Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 04.02.2023

میرویس اشرف: د کرېکټ اسیایي هېوادونو له افغان کرېکټ بشپړ ملاتړ اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۵مه) په بحرین هېواد کې د کرېکټ اسیایي شورا په ناسته کې ګډون وکړ. ښاغلي اشرف پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې، د کرېکټ اسیایي هېوادونو له افغان کرېکټ څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د افغان کرېکټ د لا ډېرې پرمختیا او ملاتړ ژمنه یې وکړه. هغه وایي: "په یاده ناسته کې د شورا د بورډ د غړو له لوري افغان کرېکټ ته د بودیجې سلنه هم لوړه شوه چې په‌کې له ۶ سلنه، ۱۵ سلنې ته پورته کړل شوه چې له لوبیزو لوبلړیو به افغانستان ته ورکول کېږي." د افغان... Читать дальше...

پرتګال اوکراين ته د ليوپارد ټانکونو د ورکړې اعلان کړی

Pa.azadiradio.com 

د پرتګال صدراعظم اعلان کړی چې اوکراین ته به لیوپارد ۲ ډوله جرمني ټاکونه ورکړي. صدراعظم انتونیو کوستا نن د مرکزي افریقا جمهوریت ته له روانېدو مخکې له لوسا خبري اژانس سره په خبرو کې د دې ټانکونو د استولو د نېټې له یادولو پرته وویل چې، پرتګال د خپلو غیرفعالو لیوپارد ۲ ټانکونو د ترمیم لپاره د پرزو د پېرلو په اړه له جرمني سره د خبرو په حال کې دی. ښاغلي کوستا زیاته کړه چې دی پوهېږي چې اوکراین ته به په کوم شمېر دا ټانکونه واستول شي خو په مناسب وخت کې به یې اعلان کړي. اوکراین له خپلو لوېدیځو متحدانو... Читать дальше...

کابل کې يوې چاودنې دوه کسان ټپيان کړل

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن یوې چاودنې د طالبانو د امنیتي چارواکو په وینا دوه کسان ټپیان کړل. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالدځدراڼ په یوه بیان کې ویلي، پېښه د ماښام شاوخوا شپږ بجې پښتونستان واټ ته څېرمه په یو هایلکس موټر پسې د نښلول شوي مقناطیسي بم د چاودنې له کبله شوې ده. د هغه په وینا دواړه ټپیان عام خلک او زخمونه یې برسېرن دي. ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه چې، د پېښې په اړه د دوی پلټنې پیل شوې دي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته که څه هم د بمي حملو په شمېر کې تر ډېره کموالی راغلی خو وړمه ورځ... Читать дальше...



شېرپاو: تېرو وختونو کې د ترهګرۍ مخنيوي ته سمه پاملرنه نه ده شوې

Mashaalradio.com 

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو ويلي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد جوړې شوې قامي تګلارې نېشنل اېکشن پلان باندې د عمل نه کېدو له کبله يو ځل بيا ترهګرۍ سر راپورته کړی دی. نوموړي مشال راډيو ته ويلي چې د هېواد سياسي او اقتصادي حالات پر امن باندې منفي اغېز کوي.

مسکو د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

Mashaalradio.com 

ټاکل شوې ده چې مسکو روانه اوونۍ د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ د روسیې تاس اژانس ته وویل چې د منځنۍ اسیا د څو هېوادونو د امنیت شورا استازي، همداراز د هند، چین او پاکستان چارواکي به په دې غونډه کې برخه واخلي. د کابلوف په وینا د دغو هېوادونو استازیو ته بلنلیکونه استول شوې دي، خو ده په دې اړه نور جزییات ورنه کړل چې د طالبانو استازي به هم په کې برخه اخلي که نه. د طالبانو چارواکو او ویندویانو د مشال راډیو پرله پسې تماسونو... Читать дальше...

