Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 08.02.2023

طالبانو د کابل له نړیوال هوايي ډګره د خلکو لېږد دروغ وباله

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه ترکیې ته د خلکو د لېږد مطلق دروغ او حقیقت نه لري. دوی وايي، یو شمېر کسانو هوايي ډګر ته مراجعه کړې وه چې بېرته رخصت شول. د ناسمو اوازو پر اساس یو شمېر کسان د چهارشنبې په ماښام د کابل نړیوال هوايي ډګر دروازې ته ولاړل څو ترکیې ته ولېږدول شي. نور په ویډیو کې:

د افغانستان د کرکټ کیسه

Pa.azadiradio.com 

رییس خان احمدزی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی او د هېواد د کرکټ د موسسانو له ډلې دی. رییس خان احمدزی له هغه مهاله چې ملي لوبغاړو په جلا وطنۍ کې کرکټ کاوه، له هغوی سره ملګری و، او وروسته یې د هېواد د کرکټ بورډ په جوړولو کې هم رول د هېرېدو نه دی. احمدتکل د افغانستان د کرکټ له دې مخکښې څېرې سره خبرې کړي چې دلته وړاندې کېږي.



طالبان: ترکیه کې د زلزلې له کبله لږترلږه ۱۰۰ افغانان مړه او ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ترکیه کې د دوشنبې ورځې په زلزله کې لږترلږه ۱۰۰ افغان کډوال هم مړه او ټپیان شوي دي. د دې وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل نن ازادي راډیو ته وویل، دوی ته رسېدلو راپورونو له مخې لږترلږه ۱۰۰ افغانان مړه او ټپیان شوي او د هغوی کورونه هم وران شوي دي. د تکل په خبره دا شمېرې لومړنۍ دي او کېدای شي زیاتې شي. د رسمي شمېرو پر بنسټ په ترکیه او سوریه کې د دوشنبې ورځې زلزلې له ۱۱۲۰۰ د زیاتو کسانو ژوند اخیستی دی. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، احتمال لري چې... Читать дальше...

اسماعیل خان وايي حکومت او سیاسي ګوندونه دې د ناامنۍ د مسلې حل ولټوي

Mashaalradio.com 

په مشال مرکه کې مو د پېښور نومیالی خبريال او شنونکی اسماعيل خان مېلمه کړی دی. نوموړی له ۱۹۹۰ز کال راهيسې خبریالي کوي او اوسمهال په پېښور کې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان مدير دی. شنونکی اسماعيل خان وايي، ترهګرۍ خيبر پښتونخوا تر ټولو زياته ځپلې ده او په صوبه کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي. دی وايي، د دې مسلې حل موندل خورا اړین دي ځکه چې پوځي عملیات هم شوي دي او ولس ډېر پرېشانه دی. دی وايي، د ناامنۍ ختمولو لپاره باید حکومت او د سیاسي ګوندونو مشران سره کښېني او یوه کړنلاره جوړه کړي. له اسماعیل خان سره بشپړه مرکه واورئ.



واورې او يخنۍ د ترکيې په زلزله ځپلو سيمو کې مرستندويه چارې اغېزمنې کړې

Mashaalradio.com 

د ترکيې په زلزله ځپلي ملاتیا ولایت کې د زلزلې په دویمه ورځ د واورې اورښت مرستندویه هلې ځلې ټکنۍ کړې دي. د دې سیمې خلک وايي د کورنۍ غړي یې تر ړنګو شویو ودانیو لاندې بند پاتې دي خو د لټون او ژغورلو لپاره یې نه حکومت اقدامات کوي او نه دوی ورته پرېږدي. د ترکیې حکومت وايي د واورې او باران د اورښت پر مهال په ړنګو ودانیو کې د ژوندي کسانو د لټون له کبله د زیاتې مرګژوبلې اوښتو اندېښنه ده. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

