Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 14.02.2023

د عمران خان لخوا د "زندان ډکولو" تحريک لپاره ځينې ښځې هم نومليکنه کوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیر اعظم عمران خان د ګوند د ځينو مشرانو د ګرفتارۍ او په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې پر وخت د انتخاباتو نه کولو پر ضد د "جیل بهرو" یا زندان ډکولو تحریک پيلولو اعلان کړی دی. د نوموړي تر اعلان وروسته د ګوند يوشمېر پلويان د دې تحريک لپاره خپل نومونه ليکي چې ځينې ښځې هم پکې شاملې دي.

د پاکستان په پارلېمان کې د ترهګرۍ پر خطر بحث شوی دی

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د فبرورۍ پر ۱۳ مه د پارلېمان په شریکه غونډه کې د ترهګرۍ پر موضوع بحث شوی دی. د بحث پر مهال د پارلېمان غړو د پوځ پر کردار هم نیوکی کړي او پوښتنه یې راپورته کړه چې اووه لکه پوځ د يو څو زره وسلوالو په ځپلو کې ولې پاتې راغلی دی. بل خوا د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ولسي پاڅون تر سیوري لاندی یوه لويه ولسي غونډه شوې ده

د جنوبي اسیا ډله: د طالبانو ظالمانه کړنو بشري ناورین رامنځته کړی

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي اسیا ډله وايي، طالبانو د بشري حقونو د تضمین لپاره د حساب ورکونې ټول میکانیزمونه له منځه وړي دي. د جنوبي اسیا ډلې د یوه راپور پایلې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني په دغه هېواد کې د بشري حقونو او اساسي قانون د تر پښو لاندې کېدو لامل شوې ده. د جنوبي اسیا ډلې، په سویلي اسیا کې د اقلیتونو په اړه خپل د ۲۰۲۲کال راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د بشري حقونو د تضمین لپاره د حساب ورکونې ټول میکانیزمونه له منځه وړي دي. د جنوبي اسیا ډله د بشري حقونو د فعالانو او د بشري حقونو د سازمانونو... Читать дальше...



د افغانستان کرکټ بورډ د توپ وهنې او توپ اچونې برخو کې روزونکي وټاکل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې دوه پخواني لوبغاړي عمران فرحت او رانا نویدالحسن د لوړو کارکردګیو مرکز د توپ وهنې او توپ اچونې د روزونکو په توګه ګومارلي دي. کرکټ بورډ ادارې پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې له دې وروسته به نوموړي روزونکي په یاد مرکز کې د افغان لوبغاړو پر وړتیاوو کار کوي. دغه اداره لیکلي: "د افغانستان کرکټ بورډ د لوړو کارکردګیو مرکز په دې وروستیو کې د ادارې د مشرتابه په سپارښتنه رامنځته شوی چې په کې به د افغان لوبغاړو پر غوره توپ اچونه، توپ وهنه، فزیکي تکړښت او پیاوړتیا... Читать дальше...

سیما باهوس: ملګري ملتونه له افغان ښځو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو چارو اجراییوي رییسه وايي، د نړۍ په هېڅ ځای کې ښځې د نارینه وو له امله د افغانستان په څېر اغېزمنې نه‌دي. سیکنه حسیني یوه له هغو ښځو ده چې یوې نادولتي موسسې کې یې کار کاوه، خو وروسته له دې چې طالبانو په دې موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه، اوس په کور ناسته ده. نوموړې ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په دې دوو میاشتو کې معاش ورکړل شوی، خو له دې اندېښمنه ده چې دا لړۍ به دوام ونه وکړي. حسیني وايي: "که دا وضعیت دوام وکړي، هغه بنسټونه چې موږ ورسره کار کوو، حقوق به مو رانه... Читать дальше...

پاکستان پر خپلو خلکو د ۱۷۰ میلیارد روپیو په کچه تازه مالیې وضع کوي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان چې د پیسو زېرمې یې تشې شوي، په پام کې لري چې په روانه میاشت کې پر خپلو خلکو د ۱۷۰ میلیارد روپیو په کچه تازه مالیې وضع کړي. پاکستاني چارواکي او څارونکي وايي، د پاکستان حکومت به د پیسو د نړیوال صندوق یا ای ایم ایف د مالي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره په روانه فبروري میاشت کې له خلکو ۱۷۰ میلیارد روپۍ تازه مالیې راټولې کړي، که څه هم دوی اټکل کوي چې دا نوې مالیې ښايي په پاکستان کې روان انفلاسیون لا چټک کړي. اقتصاد پوهان او سیاستوال دا وېروونکې وړاندوینه وروسته له هغه کوي چې ای ایم ایف د ۲۰۱۹... Читать дальше...

