Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 07.02.2023

د سوېډن صدراعظم ترکيې سره د خبرو د بيا پيل چمتووالی ښودلی

Pa.azadiradio.com 

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن نن سې‌شنبې وویل، هرڅومره ژر چې ترکیه خبرو ته حاضره شي، دی چمتو دی چې له ناټو سره د سویډن د غړیتوب د غوښتنلیک په اړه په ټپه درېدلې خبرې پیل کړي. فنلنډ او سویډن په ناتو تړون کې د غړیتوب غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې روسیې پر اوکراین نوی یرغل پیل کړی و. د ناتو اکثره غړیو هېوادونو د شمالي اروپا د دغو دواړو هېوادونو غوښتنلیکونه منلي خو ترکیې تر اوسه هغه نه‌دي تایید کړي. تېر کال سویډن، فنلنډ او ترکیې د دغې پروسې د پر مخ وړلو لپاره موافقه وکړه خو انقرې تېره میاشت په دې... Читать дальше...

په ترکيې او شام کې د زلزلې ويجاړی

Mashaalradio.com 

په ترکیې او شام کې د ژغورنې ډلې د هغو کسانو د ایستلو کوښښ کوي چې په زلزله کې د ړنګو شويو ودانيوو تر ملبې لاندې دي. چارواکوي ويلي چې د وژل شويو شمير له ۵۰۰۰ اوښتی دی خو مړي‌تر دې ځکه زیاتېدلی شي چې لا هم ډير خلک د ويجاړو ودانيوو لاندې دي. ترکیې په خپل هېواد کې ۷ ورخنی ملي ماتم اعلان کړی دی. په همدې حال کې نړيوالو شام او ترکیې ته مرستندويه ډلې او مرستې لېږل پيل کړي دي. په دې اړه له رويټرز ويډيو د اسرار عالم مومند جوړ کړی راپور وګورئ. يادونه: د ويډيو ځينې برخې ښايي‌ د ځينو کتونکو ته ځورونکې وي.

د روغتيا سازمان افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ډېرېدو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان WHOوایي، په افغانستان کې به روان ۲۰۲۳ کال شاوخوا ۸۷۵ زره ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخامخ وي او په دوی کې ۱۲۵ زره به یې له پېچلي وضعیت سره مخ وي. د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي چې، له ۲،۳ ملیونه زیات ماشومان به هم ښایي له متوسطې خوارځواکۍ سره مخ وي. همدارنګه ویل شوي چې، ۸۴۰ زره امیندواره مېرمنې او شیدې ورکونکي میندې به د خوارځواکۍ له بېړني حالت سره مخ وي. د بې پولې ډاکټرانو ټولنې یا MSF پرون په یوه راپور کې ویلي، افغانان د بې‌وزلۍ، محدودیتونو... Читать дальше...



د طالبانو حکومت د ترکيې او سوريې له زلزله‌ځپلو سره ۱۵مليونه افغانۍ مرسته اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ترکیې او سوریې له زلزله‌ځپلو سره د پنځلس ملیونه افغانیو د مرستې اعلان وکړ. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د دواړو هېوادونو له زلزله‌ځپلو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، د ترکیې له زلزله‌ځپلو سره د لس ملیونه افغانیو او د سوريې له هغو سره د پنځه ملیون افغانیو د مرستې اعلان کړی دی. دغه راز ویل شوي چې، د افغانستان د اسلامي امارت د ژغورنې او روغتیا ټیمونه هم چمتو دي، چې د اړتیا پر مهال د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي او خپلو ترکي او سوریايي زلزله‌ځپلو خویندو او ورونو ته مرستې ته ورسوي. Читать дальше...

کابل کې د کم‌عمره ځوانانو د فوټبال سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوري په کابل کې تر ۱۴ کلونو د کم‌عمره ځوانانو ترمنځ فوټبال سیالۍ پیل شوې. د فوټبال فدراسیون په وینا، د دغو سیالیو موخه له ۱۴ کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ورپېژندل دي. یاد فدراسیون دغه راز زیاتوي ډېر ژر به په نورو ولایاتو کې هم د کم‌عمره ځوانانو سیالۍ پیل شي. د یادونې وړ ده چې نن (د فبرورۍ ۷مه) په هرات ولایت کې هم د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوي دي.