وزیراعظم د پوځ او عدلیې بدنامولو ضد قانوني مسودې ته د بیاکتنې کمېټي جوړه کړې

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم د پوځ او عدلیې د بدنامولو جنايي قانون مسودې ته د بیاکتنې لپاره د وفاقي کابینې په غړو مشتمله کمېټي جوړه کړې ده. د وزیراعظم دفتر د فبرورۍ پر اوومه په بیان کې ویلي دي چې د کورنیو چارو وزارت د کابینې غونډې ته د ۲۰۲۳ز کال د جنايي قوانینو ترمیمي مسوده وړاندې کړه چې پکې د پوځ او عدلیې شهرت ته په تاوان رسولو کې ککړو کسانو ته د پینځو کلونو د بند سزا وړاندیز شوی دی. د هغه ترمیمي بل په اړه په پاکستان کې وار له مخه بحثونه روان ول او د بشري حقونو فعالانو او ادارو ورباندې نیوکې کولې. د کابینې... Читать дальше...

بایډن: موږ به تر هغو چې اړتیا وي، د اوکراین تر څنګ ولاړ یو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن تېره شپه په کانګرس کې وویل چې دا هیواد به تر هغه وخته د اوکراین د خلکو تر څنګ ولاړ وي چې ورته اړتیا وي. تیره شپه ملت ته په وینا کې بایډن وویل چې پر اوکراین د ولادیمیر پوتین وحشیانه حملو د دویمې نړیوالې جګړې د وژنو او ویجاړۍ یادونه تازه کړل.

اقتصادي ستونزې؛ ځینې افغانان او زرګران د سرو زرو له سوړ کاروبار شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره د نورو چارو تر څنګ د زرګرۍ کاروبار هم زیانمن شوی دی. د کابل د اوسېدونکي محمد قاسم د کوژدې دو نیم کاله کېږي. هغه وایي، خسرګنیو یې په واده کې ورباندې د سرو زرو غاړکۍ، غوږوالۍ، کړۍ او ګوتې ایښي، خو دی یوازې د دوه چلو د اخستلو توان لري، نو ځکه یې تر اوسه واده نه دی کړی. نوموړي وویل: "ولا د طلا قیمت حد ته رسېدلی، یو خو بېکاري ده، وضعیت خراب دی. زه تقریباً دو نیم کاله کېږي نامزاد یم، هغه وخت مې دنده درلوده، خو اوس وزګاره یم، وظیفه نه شته، طلا جګه... Читать дальше...

پاکستان د ترهګرۍ ختمولو وړتیا نه لري او که يې ختمول نه غواړي؟

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د پوليس لاینز پر جومات تر بريد وروسته په پاکستان کې يو ځل بیا د ترهګرۍ له مينځه وړلو بحثونه تاوده شوي دي. په هغه هېواد کې د ترهګرۍ او پرضد يې د اقداماتو شاوخوا دوه لسیزې کېږی خو لا هم دا مسله نه ده حل شوې. په مشال تر رڼا لاندې کې پر دې بحث شوی چې ایا پاکستان د ترهګرۍ د ختمولو وړتیا نه لري او که يې ختمول نه غواړي؟ د خپرونې جوړوونکی ګل ایاز دی.

د ترکيې او سوريې زلزله‌ځپلو سيمو کې پلټنې دوام لري؛ د مرګ‌ژوبلې د ډېرېدو احتمال شته

Pa.azadiradio.com 

ژغورونکې ډلې نن هم د ترکیې په ختیځ او ګاونډي سوریې کې د ویجاړونکې زلزلې د نړېدلو ودانیو لاندې د مړو او احتمالي ژوندي پاتې شویو کسانو لټون ته دوام ورکوي. په دواړو هېوادونو کې د دغې زلزلې له کبله د مړینو شمېر تر ۸ زره او اوه سوه تنو اوښتی. د ژغورونکو هڅې ځکه ورو دي چې په ځپل شویو سیمو کې هوا ډېره سړه ده او له زلزلې وروسته په سلګونونو ټکانونه محسوس شوي چې په ځانګړي توګه په ویجاړو شویو او بې ثباته ودانیو کې یې کار کول خطرناک کړي دي. د سوریې په جیندرس ښارګوټي کې یو نوی زېږلی ماشوم په داسې حال کې... Читать дальше...