پرت سکارچرز د بیګ بیش سیالیو اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا د شلو اورونو د مخکښو سیالیو بیګ بیش په پایلوبه کې پرت سکارچرز د برسبن هيټ لوبډلې په ماتولو په پرله‌پسې توګه اتلولي وګټله. هیټ لوبډلې په پایلوبه کې د ۱۷۶ منډو هدف ټاکلی و چې، سکارچرز د وروستي اور په درېیم توپ د ۵ وېکټو په توپیر پوره کړ او د پینځم ځل لپاره یې اتلولي وګټله. د پایلوبې غوره لوبغاړی د پرت سکارچرز لوبډلمشر اشټن اګر ونومول شو، هغه نیمه سلیزه وهلې وه. سکارچرز لوبډلې د ټورنمنټ له پیله د نمرو په جدول کې د ډېرو لوبو په ګټلو په لومړي مقام کې وه. د یادونې وړ ده چې په بیګ بیش... Читать дальше...

د پکتيکا يو شمېر خلک: د سړې هوا له امله ځينو سيمو کې سپين‌ږيري او ماشومان مړه شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د برمل او ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې، د سړې هوا او کافي امکاناتو د نه لرلو له امله هر ورځ سپین ږیري، ماشومان او ښځې مړه کېږي. د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ يو اوسېدونکی چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې خپور شي وايي، د سړې هوا په پیل سره د دوی ژوند په ګیان ولسوالۍ کې سخت شوی. دا ادعا کوي چې، د سخت ژمي او امکاناتو د نه لرلو له امله هر ورځ د ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې د خلکو له مرګ خبرېږو. نوموړی وايي: "په ګیان والسوالۍ کې ډېر سخت ژمی راغلی دی، دلته حالات داسې... Читать дальше...

پر افغان مېرمنو د محدوديتونو ليرې کولو لپاره ولې عملي اقدامات نه‌کېږي؟

Pa.azadiradio.com 

له هغې وروسته چې امریکا له افغانستانه ووتله افغان مېرمنې د طالبانو له لوري له ګڼو محدویتونو سره مخ شوې خو د دغو محدویتونو د ليرې کولو لپاره ولې عملي اقدامات نه‌کېږي؟ محمد خاطر پردیس د مرکې په سر کې دغه پوښتنې له ښځینه فعالې سپوږمۍ صافۍ نه کړې. د اغلې صافۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:



پېښور کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد احتجاج شوی

Mashaalradio.com 

د فبرورۍ پر څلورمه د پېښور پرېس کلب مخې ته "پېښور ولسي پاڅون" د ترهګرۍ او ناامنۍ پر ضد احتجاج کړی. په دې احتجاج کې د پښتنو د حقونو فعالان او د سياسي ګوندونو استازيو ګډون کړی. د مشال راډيو خبريال شبير احمد جان په ژوندۍ بڼه د دې احتجاج حال شريکوي.

لسګونه روسي او اوکرايني بنديان له تبادلې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

Pa.azadiradio.com 

په لسګونو اوکرایني او روسیي جنګي زندانیان نن خپلو کورونو ته ستانه شول، د دواړو هېوادو چارواکو خبر ورکړ چې دا کسان تبادله شول. د اوکراین د ولسمشر سلاکار اندري یارماک په تیلګرام کې لیکلي دي چې، یو سل او شپاړس اوکراینیان ازاد شول. د ښاغلي یارماک په وینا په دې خوشې شویو اوکرایني سرتېرو کې یو شمېر د ماریوپل د جګړې دي چې تر میاشتې میاشتې په دغه جنوبي بندري ښار کې محاصره وو او روسانو دا ښار په ویرانه بدل کړ. همدا راز په دوی کې د خرسون د جګړې چریکان دی او یو شمېر هغه نښه ویشتونکي دي چې د جنوبي ښار باخموت د سختې جګړې پر مهال نیول شوي وو. Читать дальше...

