د اوکراین په لوېدیځ کې د روسي ځواکونو په حملو کې نن د خیریه موسسو دوه کارکوونکي ووژل شول.
د اوکراین د خمیل نیڅکي د سیمه ییزې پوځي څانګې مشر سیرهي هامالي نن وویل چې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې د یوې خیریه ټولنې یو کارکوونکی ووژل شو او دویم کارکوونکی یې چې تېره شپه د توغندي په برید کې تپي شوی و، نن ساه ورکړه.
له بلې خوا د اوکراین د پوځ ستردرستیز وايي چې ځواکونو یې تېره شپه د روسیې له ټولو څوارلس بې پیلوټه الوتکو څخه یوولس یې له منځه وړي دي.
ایران وايي چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي به په راروانو ورځو کې د ایران د یورانیمو د غني کولو د کچې په اړه د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې چې مرکز یې په ویانا کې دی، د روانې میاشتې په پیل کې ویلي و، چې د ایران په یوه اټومي بټۍ کې د دې ادارې د مفتشانو له خوا د ۸۴ سلنې په کچه د غني شویو یورانیمو د موندنې په اړه د بلومبرګ خپرونې د راپور له خپرېدو وروسته یې له تهران سره خبرې پیل کړي.
ایران دا پور رد کړی و.
د ایران د اټومي انرژۍ ادارې نن وویل... Читать дальше...
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن د بواسیرو په اړه معلومات درکوو. بواسیر د لویې کولمې په وروستۍ برخه او په مقعد کې د رګونو د پړسوب ناروغي ده. د دې ستونزې لاملونه څه دي، ناروغي څو درجې لري او ډاکتران یې تشخیص او علاج څنګه کوي؟ له ناروغۍ د ځان ساتلو په اړه هم مشورې درکوو. بشپړه خپرونه واورئ.
ځینې لوبغاړي د طالبانو له حکومته غواړي چې په لوبغالو یا ورزشي میدانونو کې دې خلکو ته سزاوې نه ورکوي.
طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د تېر میلادي کال په وروستیو کې د خپل مشر په امر د حد، تعزیر او قصاص لړۍ هم پیل کړه چې ډېر حکمونه یې په لوبغالو کې عملي شوي دي.
اوس یو شمېر لوبغاړي د طالبانو له حکومته غواړي، په لوبغالو کې دې خلکو ته سزاوې نه ورکوي، ځکه د دوی په وینا لوبغالي د لوبو لپاره جوړ شوي او یوازې باید د همدې مقصد لپاره وکارول شي.
د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړې سودابې خنجاني په دې اړه ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...
نوموړی د فبرورۍ پر ۲۷مه سهار مهال پوليس په اسلام اباد کې نيولی وو.
په اوکراین کې نن سهار د هوایي بریدونو له خبرداري سره همهاله د روسیې په بریدونو کې د ژغورنې دوه کارکوونکي وژل شوي دي.
په اوکراین کې د هوایي حملو تر خبرداري وروسته روسي پوځیانو دغلته د ایراني بې پيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه وکړل.
د اوکراین پوځ ویلي، د بې پیلوټه الوتکو په دغو بریدونو او دغه راز تېره شپه د توغندیو په برید کې په لوېدیځ ښار خمېلنیتسکي کې د ژغورونکو ډلو دوه کارکوونکي وژل شوي دي.
د اوکراین د پوځ لوی درستیز ویلي، د شپې له خوا پر اوکراین د روسیې له خوا ۱۴ بې پیلوټه الوتکې توغول شوي چې دوی یې ۱۱ نسکورې کړي دي. Читать дальше...
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر ۲۷مه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې عملیات د یکشنبې (اتوار) پر ماښام د کابل د خیرخانې مېنې په ذاکرین وړوکي ښار کې شوي دي.
د مسافرۍ او له کورنۍ څخه د لرې والي له امله په اروپايي هېوادونو کې ډېری افغان ځوانانو سګرټو ته مخه کړې ده.