علي وزیر له زندانه خوشې شو

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان په پارلمان کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر په کراچۍ کې له زندانه خوشې شو. هغه څه دپاسه دوه کلونو راهیسې په زندان کې و. پر هغه تور و چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر ضد یې د خبرو په کولو سره خلک پارولي وو، خو وزیر دا تورونه بې بنسټه بللي. نور په ویډیو کې:



علي وزیر له زندانه خوشې شو

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او په پارليمان کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر په کراچۍ کې له زندانه خوشې شو. هغه څه دپاسه دوه کلونو راهیسې په جېل کې وو. پر نوموړي تور وو چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر ضد یې د خبرو په کولو سره خلک پارولي وو. خو نوموړي دا تورونه یې بنياده بللي او وکيلانو یې ويل چې مقدمې سیاسي دي. ويډيو: نياز علي ايډيټ: بشيرګواښ

د پاکستان وزیراعظم او بهرنیو چارو وزیر د غمرازۍ لپاره د ترکيې او شام سفارتونو ته ورغلي

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د فبرورۍ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د ترکيې سفارت ته ورغلی او هلته یې له ترک سفیر او نورو چارواکو سره په هغه هېواد کې پر راغلې زلزلې خپل خپګان څرګند کړ. د وزيراعظم دفتر له خوا په خپاره شوي بيان کې ويل شوي شهباز شریف د ترکيې له سفیر سره په خبرو کې ویلي چې هېواد یې په دې سخت وخت کې له ترکيې سره هر ډول مرستې ته چمتو دی او هڅه یې ده چې هغه هېواد ته ځینې نور مرستندویه ډلې او طبي عمله هم ولېږي. نوموړي ویلي: "موږ وار له مخې مرستندویه ټیمونه او الوتکې ترکیې ته استولي دي. زموږ... Читать дальше...

د طالبانو رېل پټلۍ ادارې له ازبکستان سره دوه کلن هوکړه لیک لاسلیک کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د رېل پټلۍ ادارې له ازبکستان سره د سوداګریزو مالونو د انتقال د دوه کلن هوکړه لیک د لاسلیکېدو خبر ورکړی. د طالبانو حکومت تر واک لاندې باختر اژانس د یادې ادارې د مسوولانو له قوله لیکلي چې دغه هوکړه ازبکستان ته د طالبانو د حکومت د تللي یو پلاوي او دغه هېواد د رېل پټلۍ ادارې ترمنځ شوې ده. د باختر اژانس په راپور کې راغلي چې د دغې هوکړې پر بنسټ له دې وروسته د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې ستونزې نه رامنځته کېږي. په راپور کې د طالبانو د حکومت د رېل پټلۍ ادارې د مسوول ملا بخت‌الرحمن... Читать дальше...

امریکا د داعش خراسان څانګه د افغانستان لپاره یو خطرناک ګواښ بولي

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو سازمان یوه راپور کې روښانه کړه چې داعش نیت لري په کابل کې د ایران، چین او هند په سفارتونو بریدونه وکړي، د طالبانو حکومت وايي، د کابل په کارته‌نو کې یې د داعشیانو یو پټنځای له‌منځه وړی.

قادر اېډوکېټ وايي علي وزير په ناقانونه توګه په زندان کې ساتل کېږي

Mashaalradio.com 

له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ وایي چې د فبرورۍ له اتمې راهیسې په کراچۍ زندان کې د علي وزير پاتې کېدل یو "غيرقانوني" ګام دی. قادر خان د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې د عدالتونو له امر وروسته د خیبر پښتونخوا حکومت د سیند حکومت ته تېره اوونۍ په یوه لېږل شوي لیک کې د علي وزیر د خوشې کولو ویلي خو د هغه په وينا د سیند صوبایي حکومت څه عمل نه دی ورباندې کړی. بل خوا د سيند د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام ميمن ويلی چې د صوبې له بېلا بېلو... Читать дальше...