پاکستان کې نورو هېوادونو ته د تګ په موخه مېشت يو شمېر افغانان پوليسو نيولي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پولیسو تېره شپه ناوخته یو شمېر هغه افغانان نیولي چې په دغه هېواد کې درېیم هېواد ته د تګ په موخه مېشت دي. افغان خبريال فيروز ايثار، چې دا مهال په پاکستان کې اوسېږي د خپل نیول کېدو کيسه کوي. نوموړی، چې له یوه کال راهیسې په پاکستان کې دی او بل هېواد ته د تګ په تمه دی، وايي، د پاکستان اسلام اباد په بهارکو سیمه کې پولیسو تېره شپه، دی او ۱۵ نور افغانان ونيول. نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "زه د خبريالانو په همکارۍ له حوزې ووتم. د هغو وطنوالو شمېر چې تېره شپه نيول شوي وو، ١٥ تنه وو او يوازې... Читать дальше...

په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان د کرکټ لوبغاړو پرمختګونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان کرکټ بورډ له عربي متحده امارتو سره لوبې کوي. د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان لوبغاړو پرمختګونه کړي. کرکټ بورډ د کم عمره ځوانانو لوبډله په کومو معیارونو ټاکي؟ د ازادو سیالیو په یوه لوبه کې د افغان لوبغاړي بری. د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري د جایزو لپاره د غوره لوبغاړو او روزونکو نوماندي. په خپرونه کې نور مطالب هم شته چې د لاندې لینک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

د بلخ په چمتال کې د یوې کورنۍ ۷ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلخ په چمتال ولسوالي کې د یوې کورنۍ اوه تنه وژل شوي دي. په بلخ کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند محمد اصف وزیري وایي، دا کسان د جرقلعه په سیمه کې په مرموز ډول د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوي چې د پېښې لامل هم معلوم نه دی. طالبان وایي چې دوی د دې پېښې څېړنه کوي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تېره اونۍ خبر ورکړ چې په تېر یوه کال کې د کورنیو شخړو، ناموسي وژنو او د ښمنیو له کبله په افغانستان کې ۱۵۹۰ کسان وژل شوي دي. د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي و چې... Читать дальше...

امریکا، فرانسې، بریتانیا او جرمني پر ایران ګډ اعتراض وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالتونو له فرانسې، بریتانیا او جرمني سره د جمعې په ورځ په یوه ګډ بیان کې پر ایران اعتراض وکړ چې د اټومي پروګرام په تړاو یې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې راپور ته بشپړ ځواب نه دی ورکړی. د ملګرو ملتو د اټومي انرژۍ څارونکې ډلې تهران ته د فبروري په لومړۍ نېټې وروسته تر دې خبرداری ورکړ چې له وار له مخه خبرتیا مخکې د فوردو په اټومي مرکز کې په تجهیزاتو کې تغیرات راغلي چې تر شپېته فیصده پورې یورانیم غني کولای شي. ایران ادعا وکړه چې نړیوالو څارونکو په تصادفي ډول رامنځته شویو بدلونونو ته نښې پرې ایښي، خو وروسته دا مسئله حل شوه.

جان کربي: افغان طالبان د نورې انزوا په لور روان دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږی کوونکی وایي، افغان طالبان د نورې انزوا په لور روان دي. جان کربي له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې د جمعې په ورځ وویل، طالبان د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي. کربي زیاته کړه چې طالبانو په دوحه کې ژمنه کړې وه او د کابل له نیولو وروسته یې بیا دا خبره وکړه چې دوی به د حکومت په توګه د ښځو او نجونو پرمختګ ته چې په افغانستان کې رامنځته شوی درناوی کوي، خو هغوی له دې ژمنو څخه سرغړونې کوي. جان کربي دا هم وویل، که طالبان د خپل نظام مشروعیت غواړي، د ټولنې... Читать дальше...

روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځو سیمو بیا بریدونه پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې نن د خطر زنګونه وروسته تر دې وشرنګېدل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې روسیي ځواکونو د دغه هېواد په ختیځ کې پر دونیڅک او لوهانسک سیمو بیا بریدونه پیل کړل. دا دویمه ورځ ده چې په اوکراین کې د خطر زنګونه وهل کېږي. پرون د زنګونو سربېره روسیي هوایي ځواکونو پر ملکیانو او اوکرایني تاسیساتو ډېرې حملې ونه کړې. د اوکراین لوی درستیز په یوه راپور کې وویل، دښمن ته په لیمان، افدیفکا، نوفوپافلیوکا او باخموت سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې درانه تلفات اوښتي دي. عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

مایکل مک‌کال: د افغان ښځو وضعیت خراب شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال وايي، له هغه وروسته چې امریکايي سرتېري له افغانستان ووتل، په دې هېواد کې د ښځو وضعیت خراب شوی دی. په افغانستان کې د طالبانو له لوري په نجونو او ښځو د کار او زده کړو تر سختو محدودیتونو وروسته د غبرګونونو په دوام د امریکا د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال ویلي له افغانستانه د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ښځو وضعیت خراب شوی دی. مک‌کال دا څرګندونې استازو جرګې ته، واشنګټن... Читать дальше...

هسپانيې کې د ښکاري سپيو په اړه قانون خلک وېشلي

Mashaalradio.com 

په هسپانيه کې د ښکاري سپيو سيالۍ کېږي. په دې سياليو کې برخه اخيستونکي زښت زيات چمتووالی نيسي او لګښتونه کوي، خو د ښکاري سپيو په اړه قانوني مسودې يوشمېر خلک اندېښمن کړي دي. د يو سازمان له شمېرو سره سم د ښکار صنعت د هغه هېواد په اقتصاد کې تر پينځه اربه يورو زياته برخه جوړوي. د رویټرز اژانس ويډيويي راپور.


Музыкальные новости
Александр Розенбаум

Певец Розенбаум похвастался возрождением сети советских пивных в Петербурге





Rss.plus
Александр Шохин

Было бы сесть предложено // Александр Шохин с почестями принял на своем съезде Владимира Путина




ЮKassa: число самозанятых россиян в 2023 году увеличилось на 34%

Историк Вятчин рассказал, куда можно поехать в Москве и Подмосковье в майские

Генерал, который не обманул: Тимур Иванов ответил за Пригожина?

Бесстыжие ванны и сон в лесу. Эксперт рассказала, куда поехать на майские




امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ وکړ

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړې استازولۍ، د یوه بل کال لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ څرګند کړی. په دې سازمان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ پرون ناوخته یوه اعلامیه کې لیکلي، متحده‌ایالات د اسټرالیا، اتریش، بلجیم، کاناډا، هالنډ، نیوزیلنډ او انګلستان په ګډون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ کوي، څو دا اداره وکولای شي د افغانانو بشري او اساسي اړتیاو پوره کولو کې مرستې ته دوام ورکړي. دې ادارې په خپله اعلامیه... Читать дальше...

مک‌کال: په افغانستان کې د ښځو وضعیت خراب شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال وايي، له هغه وروسته چې امریکايي سرتېري له افغانستان ووتل، په دې هېواد کې د ښځو وضعیت خراب شوی دی. مک‌کال دا څرګندونې د استازو جرګې ته، واشنګټن کې د افغانستان د پخوانۍ سفیرې رویا رحماني د بلنې په مناسبت کړې دي. د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له‌خوا یوه خبرپاڼه کې چې پرون ناوخته خپره شوې لیکل شوي، افغانستان کې له ښځو هر ډول ازادي اخستل شوې، ښوونځیو ته نه‌شي تلای او ان بې له محرمه د سفر اجازه هم نه‌لري. د استازو جرګې... Читать дальше...

