په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز برید پای ته ورسېد
پولیس وايي، وسله وال په یوه سپین موټر کې ورغلي، په دروازه کې یې ډزې کړي او د پولیسو ودانۍ ته په ننوتلو بریالي شوي دي. د بریدګرو شمېر د لسو په خواوشا کې ښودل کېږي.
پولیس وايي، وسله وال په یوه سپین موټر کې ورغلي، په دروازه کې یې ډزې کړي او د پولیسو ودانۍ ته په ننوتلو بریالي شوي دي. د بریدګرو شمېر د لسو په خواوشا کې ښودل کېږي.
په کراچۍ کې د پولیسو په یوه مرکز په وسله وال برید کې لږ تر لږه څلور سرتېري ژوبل شوي دي. د پولیسو ايډېشنل انسپکټرجنرل جاوید اوډو رسنیو ته تایید کړې ده چې د هغه پر دفتر "ترهګرو "حمله کړېده او د رېنجر ځواکونو او وسله والو ترمنځ د ډزو تبادله روانه ده. د سیند د پولیسو ايي جي (انسپکټر جنرل) غلام نبي مېمن رسنیو ته ویلي، په کارروایۍ کې دوه وسله وال وژل شوي دي.تفصیل د مشال راډيو د خبریال نیاز علي په راپور کې
د پاکستان د شمال لوېدیځ په یوه پوهنتون کې د هلکانو او نجونو ترمنځ له ټولګیو بهر ګډه ناسته منع کړی ده. په دیره اسماعیل خان کې د ګومل پوهنتون ویاند راجا عالم زیب د جرمني خبري اژانس ته نن ویلي، پر ګډو ناستو د امنیتي ستونزو له کبله بندیز لګول شوی دی، خو د هغه په خبره د هلکانو او نجونو ټولګي بېل شوی نهدي. دا سیمه یو وخت د پاکستان طالبانو تر کنټرول لاندې وه. اوس دا پرېکړه داسې مهال شوې چې ویل کېږي یو ځل بیا په دې سیمه کې د سخت دریځو اسلامپالو ډلو اغېز زیات شوی دی.
د ازادې اروپا/ د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور پر بنسټ، له اتو زیاتو وسله والو کسانو د کراچي د پولیسو د عمومي مشر پر دفتر برید کړی او وروسته د پولیسو او سله والو ترمنځ ډزې هم تبادله شوي دي. د کراچي د پولیسو عمومي مشر جاوید عالم د پاکستان جیو تلویزیون سره په خبرو کې منلی ده چې پر دفتر يې برید شوی دی. په کراچې کې د مشال راډیو خبریال وايي، په سیمه کې د ډزو او چاودونو غږونه اویدل کیږي او امبولانسونه هم سیمې ته رسیدلی دی. د معلوماتو پر بنسټ ترواسه دوه پولیس سرتیري ټپیان شوی دی. د سند صوبې د اطلاعاتو... Читать дальше...
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پولیسو په یوه دفتر وسلهوال برید شوی دی. د ازادې اروپا/ د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور پر بنسټ، له اتو زیاتو وسلهوالو کسانو د کراچۍ د پولیسو د عمومي مشر پر دفتر برید کړی او وروسته د پولیسو او وسلهوالو ترمنځ ډزې هم تبادله شوي دي. د کراچۍ د پولیسو عمومي مشر جاوید عالم د پاکستان جیو ټلوېزیون سره په خبرو کې منلی ده چې پر دفتر يې برید شوی دی. په کراچې کې د مشال راډیو خبریال وايي، په سیمه کې د ډزو او چاودونو غږونه اورېدل کېږي او امبولانسونه هم سیمې ته رسېدلي دي.... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، په نړۍ کې د ۲۲۲ ملیونه نجونو او هلکانو د زدهکړو بهیر د نښتو، طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله اغېزمن شوی چې له ډلې یې له ۷۸ ملیونه زیات اصلا ښوونځيو ته نهځي. يوه مېرمن چې په کابل ښار کې اوسېږي او د پنځو ماشومانو مور ده وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته يې څلور لوڼې او يو زوى ښوونځي ته له تلو بېبرخي شوي دي. دا چې نهغواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "د اقتصادي ستونزو ، شا په شا ګواښونو او نا امنۍ له امله مې... Читать дальше...
د بلوچستان په یخو سیمو کې خلک د ژمي له یخنۍ نه د ځان ساتلو لپاره غرنۍ مېوه شنې خوري.شنی په غره ییزو سیمو کې پیدا کېږي او ونې یې تر سلګونو کالو پورې مېوه ورکوي. د پشین د کرهنې اداره وایي چې د پخوا پرتله په پاکستان کې د شنو ونې پنځه فیصده پاتې دي او دوی یې د ژغورنې لپاره هلې ځلې کوي. نور حال د صمد شبنم په وېډیویي راپور کې وګورئ.