په جرمني کې یو افغان ځوان میلاد وايي، په اروپايي هېوادونو کې مېشت یو شمېر افغان ځوانان ځکه سګرټ څکوي چې بې کسۍ او له کورنۍ او وطن څخه د لري والي غم اخیستي.
د هغه په وینا، جرمني ته یې له راتګ څخه وروسته د سګرټو څکول پيل کړل.
د ده په خبره پوهېږي چې دې کار یې روغتيا او اقتصاد دواړو ته زيان اړولی دی.
میلاد ازادي راډیو ته وویل: "هر ځوان چې د ورځې يو قطۍ سګرټ واخلي لس يا اته يورو پرې لګښت... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د یو بل نوي تعلیمي کال پیل ته نږدې شل ورځې پاتې دي، لا هم په افغانستان کې د نجونو په وړاندې د ښوونځيو د پیلېدو په اړه د طالبانو حکومت څرګند دریځ نهلري.
د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو پیل ته اجازه ورکول کېږي کنه؟
هغه پوښتنه ده چې نن سبا د زیات شمېر افغان نجونو زدهکوونکو او د دوی د کورنیو په خوله ده.
د پلازمېنې کابل اوسېدونکې زرمینه چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل مخکې د یوولسم ټولګي زده کوونکې وه وايي، که څه هم فکر نهکوي چې طالبان دې سږ... Читать дальше...
د افغانستان د یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې متخصصو ډاکترانو، قابلو او روغتیايي خدماتو ته ډېر کم لاسرسی لري.
د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اوسېدونکی ګل احمد وایي، په دې ښار کې د ډاکترانو شمېر ډېر کم دی او ښځینه ناروغانې هم د ښځینه متخصصو او قابلو له کمښت سره مخ دي.
نوموړی وایي، د اړتیا له مخې خپل ناروغان نرسانو ته د درملنې لپاره بیایي.
ګل احمد ازادي راډیو ته وویل: "زموږ په ولايتي روغتيايي مرکز کې د ګوتو په شمار ډاکتران دي. په ارزګان ولايت کې دوه يا درې نرسانې دي چې ډېرې کمې... Читать дальше...
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د فضل محمد حقاني په مشرۍ ۷ کسیز ټیم په تهران کې د افغانستان د سفارت د چارو د تسليمېدو په موخه ایران ته استولی دی.
د دې وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، نن به په تهران کې د افغانستان د سفارت چارې د دوی لهخوا ټاکل شوي شارژدافېر ته وسپارل شي.
نوموړي ويلي: "د دې لپاره چې په ایران کې د مېشتو افغانانو لپاره د سفارت په خدماتو کې خنډ او ځنډ را نهشي، د بهرنیو چارو وزارت نن پرېکړه وکړه چې نن سهار له کابل څخه د مجربو ډیپلوماټانو اووه... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، نن په تهران کې د افغانستان د سفارت چارې په رسمي ډول د دوی ډیپلوماتانو ته سپارل کېږي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد رسنیو ته ویلي، نن سهار د دوی ۷ تنه ډيپلوماتان تهران ته روان شول.
نوموړي وويل: "د دې لپاره چې په ایران کې د مېشتو وطنوالو د سفارت په خدماتو کې خنډ او ځنډ را نهشي، د بهرنیو چارو وزارت رهبرۍ پرېکړه وکړه چې نن سهار له کابل څخه د مجربو ډیپلوماتانو یو ۷ کسیزه ټیم تهران کې د افغانستان سفارت ته واستوي."
د طالبانو په تېره واکمنۍ کې... Читать дальше...
د هغو دوو افغانانو د برخلیک کیسه چې، اروپا ته د تلو په نیت ایران کې مړه شوي دي.
مطیعالله شهاب هغه څوک دی، چې د دې دوو افغانانو په جسدونو پسې د دوی د کورنیو په غوښتنه د ایران چالدارن ته تللی، هغه سیمه چې ترکیې سره پر پوله پرته ده.
