Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 24.02.2023

د سویلي افریقا ښځینه لوبډلې هم شل اوریز نړیوال جام ته لار پیدا کړه

Pa.azadiradio.com 

د ښځو کرېکټ نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې کوربه سویلي افریقا د ۶ منډو په توپیر انګلستان ته ماتې ورکړه. سویلي افریقا چې لومړۍ توپوهنه یې کړې وه په ۲۰ اورونو کې یې د ۱۶۵ منډو هدف ټاکلی و. انګلستان د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۸ منډې وکړې او د ۶ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله. د کوربه لوبډلې ویکټ کيپر لوبغاړې تظمین بریټز چې په دې لوبه کې ۶۸ منډې وکړې او ۴ کېچونه یې ونیول، د لوبې غوره لوبغاړې ونومول شو. دوی به په پایلوبه کې د اسټرالیا پر وړاندې د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه ولوبیږي. د ویلو ده چې،... Читать дальше...

د روغتيا سازمان: افغانستان کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه اوس هم لوړه ده

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو ویلي، په افغانستان کې په ۲۰۲۰ کال کې د میندو د مړینې کچه په يو لک زېږونونو کې ۶۲۰ وه، چې د دې سازمان په وینا په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه ده. دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې ۸۷۰۰ ښځې د زېږون پر مهال مړې شوې دي. دا راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د میندو د مړینې کچه په نړیوالو او سیمه‌ييزو اټکلونو او رجحاناتو په اساس اټکل شوې ده. د روغتيا سازمان د راپور له‌مخې، په... Читать дальше...



د طالبانو حکومت د اووه ميليونو افغانیو په لګښت د کوکنارو د کښت په اړه سروې کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت له‌خوا د کوکنارو د کښت منع کولو راهيسې نږدې يو کال تېرېږي. اوس د طالبانو حکومت وايي چې، دوی په افغانستان کې د نشه‌‌يي بوټو د کښت، نشه‌يي موادو تولید او قاچاقو په اړه سروې کوي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د خپل مشر د فرمان په عملي کولو کې بريالي شوي او اوس غواړي چې د دې پرېکړې د موثریت معلومولو، د کوکنارو د کښت او نشه‌يي موادو د تولید په اړه سروې وکړي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د دې سروې په اړه وويل... Читать дальше...

د تورخم دروازې په مشروط ډول پرانيستل کېدل؛ خلک: دروازه دې ټولو مسافرو لپاره پرانيستل شي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایتې ادارې په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې، دغه لاره د دواړو خواو د پلاو له پرله‌پسې ناستو وروسته د هغو افغانانو او پاکستاني مسافرو پر مخ خلاصه شوه چې دواړه خواو ته بند پاتې و. ۳۵ کلنه ګل‌بشره د غزني ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې چې د ځان او خپل خاوند د درملنې لپاره غواړي پاکستان ته لاړه شي وايي، د تورخم دروازې بندېدو یې ستونزې زیاتې کړي. د هغې په خبره، خاوند یې سخته ناروغي لري او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې درد زیاتیږي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "زه هم ناروغه یم او خاوند مې هم. غوښتل... Читать дальше...

اوکراين سره د امريکا د پوځي مرستو اعلان؛ زلنسکي: روسيه بايد ماته وخوري

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې نن د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل کلیزه پوره شوه، ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي دي چې روسیه باید د اوکراین په جګړه کې ماتې وخوري. په همدې حال کې د اوکراین د جګړې لومړۍ کلیزه د روسیې پوځ نن د ختیځ او جنوب له استقامتونو په پراخو حملو او د اوکراین لوېدیځو متحدانو له دې هېواد سره د پراخو ژمنو په تازه کولو ولمانځله. پنټاګون له اوکراین سره د اوږدمهالو مرستو پر ژمنه ټینګار وکړ او له کییف سره یې د دوه میلیارد ډالره مرستې نوې بسته اعلان کړه. پنټاګون په یوه بیان کې همداراز... Читать дальше...

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې مالیزیا هېواد ته هم ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د مالديپ د ملتونو جام په سیالیو کې د افغانستان والیبال ملي لوبډلې خپله پرله‌پسې دویمه لوبه هم وګټله او دا ځل یې مالیزیا ته (۳ـ۱) ماتې ورکړه. دغه سیالي چې نن د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د مالدیپ په مالي ښار کې ترسره شوه افغان لوبډلې له پنځو میدانونو څخه درې او مالیزیا بیا یو میدان وګاټه. د والیبال دغه سیالۍ د څلورو ملتونو جام په نوم د افغانستان، سینګاپور، مالیزیا او مالدیپ ترمنځ د پنجشنبې په ورځ پیل شوې. افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د سینګاپور پر وړاندې هم (۳ـ۱) بری ترلاسه کړی و. د ویلو ده چې،... Читать дальше...

