Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 11.02.2023

سراج الدين حقاني د واک پر انحصار نيوکه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د واک پر انحصار نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا حالات د زغملو نه دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني چې د طالبانو په لیکو کې له بانفوده او واکداره مشرانو دی اوسنۍ وضعه د نه منلو وړ بللې او د اصلاحاتو غوښتنه یې کړې ده. هغه د شنبې په ورځ په خوست کې د دیني عالمانو او حافظانو د فراغت په یوه غونډه کې خبرې کړي. حقاني وويل: "نن ځانونه دومره حقداره بولو چې خپله رایه، خپل فکر دومره راباندې حاکم شوی دی د ټول نظام چلنج کول، هدف کول،... Читать дальше...

په ترکیه کې د افغانستان سفارت: ښايي د زلزلې له کبله د افغانانو تلفات زیات وي

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي چې ښایي په ادیامان ولایت کې د زلزلې له کبله د افغانانو د تلفاتو شمېر ترهغې کچې چې مخکې اټکل شوی و، زیات وي. په پلازمېنه انقره کې افغان قونسلګرۍ پرون ویلي و چې په دې سیمه کې ۳۵ تنه افغانان مړه شوي خو افغان قونسل پسرلي حکیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته د تازه رسېدلو معلوماتو له مخې په ادیامان کې د افغانانو تلفات ښايي ۴۰ کسانو ته ورسېږي. افغان سفارت په هاتای ولایت کې هم د شاوخوا اتیا کسانو د مړینې خبر ورکړی و، خو حکیمي وویل دوی له سیمې داسې معلومات ترلاسه... Читать дальше...

رییسي: د ایران حکومت پر ضد پراخو اعتراضونو ماتې خوړلې

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې ایران د اسلامي انقلاب ۴۴مه کلیزه نمانځي ولسمشر ابراهیم رییسي وايي په دې هېواد کې د حکومت پر ضد پراخو اعتراضونو ماتې خوړلې ده. رییسي دا څرګندونې نن په داسې حال کې وکړې چې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه کسانو لاریونونه وکړل او په پلازمېنه تهران کې پوځ خپل تجهیزات نندارې ته وړاندې کړل. ایران هر کال د فبروري یوولسمه په ۱۹۷۹ کال کې د رضاشاه پهلوي د واکمنۍ پرځېدل د بریا د ورځې په توګه نمانځي. په ایران کې په تېره سپټمبر میاشت کې وروسته له دې چې پولیسو ۲۲ کلنه مهساامیني د پوره... Читать дальше...



له افغانستانه د برتانوي ځواکونو د وتلو په اړه راپور خپور شوی

Pa.azadiradio.com 

د بريتانيا پارلمان دفاعي کمېټې پرون له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو راپور خپور کړ. د بي بي سي راډيو یو پخوانی خبريال چې نه غواړي په راپور کې يې نوم واخيستل شي وايي، له ۲۱ کلونو څخه يې ډېر په دې رسنۍ کې کار کړی دی. د ده په وينا، هغه په ۲۰۱۵ کال کې له بي بي سي څخه استعفا وکړه او د بریتانیا د سولې او جګړې انسټېټوټ سره يې همکاري پيل کړه او د ۲۰۱۵ کال په وروستيو کې یې د افغانستان په ملي راډيو تلوېزيون کې کار پيل او د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې نېټې پورې په همدې تلوېزیون کې خبريال پاتې شو. د ده... Читать дальше...

د پاکستان په پنجاب کې قهرجنو خلکو یو بندي وژلی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په پنجاب ایالت کې نن قهرجنو خلکو د پولیسو پر یوه سټېشن برید وکړ او په کفر ویلو یو تورن بندي یې وواژه. صدراعظم شهباز شریف له پېښې وروسته په دې اړه د تحقیقاتو امر وکړ. پولیس وايي چې دا پېښه نن په نان کنه نومې سیمه کې وشوه. د پولیسو په وینا بریدکوونکي د پولیسو سټېش ته ننوتل او قرآنکریم ته په سپکاوي تورن سړی یې په وهلو وهلو وواژه.