نوموړی وايي، مړه شوي افغانان یو یې د کونړ او بل یې د لوګر اوسېدونکی دی چې، د روانې فبروري میاشتې په ۹مه مړه شوي، خو لا یې جسدونه افغانستان ته نهدي انتقال شوي.
له دې دوو افغانانو سره دوه تنه نور هم مله وو چې هغوی ژغورل شوي او د خولې کیسه یې مطیعالله شهاب ازادي راډیو ته کوي. Читать дальше...
امریکا خبرداری ورکړی، که چین روسیې ته وژونکي پوځي وسایل ورکړي نو دا کار به یې "لوړه بیه" ولري.
د سپنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان پرون (د فبرورۍ په ۲۶مه) ویلي، واشنګټن د بیجینګ اقدامات څاري او په خبره یې چین تر اوسه روسیې سره د پوځي مرستو غوراوی نهلري.
له سيانان سره په خبرو کې ښاغلي سولیوان زیاته کړې، بیجینګ په پرېکړو کې خپلواک دی، خو په خبره یې له روسیې سره د اوکراین په جګړه کې مرسته به یې بیه ولري.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي چې روسیه د اوکراین په جګړه کې د سیمې له ځینو... Читать дальше...
د ده په خبره، په وژل شويو کې نور خان او سيد عبدالحنان د مسلم باغ او عبدالرحمن او عبدالحنان د خيبر پښتونخوا د شانګلې اوسېدونکي دي.
په پاکستان کې د کرنسيو کاروباریان وايي څو ورځې وړاندې د ډالرو بیه کښته شوې وه خو اوس بیا په تور بازار کې د روپۍ په مقابل کې ډالر پورته ختلی دی.
په سعودي عرب کې د ژمي زیات بارانونه که له یوې خوا په جنوبي برخه کې د سېلابونو لامل شوي خو له بل لوري، د هغه هېواد په شمالي دښته کې د ارغواني ګلانو غوړېدو لامل شوي چې ډېر سیلانیان یې لیدو ته ورمات دي. د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.
په شمال او شمال ختيځ ولایتونو کې د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو پروژه پيل شوې ده.
د اوبو او برښنا وزارت چارواکي وايي، په کندز، تخار، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د امو سيند په څنډو کې د تحکیماتو پروژه پیل شوې ده.
د ياد وزارت د اوبولګونې مرستیال مجیب الرحمان عمر اخندزاده وویل، پر دې پروژې دوه میلیارده افغانۍ لګښت راځي چې د یاد وزارت له بودجې ورکولو کېږي.
نوموړي ويلي: "موږ دوه ډوله پلانونه لرو چې یو لنډمهاله دي او بل اوږدمهاله دي. لومړۍ کومې سیمې چې په څلورو ولایتونو کې د اوبو له جدي تخریباتو... Читать дальше...
۲۱ کلنه صدیقه د نابینا سترګو د درملنې لپاره د مرستې غوښتنه کوي.
د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ صدیقه شاوخوا یوویشت کاله عمر لري، خو شل کاله کېږي چې، د سترګو د ليد له نعمت څخه بې برخې شوې ده.
دا په یو کلنۍ کې د مورقې تبې د درملنې لپاره د سیمې یو ډاکټر ته وړل شوې وه، خو د غلطو پیچکاریو ورلګولو له امله یې سترګې ړندې شوې دي.
صدیقه اوس د خپلو سترګو د درملنې لپاره له خلکو څخه د مرستې غوښتنه کوي.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تهران کې د افغانستان د سفارت د وضعیت په بدلون کې یې هیڅ راز رول نهدی لرلی.
مهر خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس ویلي: "په تهران کې د افغانستان د سفارت سپارل او انتقال د افغانستان کورنۍ مسله ده او د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې قضیه کې په هیڅ صورت مداخله نهده کړې."