ريچارډ بېنيټ: له طالبانو د مدني فعالانو د بې‌قيده او شرطه د امنيت ډاډ غواړو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بېنیټ وايي، له طالبانو د مدني فعالانو د بې‌قید او شرطه خلاصون او د هغوی د امنیت او هوساینې په برخه کې ډاډ غواړي. د نرګس سادات یو خپلوان، چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل، نرګس سادات شاوخوا ۱۴ ورځې وړاندې د کابل په پل سرخ سیمه کې د طالبانو له‌خوا نیول شوې. نوموړی د نرګس سادات د نیول کېدو په اړه وايي: "د هغې د نیولو علت دا دی، چې د معترضو ښځو په ګروپ کې وه، په موبایل کې... Читать дальше...



هلمند کې د تازه ګلانو بازار سوړ شوی

Pa.azadiradio.com 

هلمند کې د تازه ګلانو کاروباریان وايي، له څه مودې راهیسې یې بازار سوړ شوی او خلک تازه ګلان ډېر نه اخلي. دوی د تازه ګلانو د بازار کمېدو لامل د خلکو اقتصادي ستونزې او بیوزلي بولي.

د تورخم دروازه په مشروط ډول پرانيستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي، د تورخم دروازه په مشروط ډول پرانيستل شوه. اعلاميه کې راغلي، ياده دروازه د دواړه لوريو ترمنځ له مذاکراتو وروسته يوازې افغانستان ته د راتلونکو افغان مسافرو او دغه راز له افغانستان پاکستان ته د اوښتونکو پاکستاني مسافر لپاره پرانيستل شوې. د ننګرهار ولايت د طالبانو ځايي چارواکي وايي، هڅه کوي چې د تورخم دروازه په بشپړ ډول د ټولو مسافرو او ټرانزېټ پر مخ خلاصه کړي. د تورخم دروازه طالبانو د سلواغې په دېرشمه وروسته له‌هغې وتړله... Читать дальше...

ملتپاله سیاستوال او پخوانی سېنېټر اکرم شاه لالا ومړ

Mashaalradio.com 

اکرم شاه لالا د ښوونځي د تعلیم پر مهال ملتپاله سیاست ته مخه کړې وه او په ۱۹۷۰ز کال کې چې ملتپاله سیاستوال عبدالصمد خان اڅکزی (خان شهید) ښارګې ته ورغی نو هلته نوموړی په پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند کې شامل شو.

د جرمني صدراعظم د اوکراين د ملاتړ ژمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

جرمني وايي، د اوکراین کلک ملاتړ ته به د اړتیا تر وخته دوام ورکړي. د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ نن پر اوکراین د روسیې د یرغل د کلیزې په مناسبت په یوه ویډیويي وینا کې وویل، هغه څه چې ټول یې ډېر هڅولي دي، د اوکراین د خلکو زړورتیا ده چې څنګه د خپل هېواد د خپلواکۍ دفاع کوي. ښاغلي شولڅ زیاته کړه چې له اوکراین سره د مالي- بشري مرستو او پوځي همکاریو په برخو کې د جرمني د مرستو کچه تردې دمه له ۱۴ میلیارد ډالرو څخه اوښتې ده خو د جرمني صدراعظم دا یادونه هم وکړه چې حکومت به یې تر وسې وسې هڅه وکړي چې د اوکراین... Читать дальше...

امريکا د ګوانتانامو زندان دوه نور بنديان پاکستان ته سپارلي

Pa.azadiradio.com 

متحدوایالاتو د ګوانتانامو زندان دوه نور بندیان پاکستان ته سپارلي. د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون پرون په یوه بیان کې وویل، د عبدالرباني او محمدرباني په نوم دا دوه وروڼه په ۲۰۰۲ کال کې نیول شوي وو. د پنټاګون د معلوماتو له‌مخې عبدالرباني له القاعده شبکې سره د همکارۍ او ورور یې د دې ډلې یو مهم مهم مشر ته د مالي او سفري امکاناتو د برابرولو په تور نیول شوي وو. د بیان له‌مخې د دې کسانو له سپارلو سره په ګوانتانامو زندان کې د پاتې بندیانو ټول شمېر ۳۲ ته راټیټ شو چې اتلس تنه نور یې هم د سپارلو وړ دي.