په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د تلفاتو شمېر ۲۵زره کسانو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه او سوریه کې د تېر اونۍ د دوشنبې ورځې د زلزلې د تلفاتو شمېر ۲۵زره کسانو ته ورسېد. د راپورونو له مخې په ترکیه کې د دې تلفاتو شمېر ۲۲ زرو ته نږدې شوی او په سوریه کې له درې نیم زرو اوښتی دی. مرستندویان نن هم په زلزله ځپلو سیمو کې له خلکو سره مرستو ته دوام ورکوي او تر ړنګو ودانیو لاندې د ماشومانو په ګډون د خلکو د راایستلو لپاره د ژغورونکو ډلو هڅې روانې دي. په ځینو سیمو کې د ډېرې سړې هوا له کبله د ژغورنې عملیات له خنډونو سره مخامخ شوي او میلیونونه کسان چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري په بد وضعیت کې ژوند کوي. Читать дальше...

روانه اونۍ افغان کرکټ ملي لوبډله له اماراتو سره لوبې کوي

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې روانه اونۍ د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له عربي متحده اماراتو سره لوبې کوي. د کرکټ اسیايي شورا په ناسته کې د افغان کرکټ د مشر ګډون او لاسته راړونې. په سوداګریزو لیګونو کې د افغان لوبغاړو لوبې. هند او اسټرالیا ترمنځ د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ. د ښځو ترمنځ د شل اوریز سیالیو نړیوال جام پیل شوی او د سوک وهنې له یوه ځوان لوبغاړي سره مرکه شوې. په خپرونه کې نور مطالب هم شته چې د لاندې لینک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

ملګري ملتونه: افغان ماشومان د سخت ژمي له کبله اغېزمن شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، افغانستان یو له هغه څلورو هېوادونو دی چې په میلیونونه ماشومان په کې د سخت ژمي له امله اغېزمن شوي او د هایپوترمي او تنفسي ناروغیو له ګواښ سره مخ دي. رحیم د خپلې مېرمنې او یو کلن ماشوم سره په کابل کې د یو کور په تهکوۍ کې ژوند کوي. هغه د بېوزلۍ او بې روزګارۍ له امله نه شي کولای سون توکي واخلي، نو دا چې کور یې سوړ دی، ماشوم یې ناروغ شوی دی. رحیم وویل: "کور ډېر یخ دی او ماشوم مې هم ناروغ دی.د ګرمولو هېڅ وسایل نه لرو، ان دا چې خپله له کراچۍ سره ووتلم، خو کاروبار نه شته."... Читать дальше...



کابل او ولایتونو کې کور په کور تالاشي؛ خلک د طالبانو له ناسم چلند اندېښنه لري

Pa.azadiradio.com 

کور په کور تالاشي هغه مسئله ده چې وخت نا وخته یې په افغانستان کې ډېری خلک اندېښمن کړي. د کابل ښار یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، کله چې طالب پلټونکي د تالاشۍ په موخه د دوی کور ته ورغلل نو ټول کور یې ورته ګډوډ کړ. هغه وايي: "کله چې طالبان د تالاشۍ لپاره کور ته راغلل نو هر څه یې ګډوډ کړل. زما پلار یو دولتي کارکوونکی و نو موږ ټول ډېر وېرېدلي وو. هغوی ان موږ مجبوره کړو چې بسترې ورته خلاصې کړو، ځکه چې ویل یې څه مو پټ کړي نه وي." په ټولنیزو رسنیو کې ځینو... Читать дальше...