تر دې مخکې په تهران کې د افغانستان د سفارت ډیپلوماتانو ازادي راډیو ته ویلي و، چې د ایران د باندنیو چارو وزارت ورڅخه غوښتي چې سفارت طالبانو ته وسپاري خو دوی د سفارت وسایل... Читать дальше...
سعودي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز په افغانستان کې د خوراکي موادو ۵۰۰ بستې ویشلي دي.
د سعودي ریاض ورځپاڼې پرون (یکشنبه) په دې اړه په راپور کې ویلي چې، دا مرستې ۳ زره سېل ځپلیو ته ورکړل شوي دي.
په راپور کې د مرستو د وېش د نېټې او ځای یادونه نهده شوې.
د دې مرستو د وېش خبر داسې مهال ورکول کېږي چې، افغانستان کې مليونونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي او د نړيوالو سازمانونو په وينا دا بحران ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی.
د طالبانو حکومت وايي، ځواکونو یې په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای د عملیاتو په ترڅ کې د دې ډلې دوه غړي وژلي او یو يې ژوندی نیولی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې، دا عملیات تېر ماښام د خیرخانې مېنې په ذاکرین ښارګوټي کې وشول.
ده همدا راز ادعا وکړه چې، د داعش دغو غړیو د ورانکارو فعالیتونو تابیا کړې وه.
د طالبانو حکومت وايي چې، داعش په افغانستان کې کوم ګواښ نهدی، خو په وروستيو مياشتو کې يې د کابل په بېلابېلو برخو کې د داعش وسلهوالو پر پټنځايونو عمليات کړي دي.
د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي ایې اې رئیس ویلیم برنز وایي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د خپل پوځ پر وړتیاو ډېر ډاډه دی چې، اوکراین به ورته تسلیم شي.
هغه پرون یکشنبې په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل، د روسیې د استخباراتو مشر ورسره د نومبر میاشتې په کتنه کې ډېر د خودخواهۍ اوغرور احساس له ځانه وښود چې، د ده په خبره هغه د پوتین د دې باور څرګندوی و چې ګواکې کولای شي اوکراینیان تسلیم او د اوکراین اروپایي متحدین مات کړي.
برنز دغه کتنه له مايوسۍ ډکه بللې.
د امریکا د سي ايي اې مشر دغه څرګندونې... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او په افغانستان کې له روغتیایي مرکزونو سره د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې یا یو اس ايي ډي د نوې مرستې خبر ورکوي.
د افغانستان لپاره د دې پروګرام څانګې پرون په یوه ټویټ کې د یو اس ايي ډي د سخاوتمندانه مرستو په مننې سره ویلي چې، دېرش کمپیوټرونه یې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې روغتیایي کارکونکي ته ورکړي ترڅو پر ناروغیو څارنه زیاته او د ناروغیو د خپرېدو په وړاندې غبرګون پیاوړی شي.
د ډبلیو ایچ او په خبره د دغې مرستې په نتیجه کې به د ډېرو خلکو ژوند وژغورل... Читать дальше...
په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق یو غړی انوارالحق احدي وایي، د امریکا په مرکزي بانک کې د افغانستان بانک د کنګل شويو درې نیم ملیارډ ډالرو ازادېدو تر اوسه شاوخوا اویا ملیون ډالره ګټه کړې ده.
ښاغلي احدي بېګا ناوخته ازادي راډیو ته وویل، د دغو پیسو ګټه هغه مهال پیل شوه چې يادې پيسې شاوخوا یو کال مخکې د امریکا له مرکزي بانک څخه د امریکا د مالیې وزارت یوه ځانګړي حساب ته ولېږدول شوې او مخکې له دې چې د امانت دغه صندوق ته ولېږدول شوې هلته څو میاشتې وې اوګټه یې کوله.
نوموړي وويل: "هلته ګټه ۳۶ ملیون ډالره راغلله. Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России