په سوډان کې د روانې جګړې له کبله د وژل شویو ملکیانو شمېر ۹۷ ته پورته شوی
په سوډان کې د روانې جګړې پر مهال د وژل شویو ملکیانو شمېر لږ تر لږه ۹۷ ته پورته شوی دی. سلګونه نور کسان ټپيان شوي هم دي. د سوډان د روغتیاپالانو یوه مرکز ویلي د مړو شمېر تر دې ډېر زیات دی ځکه د خرطوم په سړکونو باندې د وژل شویو کسانو جسدونه پراته دي او د جګړو د شدت په خاطر یې څوک نه شي پورته کولی. پرون دوشنبه هم د سوډان د پلازمینې خرطوم او نورو ښارونو په واټونو کې د پوځ او مخالفې ملېشه جنګیالیو تر منځ نښتې روانې وې. ګڼې برخې درنو چاودنو، ډزو او هوايي بریدونو په سر اخیستي. د سوډان پوځ د ملېشه... Читать дальше...