په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د خبریالانو او د رسنیو د کارکونکو د نیونې دوام. له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نۍ) وايي، د ۲۰۲۳ کال پیل راهیسې له دوی سره د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰ پېښې ثبت شوي دي. د دې ادارې مسول ظریف کریمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، طالبانو یوازې په دغه موده کې څلور خبریالان نیولي او اوس هم ورسره بندیان دي. ښاغلي ظريفي وويل: "لا تر اوسه د دغو خبریالانو د نیول کېدو دقیق لاملونه نهدي په ډاګه شوي چې د کومو جرمونو په تور نیول شوي دي، موږ له سرپرست... Читать дальше...
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د سوالګرو سره زیات په تکلیف دي، خو سوالګر وايي له مجبوریته سوالګري کوي. بلخوا په کندهار کې د سوالګرو ټولولو اداره وايي، دوه زره مستحقو سوالګرو ته هره میاشت مرسته ورکوي خو ځیني سوالګر حرفوي دي او د سوال کولو څخه لاس نهاخلي. دا په داسي حال کې ده چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان د هغو شپږو هېوادونو په کتار کې دی چې، په لوړه کچه له قحطۍ سره مخ دي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
نړېوال بنسټونو له طالبانو غواړي چې د افغان مېرمنو په وړاندې لګول شوي محدویتونه ليرې کړي. خو نړیوال ولې په دې برخه کې عملي اقدامات نهکوي؟ محمد خاطر پردیس د مرکې په سر کې دغه پوښتنه له ښځینه فعالې فریده حفیظ نه کړې. دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
راپور د دې دلیل د پاکستان اقتصادي ستونزې بولي او وايي، طالبان احساس کوي چې اقتصادي ستونزې د پاکستان له لوري د ټيټيپي پر ضد د پراخو عملیاتو مخه نیسي.
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد وايي، په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو مهم لومړیتوب د نجونو زدهکړه ده او نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو او ښځو د دې حق د خوندي لپاره یو موټی و اوسي. امينه محمد د "زدهکړه نهشو ځنډولی" په نوم غونډې ته خپل استولي پیغام کې ویلي، څه باندې ۵۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو راګرځولي، نو په همدې دلیل د هغې په خبره، د افغان نجونو او ښځو غږ باید اوچت وساتل شي او دوی باید یوازې پرې نهښودل شي. نوموړې په خپل پيغام کې ويلي... Читать дальше...
د برېتانیا د تروریستي ضد پولیسو عمومي قوماندان وايي، ځواکونه یې د چین، روسیې او ایران په شمول د دښمنو هېوادونو د زیاتېدونکو ګواښونو د مخنیوي هلې ځلې کوي او له همدې کبله یوازې په «جهادي» تروریزم تمرکز نهکوي. له جهادي تروریزمه د هغه منظور د اسلامي سختدریځو ګواښونه دي چې په تېرو کلونو کې یې په لندن او مانچستر کې یو شمېر بریدونه کړي دي. د برېتانیا د تروریستي ضد پولیسو قوماندان مت جیوکس پرون (پنجشنبې) وویل، د یادو درې هېوادونو له لوري د انسان تښتونو او وژنو په شمول په برېتانیا کې د ګواښونکو اقداماتو... Читать дальше...
د سوریې حکومتي ځواکونه او یاغیان تېره شپه د سوریې په شمال لوېدیځ کې سره ونښتل. د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې نن وویل، په دې سیمه کې د فبرورۍ په شپږمه د زلزلې له پېښېدو راوروسته دا لومړی وار دی چې دواړه خواوې نښته کوي. د سوریې شمال لوېدیځ د بشاراسد د حکومت د مخالفو یاغیانو په لاس کې دی. دا یوه له هغو سیمو څخه ده چې د وروستۍ زلزلې له کبله ډېر تاوانونه ور اوښتي دي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا د متحدهعربي اماراتو له لوبډلې سره په دوهمه شل اوره سیالۍ کې مخامخ شي. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تېره شپه له متحدهعربي اماراتو سره د درو شل اوره سیالیو لومړۍ مسابقه په ۵ ویکټو او ۵ توپونو وګټله. په دې مسابقه کې، چې د متحدهعربي اماراتو د ابوظهبي په لوبغالي کې وشوه، لومړی د متحدهعربي اماراتو لوبډلې بیټنګ وکړ. اماراتي لوبغاړو په داسې حال کې چې ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، په شلو اورونو کې ۱۴۲ منډې وکړې چې ظاهراً د افغانستان په شان لوبډلې ته ټیټ هدف و. Читать дальше...