ترکيه کې افغان سفارت: وروستۍ زلزلې يو شمېر افغانې کورنۍ هم اغېزمنې کړي دي

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي، په دغه هېواد کې د یوې زورورې زلزلې له امله یو شمېر افغانې کورنۍ هم زیانمنې شوې دي. د ترکيې په سفارت کې د افغانستان د جمهوري نظام سفير امير محمد رامين ازادي راډيو ته وويل، که څه هم افغانو کورنيو ته د دغې زلزلې له امله د اوښتو زيانونو کره شمېره تر اوسه معلومه نه‌ده، خو په خبره یې دغو کورنیو ته زیات زیانونه اوښتي دي. نوموړي وويل: "موږ له پیل راهیسې د افغان کورنیو له استازو سره په تماس کې یو، که څه هم د زیانونو کره شمېره نه‌ده معلومه، خو یو شمېر افغانې کورنۍ چې... Читать дальше...

مشهور لوبغاړی د غریبۍ له وجې رستوران کې کار کوي

Mashaalradio.com 

اغا کليم په مېکسډ مارشل ارټس (د سوکوهنې او لغتو ګډه لوبه یا اېم اېم اې) کې د پاکستان دننه او بهر ګڼې جایزې ګټلې دي. خو هغه لوبغاړی وايي د مالي ملاتړ نه لرلو له امله، په یوشمېر بهرنيو هېوادونو کې په سیاليو کې له ګډونه پاتې شوی دی. اغا کليم د کوټې دی او له لوبو دومره پیسې نه شي تر لاسه کولی چې د ژوند چارې پرې پرمخ یوسي نو ځکه په کراچۍ کې په رستوران کې کار کوي. د هغه د ژوند په اړه ویډیويي رپورټ.

يو شمېر نجونو محصلانو د زده‌کړو له بې‌برخې کېدو وروسته خياطي شروع کړې

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر ښځينه محصلانې وايي، له لوړو زده‌کړو د بې‌برخې کېدو له امله د رواني فشار د کمولو او د خپلو کورنيو د اقتصادي اړتياو د پوره کولو په موخه يې نوي کاروبارونه پيل کړي دي. د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو د پوهنځي يوه محصله چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم ياد شي وايي، وروسته له هغې چې طالبانو نجونې له پوهنتونونو راوګرځولې، دې ګلدوزۍ ته مخه کړه. نوموړې وايي، په دې برخه کې شاکردانې هم لري. هغې وويل: "کله چې طالبانو د پوهنتونو او مکتبونو دروازې وتړلې ما د ډېر زړه تنګون نه، د دې ترڅنګ چې... Читать дальше...



سوداګرۍ خونه: د افغانستان او ازبکستان د ريل کرښې له تړل کېدو وروسته سوداګر زيانمن شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او ازبکستان د ریل کرښې له تړل کېدو وروسته، یو شمېر افغانان شکایت کوي چې په بازارونو کې د خوراکي او ځینو نورو توکو بیې لوړې شوې دي. د کابل اوسېدونکی کمال چې د کورنۍ سرپرستي ور غاړې ده ازادي راډیو ته وویل، نه‌شي کولای اوسني وخت او د توکو په دې لوړو بیو کې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي. نوموړي وويل: "د خوراکي توکو لکه غوړو، وریجو او که لنډه یې ووایم د ټولو هغو شیانو چې له نورو هېوادونو راځي، بیې پورته شوي. بې‌روزګاري ډېره شوې ده. د خلکو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي. " د پلازمېنې کابل دغه... Читать дальше...

