وېسټ له کرزي سره د افغان ښځو د تعلیم او کار په تړاو خبرې کړي
د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار د حق ورکولو پر موضوع خبرې وکړې. وېست پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې له کرزي سره په ټلیفوني خبرو کې یې ښوونځیو او کار ته د نجونو او ښځو د عاجل ستنېدو پر اړتیا بحث وکړ او د افغانانو ترمنځ یې د ډیالوګ پر لوري د ګام اخیستو په اړه خبرې وکړې. د کرزي د مطبوعاتي دفتر یوه غړي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته د شویو بحثونو په باب وویل: "په دغو خبرو کې دواړو لوریو له افغانانو... Читать дальше...