مايکل مک‌کال: د طالبانو د دريځ نرمولو برخه کې د امريکا لومړنۍ ستراتېژي بريالۍ نه‌وه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مايکل مک‌کال ویلي دي، په افغانستان کې د طالبانو تر ظالمانه واکمنۍ لاندې ښځې له سختو کړاونو سره مخ دي. مايکل مک‌کال تېره ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، دا روښانه ده چې په افغانستان کې د طالبانو د دریځ د نرمولو او اعتدال ته د دوی د رابللو په برخه کې د امریکا د حکومت لومړنۍ ستراتېژي بریالۍ نه‌وه. ښاغلي مک‌کال په دې اعلامیه کې هیله ښودلې وه چې، د امریکا ولسمشر جو بایډن به د کانګرس غړو ته په خپله کلنۍ وینا کې د افغانستان او طالبانو په اړه رغنده... Читать дальше...

بایډن وايي که چین یې ملي حاکمیت ګواښي نو پر وړاندې یې اقدام کوي

Mashaalradio.com 

امریکايي ولسمشر جو بایډن د کانګرس دواړو جرګو غونډې ته په کلنۍ وینا کې پر یوشمېر کورنیو او نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړې. نوموړي د فبرورۍ اوومې وویل، له چین سره ګډ کار ته تیار دی خو که بیجنګ یې ملي حاکمیت ګواښي نو پرضد یې د خپلې خاورې دفاع لپاره اقدام کوي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا په وروستیو ورځو کې د چین یوه "جاسوسه پوکڼۍ" وویشته چې د بیجنګ غبرګون یې وپاراوه. د بایډن د ولسمشرۍ دورې د دویمې کلنۍ وینا په اړه د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

د پاکستان حکومت وايي د تېلو زېرمه کوونکو پرضد اقدام کوي

Mashaalradio.com 

مصدق ملک د فبرورۍ پر اوومه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، په پاکستان کې تر راتلونکو ۲۰ یا ۲۵ ورځو پورې کافي پېټرول او ډیزل شته دي او د فبرورۍ تر ۱۵مې نېټې مخکې د تېلو د بیو لوړولو "هېڅ امکان نه شته."

افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن متحده عربي اماراتو کې تمرينونه پيل کړ

Pa.azadiradio.com 

دغه تمرینونه چې په ابوظبي کې د شیخ زاید په لوبغالي کې ترسره کېږي، هدف یې راتلونکۍ اوونۍ له متحده عربي اماراتو سره شل اوره لوبو ته تیاری نیول دي. په پام کې ده چې، د دواړو لوبډلو ترمنځ درې لوبې د روانې میلادي میاشتې په ۱۶،۱۸ او ۱۹مه ترسره شي. د افغانستان او د متحده عربي اماراتو د کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوره لوبو دغه لړۍ وروسته له هغې تنظیم شوې چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ له افغانستان سره د دریو یو ورځنيو لوبو لړۍ چې ټاکل شوې وه، په مارچ میاشت کې ترسره شي، لغوه کړه. اسټرالیا دغه اقدام د طالبانو... Читать дальше...

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې يو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اوسپنې پټلۍ د ادارې یو پلاوی نن ازبکستان ته ولاړ چې د حیرتان- مزارشریف پر پټلۍ د سوداګریزو توکو د انتقال ستونزه هواره کړي. باختر اژانس چې اداره یې د طالبانو په لاس کې ده ویلي چې، په دغه پلاوي کې د طالبانو د ریاست الوزرا، د تدارکاتو د ملي ادارې او د مالیې وزارت استازي شامل دي. د اوسپنې پټلۍ د ادارې ویاند سمیع دراني د تېرې یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تمه ښودلې وه چې په دغه سفر کې به د ترتیب شوي اکشن پلان مطابق یوه موافقه نهایي شي او د حیرتان مزارشریف د اوسپنې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Баста

«Папа сегодня в Кемерово, и здесь кайф»: как Баста собрал стадион кузбассовцев





Rss.plus
Джо Байден

Байден: США делают все возможное для возвращения Гершковича и Уилана




Блогер Асхаб Тамаев попал в аварию около «Москвы-Сити»

Задержан брат нового фигуранта дела о теракте в «Крокусе»