جوزيف بورل: د طالبانو له خپل‌منځي اختلاف بايد پر نجونو د محدوديت لرې کولو لپاره ګټه واخيستل شي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورل وايي، له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو د نا سم چلند له امله باید د دوی اوسنی سرپرست حکومت مجازات شي. جوزیف بورل چې پرون یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې له ګډون او وینا وروسته رسنیو سره خبرې کولې وویل، دا مجازات باید په طالبانو د سیاسي او اقتصادي فشار د راوستو په پایله کې عملي شي، خو زیان یې باید افغانانو ته و نه رسېږي او نه هم دوی وځپل شي. هغه له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو اوسنی چلند "جنسیتي اپارتاید" یا جوړښتي توپیر وباله. نوموړي وويل... Читать дальше...

د تحریک انصاف "د زندانونو ډکولو" تحریک روان دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د فبرورۍ پر ۲۲مه د زندانونو ډکولو تحریک پيل کړی دی او ویلي يې دي چې دا به په پنجاب او خيبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو د انتخاباتو نېټې تر اعلان پورې روان وي. د فبرورۍ پر ۲۳مه د تحریک انصاف سیاستوالان او غړي د پېښور زندان ته ورغلل او هلته یې ګرفتاري ورکړه. وفاقي حکومت وايي، د عمران خان دا بهیر له پیلېدو سره ناکامه شوی دی. ویډیويي رپورټ.

پر اوکراین د روسیې یرغل یو کال: زېلېنکسي وايي مسکو "باید هرومرو ماتې وخوري"

Mashaalradio.com 

روسیې او شپږو نورو هېوادونو چې پکې بېلاروس، شمالي کوریا، ارېټریا، مالي، نېکاراګوا او سوریه (شام) شامل دي، د هغه قرارداد پرضد رایه ورکړه. بلخوا د چین، هند، ایران او جنوبي افریقا په ګډون ۳۲ هېوادونو خپله رایه و نه کاروله.

الکوزی: د تورخم دروازې بندېدو سوداګري اغېزمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د تورخم د بندېدو له کبله افغان سوداګرو ته د ورځې تر لس میلیونه افغان تاوان رسیږي. د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډيو سره په یوه مرکه کې وویل: "د بندرونو په درېدلو دوه قسمه زیان موږ ته اوړي. مال مو ایسار پاتې وي ډیمرج راځي موږ باندې. مال مو ناوخته مارکېټ ته رسیږي. بل مال مو خرابیږي. د تورخم د بندېدو له کبله زه فکر کوم دواړو خواو ته د ورځې لس میلیونه افغانۍ تاوان رسیږي." ښاغلی الکوزی وايي، سوداګر هیله‌من دي چې، د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شي. هغه اندېښنه... Читать дальше...

سپریم کورټ د خیبر پښتونخوا او پنجاب انتخاباتو په اړه اورېدنه تر راتلونکې اوونۍ ځنډولې

Mashaalradio.com 

قاضي بندیال او نورو قاضیانو اورېدنه تر هغې وروسته کړې چې د پاکستان ولسمشر په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د اپرېل نهمه د انتخاباتو نېټې په توګه اعلان کړه خو وفاقي حکومت وايي، عارف علوي د انتخاباتي کمېشن له مشورې پرته د دې اقدام واک نه لري.


Музыкальные новости
Анастасия Ивлеева

Суд рассмотрит 25 апреля протокол на Ивлееву за дискредитацию ВС России





Rss.plus
Apple

Apple возобновляет переговоры с OpenAI о внедрении функций ИИ в iPhone




Санкциями против российских ресурсов Запад загоняет себя в тупик

РИА «Новости»: брата арестованного Курбонова ранее привлекали за хулиганство

В Екатеринбурге пройдет благотворительный забег Ural Legal Run

"Наступление сетей": томский эксперт о трендах общепита




د محمد اشرف‌ غني نوم د هغو ولسمشرانو په ډله کې راغلی چې جوبايډن ته يې ارزښتمنې ډالۍ ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني نوم د هغو مشرانو په ډله کې راغلی چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ته یې ارزښتمنې ډالۍ ورکړي. د امریکا د تشریفاتو ادارې د یوه رسمي سند له‌مخې چې پنجشنبه خپور شوی، پخواني افغان ولسمشر اشرف غني د ۲۰۲۱ کال په جون کې د سویس په جنوا کې له خپل امریکايي ساري جوبایډن سره په لیدنه کې هغه ته د ۹۶۰۰ ډالرو په ارزښت یوه افغاني ورېښمنه غالۍ ډالۍ کړې. همدارنګه د افغانستان پخوانۍ لومړۍ مېرمن رولا غني د امریکا د ولسمشر مېرمن/لومړۍ مېرمن جېل بایډن ته د ۱۹۲۰۰ ډالرو په ارزښت یوه یوه افغاني ورېښمنه غالۍ ډالۍ کړې. Читать дальше...

پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره شو

Mashaalradio.com 

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره شو. د یو کال په موده کې د دواړو خواوو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې او لکونه اوکراینیان بې کوره او کډوال شوي دي. په همدې حال کې روسیې په ختیځ اوکراین کې بریدونه زیات کړي خو غربي هېوادونو د اوکراینیو ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړی دی. شنونکي وايي، د روسیې حملو زیاتېدو یو هدف ښايي د اوکراین د ځوابي بریدونو قوت ختمول وي. دوی وايي، که کییف له غربه نوي ټانکونه ترلاسه کړي نو د روسیو ځواکونو پر وړاندې د پام وړ پرمختګ کولای شي. Читать дальше...

پر اوکراين د روسيې د ناموجه يرغل يو کال؛ روسي ځواکونو تازه بريدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د پنجشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په لوی اکثریت سره په اوکراین کې د روسیې د پوځي برید د غندلو پرېکړه لیک تصویب کړ. ایران، چین او هند هغه هېوادونه وو چې، له دغه پرېکړه لیک څخه یې ډډه کړې وه. په دغه پرېکړه لیک کې، چې د روسیې د پوځي عملیاتو د لومړي کال په مناسبت تصویب شو، له مسکو څخه غوښتل شوي چې خپل ټول ځواکونه له اوکراینه وباسي او جګړه ودروي. ۱۴۱هېوادونو د دغه پرېکړه ليک ملاتړ وکړ او ۳۲ هېوادونو ممتنع رایه وکاروله. روسیې، بیلاروس، مالي، نیکاراګوا، سوریه، شمالي کوریا او اریتریا د دې پرېکړه لیک مخالفت وکړ. Читать дальше...

د جي۷ هېوادونو وزيرانو روسيه باندې پر نويو بنديزونو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې نن په اوکراین باندې د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي، د جي-۷ هېوادونو وزیرانو پرون پنجشنبه په مسکو باندې په نویو بندیزونو خبرې وکړې. د جي-۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د هند په بنګلور ښار کې په غونډه کې په مسکو باندې د نویو بندیزونو او له اوکراین سره د نویو مرستو په اړه خبرې وکړې. د امریکا د متحدو ایالتونو یوه جګپوړي مقام وویل، هغوی او متحدان یې پلان لري چې په روسیې باندې «د نویو بندیزونو لویه لړۍ» پيل او اعلان کړي، خو وخت یې معلوم نه‌دی. د امریکا د خزانې وزیرې جانیت یلین... Читать дальше...

قزاقستان کې د يوې هليکوپټرې د غورځېدو پېښه کې ۴ کسان مړه شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان د هوايي چلن کمېټه وايي، د دغه هېواد په لوېدیځ کې د یوې ایم آی ۸  هليکوپټر د لوېدو په پېښه کې ۴ تنه مړه شوي دي. دې کمېټې پرون (پنجشنبه) وویل، د دې پېښې له کبله دوو ټپیانو وروسته په روغتون کې سا ورکړه. دا څرخکه جاپورینو کلي ته نږدې د کاز ترانس اویل (KazTransOil) د انرژۍ شرکت د پایپ لاین د تفتیش په ترڅ کې ولوېده.

ټاکل شوې د روسيې او هند بهرنيو چارو وزيران د افغانستان په اړه خبرې وکړي

Pa.azadiradio.com 

روسیه وايي، د بهرنیو چارو وزیر به یې راتلونکې میاشت په ډیلي کې د شلو ډلې هېوادونو په غونډه کې د ګډ‌ون ترڅنګ له خپل هندي ساري سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي. ټاکل شوې ده چې، د شلو ډلې یا جي۲۰ د بهرنیو چارو وزیران د راروان مارچ په لومړۍ او دوهمه په ډیلي کې غونډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون (پنجشنبه) وویل چې، سرګی لاوروف به په هند کې درې ورځې تېرې کړي او له هندي چارواکو سره به د افغانستان او اسیا پر امنیتي مسلو خبرې وکړي.



Москва

Нижегородка скончалась на платформе Московского вокзала


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: в Москве начался сезон фонтанов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певец

Певец Андрей Губин дал интервью в маске и заявил, что стал очень плохо выглядеть




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Орловской области стала победителем хоккейного турнира среди команд Черноземья

Спортсменка из Бутово выиграла «золото» на турнирах по художественной гимнастике

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»


WTA

Вероника Кудерметова завершила выступление на турнире WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Блогер Асхаб Тамаев попал в ДТП около Москва-Сити



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России