د طالبانو حکومت ۲۷ نوې ولسوالۍ تاسیس کړي
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ۲۷ نویو ولسوالیو د جوړېدو خبر ورکوي. د طالبانو په کنترول کې د باختر اژانس د راپور له مخې په هغه مکتوب چې د کورنیو چارو وزارت ورلېږلی، دغه نوې ولسوالۍ په هلمند، فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو کې تاسیس شوي دي. ویل شوې چې دغه اقدام د هغو سیمو اوسېدونکو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره شوی چې لارې یې پېچلې دي. د خبر له مخې د ریاست الوزرا ادارې کمېسیون د دغو نویو ولسوالیو جوړېدل منظور کړي... Читать дальше...