کرکټ؛ ملتان سلطان د کویټې ګلیډيټرز لوبډلې ته ماته ورکړه
د پاکستان غوره لیګ یا پي ایس ایل په درېیمه سیالۍ کې ملتان سلطان لوبډلې د ۹ وېکټو په توپیر د کویټې ګلیډيټرز لوبډلې ته ماتې ورکړه. کویټې چې لومړۍ توپ وهنه یې وکړه د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې د ۱۱۱ منډو هدف وټاکه. د دې لوبډلې مخکښ توپ وهونکی جېسن رای و چې ۲۷ منډې یې وکړې. د ملتان لوبډلې چټک توپ اچونکي ۲۲ کلن احسان الله په دې سیالۍ کې ۴ اورونه ترسره کړل، ۱۲ منډې یې ورکړې او ۵ وېکټې یې واخیستې. د یادې لوبډلې لوبډلمشر محمد رضوان او رېلې روسو د لوبې په ۱۴ اور کې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله. Читать дальше...