د بازار نه‌شتون او بد اقتصادي وضعيت؛ هلمند او هرات کې د شاتو کاروبار کمزوری شوی

Pa.azadiradio.com 

هلمند ولایت کې د شاتو مچيو د روزنې يو شمېر مسؤلين وايي، د تېرو کلونو په پرتله بازارونه پیکه شوي او فروشات کم لري. د هلمند مرکز لښکرګاه څنګلوري ځنګل کې د شيراغا په نوم د شاتو مچيو د فارم يو مسؤل وايي، له تېرو اووه کلونو راهيسې د شاتو د توليد فارم لري، خو له دوو کلونو راهيسې د کار خونده ځکه نشته، چې د ده په خبره د خپلو تولید شویو شاتو لپاره مارکېټ نه‌لري. نوموړي ازادي راډیو ته وويل: "خرڅېده خو نو نه‌شته، د پروسږکال، وړم کال دا لا راته پراته دي، بازار نه‌لرو او بل موږ د بهر له عسلو څخه پازاب يو چې د پاکستان او ايران عسل راباندې راوړي. Читать дальше...

هند په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

هند په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه. د هندوستان په ناګپور ښار کې د اسټرالیا لوبډلې ونه کړای شوای چې د هندي توپ اچونکو پر وړاندې ښه توپ وهنه ترسره کړي. یادې لوبډلې د هند د لومړۍ پاڼۍ د ۴۰۰ منډو په ځواب کې په دوه پاڼیو کې په ترتیب سره ۱۷۷ او ۹۱ منډې وکړې چې دا لوبه یې د ۱۳۲ منډو په توپیر وبایلله. د هند لپاره په توپ اچونه کې رویندرجدیجا په دوه پاڼیو کې ۷ او اشوین بیا ۸ ویکټې واخیستې. د هندوستان لوبډلمشر روحیت شرما بیا یوازېنی لوبغاړی و چې په دې لوبه کې یې سلیزه ووهله. جدیجا او اکشر پټیل هم د هند په ګټه نیمه سلیزې ووهلې. Читать дальше...

اوچا: ښايي په افغانستان کې بشري وضعیت لا خراب شي

Pa.azadiradio.com 

اوچا په خپل یو تازه تویټ کې لیکلي، سره له دې چې د افغانستان دو پر درېیمه برخه وګړي اړمن دي، ډېر احتمال شته چې وضعیت لا خراب شي، مګر دا چې د بودیجې کچه خوندي او د اړتیاوو اصلي لاملونه له منځه ولاړ شي.

دمشق کې د مخ پوستکي ښه کولو نادره طریقه کارېږي

Mashaalradio.com 

د سوریې (شام) په پلازمېنه دمشق کې یوشمېر سینګارتونونه د مخ پوستکي ښه او ښایسته کولو لپاره یو ډول ژوی کاروي چې په پښتو کې یې شاپېټی، په اردو کې یې سست، په عربۍ کې یې حلزون او په انګرېزۍ کې یې سنېل بولي. دا ژوی په مخ پورې نښلي او بیا د لاړو په څېر یو لعاب ورباندې پرېږدي. دا طریقه په پخواني یونان او اوسمهال په فرانسې، اټالیې او تایلینډ کې هم کارېږي، خو د موثریت په اړه یې ساینسي دلایل او ثبوتونه نه شته. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

امینه محمد د افغانستان د سفر جزییات له امریکايي چارواکو سره شریکوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد افغانستان ته د خپل سفر جزییات له امریکايي چارواکو سره شریکوي. د دې سازمان ویاند سټېفن دوجاریک پرون رسنیو ته وویل، امینه محمد به واشنګټن کې له لوړ پوړو امریکايي چارواکو او ډیپلوماټو سره وویني او د افغانستان ته د خپل سفر د جزییاتو په ګډون به په بېلابېلو مسایلو ورسره خبرې وکړي. د ملګرو ملتونو مرستیالې کابل او کندهار ته له سفر وروسته، په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې وه او هر څه ژر یې زده‌کړو او کار ته د افغان نجونو او ښځو په ستنېدو ټینګار کړی و.