Минобороны: силы ПВО сбили 20 беспилотников ВСУ за ночь

На границе жалобы: "Всех пускают, нас не пускают". МИД Таджикистана предостерёг мигрантов




جو بايډن: له ننګونو سره امريکا کې ډيموکراسي پياوړې شوې ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جو بایډن وایي، متحده ایالات په نړۍ کې له ډېرو جدي چلنجونو سره مخ دی خو په تېرو دوو کلونو کې ډیموکراسي پیاوړې شوې او دیکتاتوري ډېره کمزورې شوې ده. بایډن دغه څرګندونې تېره شپه د کانګرس له لارې ملت ته په وینا کې وکړې. هغه په دې وینا کې د بهرني سیاست په برخه کې د ستونزو او بریاو یادونه وکړه او ډېر تمرکز یې د چین پر کمونیست ګوند او د روسیې پر ولسمشر ولادمیر پوتن و، چې لحن یې هم خوشبینانه او هم مخالفتي بڼه درلوده. بایډن ملت ته پخوانۍ وینا ته په اشاره چې د تېرې فبرورۍ... Читать дальше...

د کډوالو عالي کمېشنري: تېر کال مو ۸سوه زره افغانانو ته مرستې رسولي دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، په افغانستان کې یې د تېر کال تر وروستیو پورې نژدې اته سوه زره کسانو ته موسمي مرستې رسولي او دا اداره به له تر ټولو زیانګالو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکړي. د افغانستان لپاره د UNHCR څانګې نن چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، د افغانستان سخت ژمی چمتووالي ته اړتیا لري او د ازبکستان په همکارۍ په ترمز کې د دې ادارې لوژیستیکي مرکز د بېړنیو مرستو رسولو مسله ډاډمنوي. د ملګروملتونو د کډوالو ادارې په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي و چې، په افغانستان کې بې‌وزلي... Читать дальше...

کوهستان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي

Mashaalradio.com 

په کوهستان کې تر دې پېښې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د خیبر پښتونخوا په بل ښار کواټ کې یو مساپر وړونکی فلاینګ کوچ (های اېس) ګاډی له بار وړونکې لارۍ سره وجنګېد چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مرستندويه بنسټونو فعاليت د ښځينه کارکوونکو له کار سره تړلی دی

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د مدني ټولنې ۹۳سلنه سازمانونو او بنسټونو ویلي چې، که ونه‌شي کولای چې ښځینه کارکونکې وګماري نو به دې ته اړ شي چې خپل فعالیتونه کم یا یې بشپړ ودروي. ملګروملتونو نن په یوه ټویټ کې ویلي، د بشري مرستو ښځینه کارکونکې د ژوند ژغورنې د مرستو په رسولو کې خورا مهمې دي. دغه وروستی جنسیتي خبرداری د ملګروملتونو د ښځو څانګې ورکړی دی. تر دې مخکې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د تېرې دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د دې سازمان په عمومي غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ښځو... Читать дальше...

اردن کې د ښځو یوې ډلې د پخوانیو دودیزو خوړو چمتو کار پیل کړی

Mashaalradio.com 

په اردن کې "د نیاګانو خواړه" په نوم د ښځو یوې ډلې د پخوانیو دودیزو خوړو د تيارولو کار پیل کړی دی. دوی وایي هغه خواړه جوړوي چې اوس نايابه شوي دي. دوی وایي هڅه کوي چې په خپل نوي نسل کې د پخوانیو دودیزو خوړو په اړه پوهاوی زیات کړي. په دې اړه تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.



Москва

звезды шоу-бизнеса посетили весеннюю неделю моды estet fashion week


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В столице открыт сезон фонтанов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Розенбаум

Певец Розенбаум похвастался возрождением сети советских пивных в Петербурге




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Учитель из Бутово стала «Гуру физкультуры»

В Москве завершился Кубок России по спортивному программированию

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»


WTA

Азаренко проиграла в 1/16 финала турнира WTA-1000 в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Происшествия

Сотрудники спецподразделений столичного главка Росгвардии окончили обучение в Центре профподготовки в Подмосковье



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России