د دایکندي معتادین: د طالبانو د حکومت نظاميان مو وهي ډبوي

Pa.azadiradio.com 

په دايکندي ولایت کې معتادین د طالبانو د حکومت د نظاميانو له چلند څخه شکايت کوي. (۳۳) علي رضا د ځوانۍ پر مهال د کار لپاره ایران ته ولاړ او (۲۵) کلن و چې هلته لومړی په تاریاکو او وروسته په هيرويينو معتاد شو. که څه هم ده افغانستان ته د راتلو پر مهال نشه پرې ایښې وه، خو دا چې په افغانستان کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېدل، دا کار د دې سبب شو چې علي رضا بېرته معتاد شي. علي رضا د دایکندي په مرکز نيلي کې په يوه کنډواله کې پيتاوي ته پښې غځولي او شکايت کوي چې د طالبانو د حکومت نظاميان دوی وهي... Читать дальше...

هالنډ د ارزګان د ۲۰۰۷ کال پېښې قربانیاتو ته تاوان ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ حکومت وایي، دوی به د محکمې د هغې پرېکړې لپاره استېناف ته مخه نه کړي چې په ۲۰۰۷ کال کې یې هالنډي پوځیان په افغانستان کې د بمبارۍ پرمهال د شلو ملکیانو پر وژنه تورن کړي دي. په هاګ کې یوې سیمه ییزې محکمې په نومبر کې د هالنډ له حکومته غوښتې و چې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته دې تاوان ورکړي. د هالنډ دفاع وزارت مخکې ویلي و چې دوی د ارزګان په چوره ولسوالي کې پر یوې کلا هغه وخت بمباري وکړه چې له هغه ځایه طالبانو د دوی پر هلکوپترو ډزې کړې وې. د هالنډ دفاع وزیرې کاجسا اولونګرین د جمعې په ورځ په... Читать дальше...

د پاکستان صدراعظم: د پیسو نړیوال صندوق د پور ورکړې شرایط سخت دي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ وویل چې د پیسو نړیوال صندوق اسلام اباد ته د پور د ورکړې لپاره له تصوره دباندې سخت شرایط ایښې دي، خو له منلو پرته بله لاره نه شته. شهباز شریف د ملکي او پوځي مشرانو د ګډې غونډې پرمهال پرون په پېښور کې دا خبرې وکړې. د پیسو د نړیوال صندوق یا ای ایم ایف استازیو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي. پاکستان له ای ایم ایف څخه شپږ اعشاریه پنځه میلیارده ډالر پور غواړي. د پاکستان د مرکزي بانک اسعاري زېرمه درې اعشاریه صفر نهه میلیاردو ته راښکته شوې ده او دا پیسې د څو اونیو وارداتو لپاره هم بسنه نه کوي. Читать дальше...

یونېسف: د افغان ماشومانو او مېرمنو ملاتړ ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف نوی استازی فران ایکویزا وایي، د افغانانو په ځانګړي ډول د ماشومانو او مېرمنو ملاتړ ته به دوام ورکړي. ایکویزا پرون په افغانستان کې خپل ماموریت پیل کړ. ده وویل، افغانستان د نړۍ په کچه له یو سخت ناورین سره مخامخ دی نو د یونېسف ماموریت ډېر مهم دی. ایکویزا زیاته کړه چې د یونېسف نه ستړې کېدونکې ډله به خپل کار ته ادامه ورکړي. د طالبانو له لورې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز دا اندېښنې پیدا کړي چې بشري وضعیت به پسې خراب شي ځکه چې یو شمېر موسسې کار ته زړه نه ښه کوي. Читать дальше...



Москва

Более 100 студентов посетило СЛД Курск в рамках акции «Неделя без турникетов»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Рахманинов

Концерт в честь Сергея Рахманинова прошел в Воскресенске




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Кыргызстанцы завоевали медали на международном турнире по танцам в Москве

Депутат Московской областной Думы провела осмотр ФОКа в Волоколамске

Чемпион СССР по футболу Аркадий Николаев умер в 87 лет в Москве


Новак Джокович

Кто отец Дианы Джокович?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Дело о мороженом в музее: Бывшей чиновнице Минкульта дали семь лет



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России