د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده‌ایالاتو او د قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي، محمد بن عبدالرحمن واشنګټن ته د سفر پر مهال پرون له خپل امریکايي سیال انټوني بلېنکن سره وکتل او د افغانستان په ګډون په بېلابېلو مسایلو یې یې خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې د دې خبر ډېر جزییات نه‌دي ورکړل شوي. امریکا قطر د افغانستان په مسایلو کې خپل یو مهم سټراتیژیک ملګری بولي.

نن په جلال اباد کې د کورنیو تولیداتو نندارتون پای ته رسېږي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې نن د 'عالیست افغانیست' په نوم د کورنیو تولیداتو د نندارتون درېیمه او وروستۍ ورځ ده. دا نندارتون د جلال اباد په امپراتور هوټل کې د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوی. په دې نندارتون کې سوداګرو او صنعتکارانو په یوسل او اویا غرفو کې خپل تولیدات او محصولات نندارې ته ایښي دي. وچه او تازه میوه، سبزیجات، حبوبات، ماشین الات، قالینې، تعمیراتي مواد او نور بېلابیل خوراکي او غیرخوراکي مواد په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ریلګاډي کرښه بېرته پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ریلګاډي کرښه له لس ورځو بندېدو وروسته پرانیستل شوه. د طالبانو د اوسپنې پټلۍ د ادارې چارواکو خبر ورکړ چې پنځوس ډبې تجارتي مالونه پرون د حیرتان بندر له لارې په ریلګاډي کې افغانستان ته وارد شول. د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سلواغې په ۱۲مه په خبرپاڼه کې ویلي و چې افغانستان ونه توانېده چې په خپل وخت د دې کرښې تخنیکي څارنه وکړي، نو دوی مجبوره شول چې انتقالات بند کړي. د طالبانو د اوسپنۍ پټلۍ یو پلاوي په وروستیو کې په ازبکستان کې د هغه هېواد د اوسپنۍ پټلۍ له چارواکو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

Красноярцы и Джиган рассмешили Артемия Лебедева и вышли в финал «Звезд»





Rss.plus
Актёр

«Поборол это гнусное чувство». Актер Галкин — о своей маленькой дочке, зависти и настоящей любви




Загадайте желание. 5 легендарных мест в Москве, где исполняются мечты

The Telegraph сообщила о планах Британии создать собственные ракеты к 2030 году

Минобороны: силы ПВО сбили 20 беспилотников ВСУ за ночь

Михаил Кокляев провёл разминку для гостей выставки «Россия»




پاکستاني چارواکي: په بلوچستان کې چاودنې دوه سرتېري وژلي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي په بلوچستان کې د چاودنې پرمهال د دوو سرتېرو د وژل کېدو او د درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. دا چاودنه د جمعې په ورځ د کوهلو په سیمه کې شوې ده. د پوځ په بیان کې راغلي چې په وژل شویو کې دوه تنه جګړنان دي. تر چاودنې څو ساعته وروسته د بلوچستان بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې د پېښې مسوولیت واخیست. د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې په بلوچستان کې په وروستیو کې امنیتي پېښې زیاتې شوي دي.

په تهران کې ښځو ته د حجاب مراعاتولو امر شوی

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکو په پلازمېنه تهران کې تجارتي اتحادیو ته یو لیک استولی دی چې په دوکانونو او د سوداګرۍ په مرکزونو کې باید نجونې او مېرمنې حجاب مراعات کړي. د دې لیک له مخې چې یوه کاپي یې د ازادي راډیو فردا څانګې ترلاسه کړې ده، دا حکم په تهران کې د حجاب او عفت په نوم د قانون پر بنسټ شوی دی. د حجاب او عفت د قانون په اساس تر نهو کلونو مشرانې نجونې او ټولې مېرمنې باید حجاب مراعات کړي. د پروسږ کال په سپټمبر کې د پولیسو په توقیف کې د دوه ویشت کلنې مهسا امیني تر وژلو وروسته په ایران کې پراخې مظاهرې وشوې چې په دې اعتراضونو کې مېرمنو ډېره برخه واخیسته.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر له دندې لرې شو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت د خیبرپښتونخوا د پولیسو د مشر معظم جاه انصاري په ځای اختر حیات د پولیسو د مشر په توګه ټاکلی دی. معظم جاه انصاري نږدې دوه اونۍ وروسته تر دې له دندې ګوښه شو چې د پېښور په پولیس لاین جومات کې د جنوري په دېرشمه چاودنې تر سلو ډېر کسان ووژل. د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو تحریک طالبان پاکستان ډلې ویلي دي چې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو به خپل بریدونه زیات کړي. معظم جاه انصاري اتلس میاشتې په خیبرپښتونخوا کې د پولیسو مشر و. له دندې څخه د ده د لرې کېدو په اړه تر اوسه په مشخص ډول چارواکو څه نه دي ویلي.