په افغانستان کې د ازادي راډیو او امریکا غږ پر ویبپاڼو د بندیز د لرې کېدو غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې په افغانستان کې د ازادي راډیو او امریکا غږ پر ویبپاڼو د بندیز د لیرې کېدو غوښتنه کړې. د خبریالانو د ملاتړ دې ټولنې چې مرکز یې په نیویارک کې دی بېګا په یوه بیان کې وویل چې طالبان باید په افغانستان کې پر خبري رسنیو سانسور لرې او د ازادي راډیو او امریکا غږ اشنا راډیو ویبپاڼو ته لاسرسی ازاد کړي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو حکومت د تېر میلادي کال په وروستیو کې په افغانستان کې په منځنيو او ایف ایم څپو د ازادي او امریکا غږ راډيو ګانو خپرونې هم بندې کړې. Читать дальше...

د لاندي غوښه څنګه تيارېږي؟

Mashaalradio.com 

په ګڼو پښتنو سيمو کې خلک د پسه د غوښې لاندی کوي. لومړی د پسه يا ګډ پر غوښې په ځانګړې طریقې مالګه اچول کېږي. بیا دا غوښه لمر ته د وچولو لپاره ږدي. دا وچه غوښه بیا د کال په اوږدو کې خلک پخولی او خوړلی شي. لاندی په يخو او یا هغو سیمو کې ډېر کېږي چې له بازاره ليرې وي. ویډیويي رپورټ.

پي اېس اېل: لاهور قلندرز ملتان سلطانز لوبډلې ته په ۱ منډه ماتې ورکړه

Mashaalradio.com 

لاهور قلندرز لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې جوړې کړې. په ځواب کې ملتان سلطانز لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې جوړې کړې او لوبه يې په يوه رنز وبايله.


Музыкальные новости
Юрий Лоза

«Это теперь не россияне»: Юрий Лоза прокомментировал намерение Хаматовой вернуться





Rss.plus
Арцах

По запросу Баку в Москве незаконно был задержан известный российский политолог Михаил Александров




Андрей Воробьев встретился с бойцом СВО в Селятинской школе

Дачи и паводки. Эксперты рассказали, можно ли сдержать рост цен на стройку

В Москве арестован бывший подчиненный замминистра обороны Иванова

Ещё один гражданин Таджикистана. Суд арестовал 12-го фигуранта дела о теракте в «Крокусе»




یونېسف: په افغانستان کې د سړې هوا او ناروغیو له کبله سلګونه ماشومان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف ویلي، راپور یې ترلاسه کړی چې په تېره جنوري میاشت کې سلګونه ماشومان په افغانستان کې د سړې هوا او ناروغیو له کبله مړه شوي دي. یونېسف بې له دې چې د مړو شویو ماشومانو کره شمېر وښيي، د دوشنبې ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر خپور کړی دی. یونېسف دا هم نه دي لیکلي چې دغه ماشومان د افغانستان په کومو سیمو کې مړه شوي دي. دغې ادارې وړاندې لیکلي، ټیمونه یې په ټول افغانستان کې د ژمي پر مهال د خلکو لاسنیوی کوي. تر دې وړاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو... Читать дальше...

په ترکیه او سوریه کې د مرګونې زلزلې د قربانیانو شمېر ۳۷ زرو څخه اوښتی

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه او سوریه کې د مرګونې زلزلې د قربانیانو شمېر ۳۷ زرو څخه اوښتی دی. رویټرز خبري اژانس ویلي چې د مرګ ژوبلې ډېر شمېر یعنې نږدې دوه دېرش زره تراوسه په ترکیه کې ثبت شوی. د زلزلې یوه اونۍ ووته، خو لا هم د ژغورنې او پلټنې چارې پای ته نه دي رسېدلي او دې کار پر حکومتونو او ژغورونکو نیوکې زیاتې کړي دي. پرون دوشنبه هم لږ تر لږه اته کسان تر نړېدلو ودانیو لاندې ژوندي را ایستل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارټین ګریفیټس چې زلزله ځپلې سیمې یې له نږدې کتلي ویلي، د ژغورنې چارې پای ته په نږدې کېدو دي.

