Иисуса могут дополнительно установить в церквях, вместо черепа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

«Забыл, сколько мне лет», «хавчик», «на чилле» и другие великие мемы от Джигана




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


WTA

Потапова не смогла пробиться во второй круг турнира WTA в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Динамо

Минское «Динамо» одолело «Шахтер» на финише 9-го тура чемпионата Беларуси



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России