د ترکیې په زلزله کې د افغان کډوالو د مړینې شمېره زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

په ترکیې کې د افغانستان سفارت د وروستۍ زلزلې له امله د افغان کډوالو د قربانیانو د شمېرو زیاتېدو ته اندېښنه څرګنده کړه. تر اوسه افغان سفارت د زلزلې له امله د ۱۵۰ افغانانو مړینه تاییدوي. په انقره کې د افغانستان د سفارت قونسل پسرلي حکیمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د دوی پلاوي زلزله ځپلیو سیمو ته تللي چې د نورو افغانانو برخلیک معلوم شي. په ترکیې او سوریې کې تر تېرې شپې پورې د دوشنبې د ورځې د زلزلې د تلفاتو شمېر تر درویشت زرو واوښت.

په افغانستان کې د ورښتونو اټکل؛ ځینې بېوزله افغانان د مرستو غوښته کوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سړې هوا نوې څپه پیل شوې او اټکل کېږي چې په راتلونکو دوو اونیو کې به د افغانستان په شمالي، مرکزي او ختیځو سیمو کې ډېر ورښتونه وشي. د ژمي په پيل کې سړې هوا په افغانستان کې د لسګونو کسانو ژوند واخیست، په لسګونو کورونه یې ونړول او په لسګونو زره څاروي یې تلف کړل. د هوا پېژندنې د ځینو نړیوالو ادارو له اټکلونو سره سم د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې راتلونکې دوې اونۍ تر شپېته ملي مترو پورې، په مرکزي سیمو کې تر پنځوس ملي مترو او په ختیځ او جنوب ختیځ کې تر اویا ملي مترو پورې د ورښتونو امکان شته. Читать дальше...

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل؛ د بریتانیا د پارلمان غړو د څېړنو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

نړیوالو مطبوعاتو ته کتنه مېل انلاین: د بریتانیا انټرنېټي خپرونې مېل انلاین پرون په دې باب لیکنه خپره کړې چې د بریتانیا د پارلمان غړو له افغانستانه په ګډوډ حالت کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په باب د څېړنو غوښتنه کړې ده. د خپرونې په وینا، د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې تر شل کلن پوځي ماموریت وروسته د برتانوي پوځیانو په ګډون د بهرنیو ځواکونو هغه وتل د دې سبب شول چې طالبانو بیا په افغانستان کې پر قدرت منګولې ښخې کړې. د مېل انلاین د مقالې لیکوال استدلال کوي چې ګڼو کسانو اندېښنه ښودلې چې له افغانستانه... Читать дальше...



Москва

звезды шоу-бизнеса посетили весеннюю неделю моды estet fashion week


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: в Москве начался сезон фонтанов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Антонио Вивальди

«Вивальди. Времена Года. Шнитке. Кончерто Гроссо»: концерт в старинном соборе при поддержке Relax FM




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Москве завершился Кубок России по спортивному программированию

Команда Орловской области стала победителем хоккейного турнира среди команд Черноземья

Спортсменка из Бутово выиграла «золото» на турнирах по художественной гимнастике


Арина Соболенко

Арина Соболенко призналась в том, что не любит женский теннис



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Новости 24 часа

Более 100 студентов посетило СЛД Курск в рамках акции «Неделя без турникетов»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России