رحمن الله ګربز د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې لومړنۍ نیمه سلیزه ووهله
د افغانستان پیلیز او بریدګر توپ وهونکي رحمن الله ګربز د پاکستان غوره لیګ په ۱۲مه لوبه کې د پېښور زلمو پر وړاندې نیمه سلیزه ووهله او د اغېزناک لوبغاړي جایزه یې وګټله. د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۳مه د پي ایس ایل سیالیو په لړ کې اسلام اباد یونایټیډ د ۶ وېکټو په توپیر پېښور زلمو ته ماتې ورکړه. زلمو په خپله پاڼۍ کې د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه، دوی ته لوبډلمشر بابراعظم ۷۳ ناسوځېدلې منډې وکړې. یونایټیډ ورکړل شوی هدف په ۱۵ اور کې د ۴ وېکټو په سوځېدو ترلاسه کړ. د اسلام اباد په توپ وهونکو کې رحمن الله ګربز... Читать дальше...