ترکيه او سوريه کې خونړۍ زلزله؛ د قربانيانو شمېر هره شېبه لوړيږي

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه او سوریه کې د پرونۍ زلزلې د مړو شمېره ۵۰۰۰ ته ورسېده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې په ترکیه کې د دې خونړۍ زلزلې د مړیو شمېر ۳۴۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۰ زرو ته رسېدلی. په سوریه کې د مړو شمېر له ۱۶۰۰ اوښتی او زرګونه نور ټپیان شوي دي. د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له‌مخې یوازې په ترکیه کې له ۶۰۰۰ زیاتې ودانۍ نړېدلي چې تر کنډوالو لاندې یې د پاتې کسانو د را ایستلو عملیات لاهم روان دي. اژانس د ملګروملتونو په حواله ویلي دي چې، په سوریې کې هم ۲۲۴ ودانۍ نړېدلي او ۳۲۵ نورې زیانمنې شوي. Читать дальше...

په کورني کرېکټ سياليو کې فيصل خان غبرګه سلیزه ووهله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په کورنیو کرېکټ سیالیو کې د میدان وردګ لوبغاړي فیصل خان غبرګه سلیزه ووهله. ښاغلي خان نن(د فبرورۍ ۷مه) د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د هلمند لوبډلې پر وړاندې ۲۰۴ ناسوځېدلې منډې وکړې. نوموړي ۱۶۴ توپونه لوبولي، ۲۵ څلوریزې او ۵ شپږیزې یې وهلي دي. دغه یو ورځنۍ سیالۍ چې د ۳۱ دویمه درجه ولایتونو ترمنځ روانې دي، رسمي حیثیت نه‌لري؛ خو د افغانستان کورني کرېکټ د کړنلارې له‌مخې راتلونکو سترو رسمي کورنیو سیالیو ته د رسېدو لپاره هر ځوان لوبغاړی باید په دې کچه سیالیو کې ښې لوبې ترسره کړي. Читать дальше...

د طالبانو حکومت: روسيه دې د مسکو ناستې ته د طالبانو استازی ور وغواړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي، چې د روسیې، چین، هند، پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو د ملي امنیت سالاکارانو دا ناسته به راتلونکې اوونۍ په مسکو کې جوړه شي، خو د غونډې دقیقه نېټه یې نه‌ده په ډاګه کړې. ضمیر کابلوف د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې په دې ناسته کې به د افغانستان په اوسني سیاسي – امنیتي وضعیت خبرې وشي او د سیمې د هېوادونو استازي به خپل نظریات او اندېښنې شریکې او حل لارې به ورته وړاندیز کړي. د طالبانو حکومت د رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې لیکلي،... Читать дальше...

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د ترکیې او شام زلزله ځپلو ته مرستې استولې دي

Mashaalradio.com 

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ترکیې او شام ته د زلزله ځپلو لپاره بشري مرستې لېږل پيل کړې دي. ایسوسيتيډ پریس خبري اژانس د فرورۍ پر اوومه ليکلي چې په يادو هېوادونو کې د تېرې ورځې زلزلې له ۵۰۰۰ زیات کسان وژلي دي. خو لا هم د ويجاړو شويو ودانيوو تر ملبې لاندې ایسارو خلکو د ایستلو کار روان دی نو ځکه د مړو شويو شمير زیاتېدلی شي. د دې اژانس د معلوماتو ترمخه، له ۶۰۰۰ زیات کورونه ويجاړ شوي او په ډيرو ځايونو کې بجلي پرې شوې ده. دغه اژانس په ترکیه او شام کې د ټپيانو شمېر له ۱۶ زرو ډېر ښودلی دی. د ترکیې ولسمشر رجب... Читать дальше...

د ځینو طالبانو د تایید شویو حسابونو په اړه 'ایلون ماسک' ته خبرداری ورکړ شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا یو شمېر جمهوریپالو وکیلانو د ټویټر اجراییه رییس ایلون ماسک ته د طالبانو د ځینو چارواکو د تایید شویو حسابونو په اړه خبرداری ورکړی دی. د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د استازو جرګې غړو پات فالون، کیت سیلف، روني جکسن او جیمز مویلان په یوه لیک کې ماسک پوښتلی دی چې ټویټر څنګه د دوی په وینا د شریرو عناصرو له خوا د دې ټولنیزې شبکې د ناوړه کارولو مخه نیسي او د ابي رنګه علامې په وسیله د حسابونو د تایید په بهیر کې د حساب لرونکو هویت څنګه چک کوي. ماسک وروسته له دې چې د ټویټر اجراییه رییس... Читать дальше...

