د سوډان له جګړې تښتېدلي امریکايي وګړي یوې خوندي سیمې ته رسېدلي
د امریکا د متحدو ایالتونو په سلګونو وګړي چې د سوډان له جګړې تښتېدلي دي، پرون شنبه د ځمکې له لارې خطرناک سفر بشپړ کړ او د سوډان یوه نسبتاً خوندي بندر ته ورسېدل. په وسلو سمبالو بې پېلوټه الوتکو دغه امریکايي وګړي بدرګه کوله. د امریکايي چارواکو په خبره د امریکا بې چلوونکې الوتکې له څو ورځو د دغو کسانو د راتګ لار څارله او د سوډان تر بندر پورې یې ۸۰۰ کیلومتره ساحې ته د وسله والې څارنې زمینه برابره کړې وه. د امریکايي وګړو په بسونو کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې امریکايي وګړو سپاره وو. د امریکا پر حکومت د... Читать дальше...