یو امریکایي پلاوی پاکستان ته ځي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې همدا اونۍ یو امریکایي پلاوی پاکستان ته ولاړ شي. دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن او اسلام اباد هڅه کوي د مخکېني صدر اعظم عمران خان د واکمنۍ پر مهال سړې شوې اړیکې بېرته ورغوي. رویټرز خبري اژانس وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار دیریک شالیت به د دغه پلاوي مشري کوي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا پلاوی به د فبرروۍ له ۱۴مې تر اتلسمې بنګله دېش او ورپسې پاکستان ته ولاړ شي او هلته به له لوړپوړو حکومتي چارواکو، د مدني ټولنو له غړو او سوداګرو سره وګوري.

په نیمروز کې له ایرانه راستانه شویو افغان کډوالو سره نقدي مرسته شوې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا او د خوړو نړیوال پروګرام پرون په نیمروز ولایت کې له ایران څخه هېواد ته سلګونه راستنو شویو افغان کډوالو ته نقدي مرستې ووېشلې. باختر خبري آژانس چې د طالبانو حکومت یې اداره کوي، خبر ورکړی چې ۴۷۳ راستنو شویو کورنیو ته هرې یوې ته اته نیم زره افغانۍ ورکړل شوې. ملګرو ملتونو ویلي چې په تېرو نهو میاشتو کې له ایران او پاکستانه شاوخوا ۷۲۸ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د معلوماتو له مخې په دې دوو هېوادونو... Читать дальше...

په بریتانیا کې د یو شمېر افغان خبریالانو حقوقي دعوه بریا ته نږدې شوې

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان خبریالانو په بریتانیا کې د کډوالو په توګه د منل کېدو لپاره خپله حقوقي دعوه بریا ته نږدې کړې ده. په دې قضیه کې اته تنه افغان خبریالان شامل دي چې په افغانستان کې یې د بي بي سي او یو شمېر نورو برتانوي رسنیو لپاره کار کړی دی. د دوی دا غوښتنه د بریتانیا حکومت مخکې رد کړې وه، خو د دې خبریالانو مدافع وکیلانو په تېره ډسمبر میاشت کې د لندن عالي محکمې ته وویل چې دې اتو خبریالانو د بریتانیا د ماموریت په ملاتړ په افغانستان کې کار کاوه او د دې معنا دا ده چې د طالبانو له سخت امنیتي ګواښ یا مرګ سره مخامخ دي. Читать дальше...

د 'افګانیکا' کتابتون مسوولیت د سویس یوه پوهنتون ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

د سویس د بېزل ښار پوهنتون ته د هغه کتابتون مسوولیت وسپارل شو چې نږدې نیمه پېړۍ مخکې یې بنسټ په افغانستان کې ایښودل شوی و. د بیزل پوهنتون په یوه بیان کې چې پرون دوشنبې خپور شو ویلي چې د افګانیکا په نوم دا کتابتون د افغانستان په اړه لیکل شوې شاوخوا ۳۰۰ خطي نسخې او له اویا زرو زیات تاریخي، تصویري اسناد لري. د سویس انفو شبکې د راپور له مخې د دې کتابتون بنسټ پاول او ویرونیکا بوښیریر دیتشي سویسي وګړو په ۱۹۷۵م کال کې ایښی و او له ۱۹۸۳ کال راهیسې یې چارې د بېزل ښار په یوه کلي کې یوې خیریه ټولنې سمبالولې. Читать дальше...



Москва

Спецвыпуск журнала «Стратегии развития» посвященный героям Великой Отечественной войны и Специальной военной операции


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: С 28 апреля до 12 мая городские службы будут работать в усиленном режиме



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Антонио Вивальди

«Вивальди. Времена Года. Шнитке. Кончерто Гроссо»: концерт в старинном соборе при поддержке Relax FM




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Шествие трубачей и уроки танцев: что ждет посетителей парков Москвы в майские праздники

В Москве завершился Кубок России по спортивному программированию

Спортсменка из Бутово выиграла «золото» на турнирах по художественной гимнастике


WTA

Мария стала соперницей Азаренко на турнире WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Спецвыпуск журнала «Стратегии развития» посвященный героям Великой Отечественной войны и Специальной военной операции



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России