په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر تر ۳۶زرو تنو واوښت
د دوشنبې تر ورځې پورې په ترکیه کې لږ تر لږه ۳۱۶۴۳ کسان مړه شوي او دا د ۱۹۳۹ کال راهیسې په ترکیه کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده. په سوریه کې د تېرې دوشنبې د ورځې د زلزلې له امله ۴۶۱۴ کسان مړه شوي دي. احصایې ښیې چې شاوخوا اتیا زره کسان په روغتونونو کې بستر شوي او تر یو ملیون ډېر خلک په موقتي سرپناه کې اوسيږي. له زلزلې چې يوه اوونۍ تېريږي، پرون هم په ځينو سيمو کې له ويجاړيو يو شمېر کسان ژوندي ايستل شوي دي. د ژغورنې ډلو نن هم د ايسارو کسانو د ژغورنې هڅو ته دوام ورکړ.