په ترکیه او سوریه کې د پرونۍ زلزلې د مړو شمېر ۵۰۰۰ کسانو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه او سوریه کې د پرونۍ زلزلې د مړو شمېر ۵۰۰۰ او د ټپیانو زرګونو ته ورسېد. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په ترکیه کې د دې خونړۍ زلزلې د مړیو شمېر ۳۴۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۰ زرو ته رسېدلی. په سوریه کې د مړو شمېر له ۱۶۰۰ اوښتی او زرګونه نور ټپیان شوي دي. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې یوازې په ترکیه کې له ۶۰۰۰ زیاتې ودانۍ نړېدلي چې لا یې هم تر لاندې د پاتې کسانو د ژغورنې عملیات روان دي. اژانس د ملګروملتونو په حواله ویلي چې په سوریې کې هم ۲۲۴ ودانۍ نړېدلي او ۳۲۵ نورې زیانمنې شوي دي. Читать дальше...

د پاکستان پارلېمان ځينو غړو د جنرال مشرف لپاره د بخښنې له دعا کولو انکار وکړ

Mashaalradio.com 

د پاکستان د پارلېمان ګڼو غړو د هغه هېواد د پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف لپاره د مغفرت له رسمي دعا کولو انکار کړی دی. د فرورۍ پر شپږمه لومړی په سېنېټ او وروسته په قامي اسمبلۍ کې د غونډې پر مهال د پاکستان مسلم ليګ (ن) او پاکستان پيپلز ګوند په شمول ځينو نورو ګوندونو مشرف د ايين ماتوونکی او د يوشمېر کسانو په وژنه تورن وباله. د سېنېټ چيرمين چې کله د جماعت اسلامي ګوند له سېنېټر مشتاق احمد خان غوښتنه وکړه چې د پخواني پوځي امر، جنرال مشرف لپاره د بخښنې دعا وکړي نو هغه انکار وکړ. مشتاق احمد خان وويل... Читать дальше...

د پاکستان له یو زندانه ۴۰ نور افغانان خوشې شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د سند ایالت له یو زندانه د ۴۰ نورو افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړل شوی دی. باختر خبري اژانس چې د طالبانو حکومت یې اداره کوي نن د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د بیان په حواله راپور ورکړ چې دا کډوال په پاکستان کې د افغان سفارت او په اسلام اباد کې د کډوالو د ادارې د هڅو په نتیجه کې خوشې شوي دي. په بیان کې راغلي چې ټول خوشې شوي کسان به ډېر ژر د سپین بولدک د دروازې له لارې افغانستان ته واستول شي. بیان زیاتوي چې د کراچۍ په لندي او پېچي محبسونو کې د ۱۶۰ نورو افغانانو د خوشې کولو هڅې هم... Читать дальше...


Музыкальные новости
Певец

Певец Андрей Губин дал интервью в маске и заявил, что стал очень плохо выглядеть





Rss.plus
Анфиса Чехова

Отец из Панамы, школьная любовь и любимая еда: Елена Борщёва раскрыла все тайны на шоу ТВ-3 «Вкусно с Анфисой Чеховой»




Новый метод нейрореабилитации начали применять для бойцов СВО в Подмосковье

День труда Подмосковья отпраздновали во Фрязине

Губернатор Подмосковья сообщил о планах досрочно завершить ремонт бассейна в Селятино

Свыше 20 подтоплений ликвидировали в Подмосковье за день




د پاکستان حکومت پر ويکيپېډيا بندیز ليرې کړ

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت د معلوماتو نړيواله ويبپاڼه، ويکيپېډيا له دريوو ورځو تر بندیز وروسته، بیا پرانیستله.  د انټرنيټ ازادۍ مدافع او ټکنالوژي پوه، اسامه خلجي د فرورۍ پر اوومه پر ټويټر ليکلي چې اوس خلک کولی شي دغه پاڼه په پاکستان کې پرانیزي. هغه زیاته کړې چې قوانين د داسې بندیزونو اجازه نه ورکوي نو ځکهبايد بیا انټرنيټي پاڼې بندې نه شي. د پاکستان ټېليکمیونیکېشن اتارټي (پي ټي اې) د فرورۍ پر درېيمه په دغه هېواد کې ويکيپېډيا تړلې وه. د دغې ادارې ویاند خرم مهران د فرورۍ پر څلورمه مشال راډیو سره په خبرو کې... Читать дальше...