د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته کابل کې د برقو، خوليو، بګړيو او سنتي کاليو بازار ګرم شوی دی. کاروباريان وايي، د سنتي کاليو د بازار تودېدو لامل د طالبانو له لوري پر ښځو د حجاب جبري کول او پر نارينهو د سنتي کاليو د اغوستلو فشارونه راويستل دي. نور په دې ويډيويي راپور کې:
کابل کې د ښځو يو ځانګړی رسټورانټ چې د ورځې لسګونه مشتريان لري. د ياد خوړنځای مسؤلين او کارکوونکې مېرمنې دي او يوازې ښځينه کولی شي چې د خوړو لپاره ورشي. نور په ويډيو کې:
قامي اسمبلۍ پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې د مالیې وزیر اسحاق ډار په قانوني مسوده کې د ځینو ټیکسونو په اړه په اوسني مالي قانون کې د بدلونونو وړاندیز کړی دی.
په ترکیې او شام کې زلزلې لکونه خلک بې کوره کړي دي. په همدې حال کې هلته د ناروغیو د خپرېدو وېره هم زیاته شوې ده. په هاتای او په انطاکیه (انتاکیه) کې یوشمېر بې کوره خلک په کیمپونو او لوبغالو کې اوسي. دوی شکایت کوي چې پاکې اوبه، فعال تشنابونه او صحي چاپېریال نه لري. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
په ارزګان کې خلک شکايت کوي، وروسته له هغه چې پر پاکستانيو کالدارو بنديز ولګېد هټيوالو د توکو نرخونه څو برابره لوړ کړي. خلک وايي، اوسني واکمن که پر کالدارو بندیز لګوي نو باید د یو منظم پلان لهمخي بندیزونه ولګوي نه دا چې د ګټې پر ځای خلکو ته زیان ورسوي. په ورته مهال مسوولين وايي، د يادې ستونزې د حل لپاره جدي هلې ځلې کوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
په کاپيسا کې سيمهييز طالبان وايي، لس تنه يې د جنايي جرمونو په تور نيولي دي. د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ازادي راډيو ته وویل، دغه کسان نن (د فبرورۍ ۱۷مه) د لویو لارو د پولیسو او په دغه ولایت کې له نشهيي موادو سره د مبارزې د ادارې لهخوا نیول شوي دي. د فایز په وينا، له يادو کسانو يو کرولا موټر، يوه اندازه نشه يي توکي، وسلې او مهمات ترلاسه شوي او د دوسيو له څېړلو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د سپینې ماڼۍ ډاکتر وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن د "دندو لپاره مناسب" پاتې شوی. ډاکتر کېوېن اوکانور چې د ولسمشر بایډن موظف ډاکتر دی، د هغه تر فزیکي معایناتو وروسته ویلي چې، ښاغلی بایډن په اتیا کلنۍ کې د ولسمشر او د سرقومندان په توګه د خپلو ټولو مسوولیتونو د پوره کولو جوګه دی. د امریکا ولسمشر د روغتیايي معاینو لپاره پرون درې ساعته د والټر ریډ په ملي پوځي روغتیايي مرکز کې تېر کړي. دا د ۲۰۲۱ کال له جنوري راهیسې چې ولسمشر بایډن واک ته ورسېد د هغه دویم لوی صحي معاینات وو.
د بې پولو خبریالانو سازمان ویلي دي چې څنګه چې په اکتوبر کې په پاکستان کې د انتخابات وخت نېږدې کېږي، د پوځ او عدلیې د بدنامۍ پر وړاندې په جنايي قانون کې بدلون جمهوري عمل ته تاوان رسولای شي.
طالب چارواکو ویلي چې، د تېر نظام د پارلمان د یوې ښځینه غړې مرسل نبيزاده د وژنې په تور یې د هغې یو ساتونکی نیولی دی. د کابل پولیسو په یوه بیان کې نن جمعه ویلي، نیول شوي کس دوی ته اعتراف کړی چې مرسل نبيزاده یې وژلې. د پېښې نور جزییات نهدي روښانه خو طالب چارواکو ویلي، له نیول شوي کس نه تحقیقات روان دي. تېره جنوري میاشت کې د پارلمان پخوانۍ غړې د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د یوه وسلهوال کس په ډزو سره وژل شوې وه. په کابل کې د دې پخوانۍ وکیلې وژنې د پخوانیو چارواکو د خوندیتوب په اړه ګڼې اندېښنې رامنځته کړې وې.
په خوست کې د کبانو د فارمونو مالکان وايي، که اړوندې ادارې ورسره د پخوا په څېر مرستې و نه کړي، ښايي کاروبارونو تړلو ته اړ شي. دوی وايي، د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ورسره مرستې درېدلي او وچکالۍ او سېلابونو یې هم کاروبار زیانمن کړی دی. په خوست کې د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په هغه ولایت کې له ۴۰ څخه یې اووه فارمونه غیر فعال شوي دي. ویډیويي رپورټ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости