د چين ولسمشر د روسيې او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کړې
د چین ولسمشر شي جین پینګ د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کړې ده. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې شي جین پینګ پرون چهارشنبه د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره په ټليفوني خبرو کې د دواړو لورو په خبرو ټینګار کړی دی. هغه ویلي، اټومي جګړه هیڅ ګټونکی نهلري. دا خبرې داسې مهال کېږي چې پیکینګ وویل، غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي. د چین دولتي ټلوېزیون ویلي، د شي جین پينګ اداره غواړي چې یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره اوکراین ته خپل استازی ولېږي. چین... Читать дальше...