Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2023

Новости за 26.04.2023

ارزګان کې د مشهورې لوبې “دُوره” لیدو لپاره د خلکو راټولېدل

Pa.azadiradio.com 

ارزګان چې پخوا د افغانستان له نا امنه ولایتونو څخه وو، اوس نسبتاً ارامه شوی او خلک کولای شي چې په ځانګړو ورځو کې په پراخه توګه سره راټول شي. د اختر په ورځو کې دهراود ولسوالۍ د “دُورې” په نوم د دودیزې لوبې کوربه وو چې د لیدلو لپاره یې لسګونه کسان راټول شوي وو.

په افغانستان کې د ښځینه واکسیناتورانو او روغتیايي کارکوونکو ونډه مهمه وبلل شوه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، د بشري مرستو په رسولو او د مهمو واکسینونو په لګولو کې د ښځینه وو ونډه خورا مهمه ده. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د افغانستان په هغو سیمو کې د ګوزڼ یا پولیو د مثبتو پېښو شمېر زیات و، چې ښځینه واکسیناتورانې ورته نه شوای تلای. د یونېسف د افغانستان په څانګه کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسوول کمال شاه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د ښځینه واکسیناتورانو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو ونډه مهمه وبلله. هغه وویل... Читать дальше...

ځینې سیاسي جریانونه: د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره اوږده لار په مخکې ده

Pa.azadiradio.com 

ځینې سیاسي جریانونه وايي، د طالبانو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره اوږده لار په مخکې ده. ځینې سیاسي جریانونه وايي، د نړۍ له خوا د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع هغه وخت مطرح کېدای شي چې لومړی دوی داخلي مشروعیت ترلاسه کړي. د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت مرستیال او ویاند شاه محمود میاخېل پرون سې شنبه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "که داخلي مشروعیت نه وي، یعنې یو نظام یا یو حکومت د ولس په خوښه ونه ټاکل شي، ولس ارام نه وي، د بیان ازادۍ نه وي، د تعلیم، سیاست او د ژوند ازادۍ نه وي،... Читать дальше...



۷ میلیونه افغانانو ته د کوېډ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې بشپړ واکسین تطبیق شوی

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې ۷ میلیونه کسان د کرونا ویروس یا کوېډ۱۹ناروغۍ پر وړاندې بشپړ واکسین شوي دي. دغې ادارې پرون په ټویټر کې دغه جزییات خپاره کړي دي. د کرونا ضد واکسین په باب دا ارقام داسې وخت خپرېږي چې د طالبانو روغتیا وزارت وايي، په دې ویروس د اخته کسانو شمېر بیا زیات شوی دی. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډيو ته ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له لومړیو د کوېډ۱۹ ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر له ۱۶۰۰څخه تر ۱۷۰۰ پورې رسېدلی و، خو په تېره یوه میاشت کې دا شمېر تر ۲۵۰۰ ډېر شوی دی. Читать дальше...

اوچا: بشري مرستې د ګڼو افغانانو د ژغورنې لپاره وروستۍ لار ده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، د هغو ۲۸ میلیونه او درې لکه کسانو له ډلې چې روان میلادي کال بشري مرستو ته اړتیا لري ۴۹ فیصده یې ښځې او نجونې دي. دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې بشري مرستې د ګڼو کسانو د ژغورنې لپاره وروستۍ لار ده، ځکه دغه هېواد د درېیو کلونو له پرله پسې وچکالیو، د تېرو دوو کلونو له اقتصادي رکود او د څو لسیزو جګړو له اغېزو او وروستیو طبیعي افتونو سره مخامخ دی. د بخښنې نړیوال سازمان تېره میاشت د افغانستان د وضعیت په اړه راپور کې ویلي وو،... Читать дальше...

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونیزو مرکزونو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره په کتنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه. د ښاغلي کرزي مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د قطر د هغې غونډې په باب هم بحث وشو چې راروانه دوشنبه او سې شنبه پر افغانستان جوړېږي. د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې دواړو لوریو په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ملي ډیالوګ ژر تر ژره پیل ضروري وباله.

په مسکو کې د ایران، روسیې، سوریې او ترکیې چارواکو خبرې رغوونکې وبلل شوې

Pa.azadiradio.com 

په مسکو کې د ایران، روسیې، سوریې او ترکیې دفاع وزیرانو او استخباراتي مشرانو پرون سې شنبه په خپلو کې خبرې وکړې چې انقرې او مسکو رغوونکې خبرې بللې دي. دا د ترکیې او سوریې ترمنځ د اړیکو د رغولو د هڅو یوه برخه ده چې د سوریې د جګړې پر مهال زیانمنې شوې دي. ترکیه چې د ناټو غړی هېواد دی د هغو سیاستوالو او وسلوال اپوزیسیون ملاتړ کوي چې د ۱۲ کلنې کورنۍ جګړې پر مهال د ولسمشر بشارالاسد پر خلاف دي. ترکیې په وار وار د سوریې شمال ته خپل پوځیان هم لېږلي چې هلته د ځینو هغو ډلو پر خلاف وجنګېږي، چې انقره د خپل دښمن په سترګه ورته ګوري. Читать дальше...

د جرمني صدراعظم خپل چینايي سیال ته د برلین د سفر بلنه ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د جرمني یو خبري اژانس وايي، د دغه هېواد صدارعظم اولاف شولڅ خپل چینايي ساري لي کیانګ ته بلنه ورکړې چې په برلین کې ورسره خبرې وکړي. د جرمني ډي پي اې خبري اژانس لیکلي چې د جون میاشتې پر شلمه به د جرمني او چین د حکومت ګڼ چارواکي په دغو خبرو کې برخه ولري. اژانس وايي، جرمني د فرانسې، جاپان، هند، برازیل او اسراییل په ګډون له ګڼو سټراتیژیکو شریکانو سره دا ډول خبرې تنظیم کړې دي. برلین او پېکېنګ مخکې دا ډول خبرې په ۲۰۲۱م کال کې کړې وې، خو هغه د کوېډ۱۹ ناروغۍ د محدودیتونو له کبله دا خبرې د ویډیو کنفرانس له لارې وې. Читать дальше...

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر: په سوډان کې وضعیت لا هم خطرناک دی

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، په سوډان کې وضعیت لا هم خطرناک دی. جیمز کلیورلي پرون سې شنبه په لندن کې سکای نیوز ته وویل: "موږ په ټولو دولتي ادارو کې د خپلو پراخو پروګرامونو په عملي کولو او د وضعیت له سمېدو په استفاده له نړیوالو شریکانو سره یوځای له سوډان نه د برتانوي وګړو د ایستلو په چارو بوخت یو. خوشحاله یم چې په سیمه کې د ښکېلو لوریو ترمنځ اوربند اعلان شوی او موږ د تخلیې یوه طرحه پیل کړې ده." په سوډان کې ښکېل لوري تر لس ورځنې جګړې وروسته پر ۷۲ ساعته اوربند موافقه وکړه چې د سې شنبې له ناوخته یې عملي کېدل پیل شوي دي. Читать дальше...



Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин исключил запрет для самокатчиков ездить по тротуарам в Москве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Тренер СКА Попов назвал Басту адекватным футбольным руководителем




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов


ATP

Немец Зверев выбил россиянина Медведева из топ-4 ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

Зеленский пожаловался, что западная помощь опаздывает



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России