کراچۍ کې د بېکوره او بې مالکه څارويو د درملنې او پالنې مرکز جوړ شوی

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې يو غيرحکومتي سازمان د بېکوره او بې مالکه څارويو د درملنې او پالنې يو مرکز جوړ کړی دی. د دې سازمان مشران وايي چې په پاکستان کې اقتصادي ستونزو او ګرانۍ د دوی کار هم اغېزمن کړی دی. په دې اړه نور حال د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ويډيويي راپور کې.

په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر نږدې څلور نیم زرو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه او سوریه کې د خونړۍ زلزلې د قربانیانو شمېر نږدې څلور نیم زرو ته ورسېد. رویټرز اژانس لیکلي چې نږدې ۳۰۰۰ کسان په ترکیه او لږ تر لږه ۱۴۴۴په سوریه کې مړه شوي دي. اسوشېټېډپرېس خبري اژانس لیکلي، یوازې ترکیه کې له ۵۶۰۰ ډېرې ودانۍ ویجاړې شوي چې لا یې هم تر لاندې د بند پاتې شویو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي. دغه اژانس د ملګرو ملتونو په حواله ویلي چې د سوریې دننه هم ۲۲۴ ودانۍ نړېدلي او ۳۲۵ نورې تخریب شوي دي. په ترکیه او سوریه کې د ټپيانو شمېر هم له ۱۶ زرو ډېر ښودل شوی دی. د ترکیې ولسمشر... Читать дальше...

د اسټرالیا د شل اوریزو لوبډلمشر له نړیوال کرکټ تقاعد اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د شلو اورونو لوبډلمشر ایرون فينچ له نړیوال کرکټ لاس په سر شو. فينچ د کرکټ په ټولو فارمټونو کې د اسټرالیا لپاره ۲۵۴ نړیوالې سیالۍ ترسره کړې. هغه په ۵ ټېسټ، ۱۴۶ یو ورځنیو او ۱۰۳ نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ولوبېده. اسټرالیا په ۲۰۲۱ کال کې د ایرون فینچ په لوبډلمشرۍ د شل اوریزو سیالیو لومړنی نړیوال جام ګټلی و. نوموړی په نړیواله کچه یوازینی لوبغاړی و چې د یوه هېواد لپاره په ۷۶ نړیوالو سیالیو کې لوبډلمشري کوي. هغه د اسټرالیا په میلبرن کرکټ لوبغالي کې رسنیو ته ویلي دي... Читать дальше...

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه بحث کوي

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو د سازمان یا او ای سي عمومي منشي حسین ابراهیم طه وايي چې په افغانستان کې روان بدلونونه د فلسطین په څېر د دې سازمان د اجراییه کمېټې د فوق العاده جلسې مهمه برخه ده. ښاغلي طه دا څرګندونې د اسلامي همکاریو د جګپوړو چارواکو د ۴۹مې غونډې په درشل کې پرون د دې سازمان مقدماتې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې. په پام کې ده چې د بهرنیو چارو د وزیرانو ۴۹مه غونډه د راروانې مارچ میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه جوړه شي. طه بېګا په یوه بیان کې وویل چې په پرونۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د استازي... Читать дальше...



Москва

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: в Москве начался сезон фонтанов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Денис Мацуев

Денис Мацуев выступит на «Владивостокских сезонах» в рамках ВЭФ-2024




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Спортсменка из Бутово выиграла «золото» на турнирах по художественной гимнастике

В Москве завершился Кубок России по спортивному программированию

Учитель из Бутово стала «Гуру физкультуры»


WTA

Линетт сыграет против Соболенко во втором круге турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Гинеколог объяснила, как будут оценивать репродуктивное здоровье россиян



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России