Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 18.02.2023

راشدخان: د تېزو توپ اچونکو د خرابې توپ اچونې له امله مو لوبه وبایلله

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبډلمشر راشدخان عربي متحده اماراتو ته د دویمې شل اوریزې سیالۍ تر بایللو وروسته وویل چې د چټکو توپ اچونکو د غلطیو له امله یې لوبه وبایلله. د شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۸مې نېټې عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ په لوبغالي کې افغانستان ته په ۹ وېکټو ماتې ورکړه چې په دې سره یې لوبلړۍ ۱ـ۱ مساوي کړه. خان زیاته کړه: "د اماراتو د توپ اچونکو په څېر زمونږ بالرانو باولېنګ ونه کړ، ځکه یې رانه یو طرفه لوبه وګټله. زما په نظر د منډو په مجموعه کې مونږ شل/پنځه ویشت منډې کمې کړې وې." نوموړي وویل چې نننۍ ماتې... Читать дальше...

بلغاریا کې د مړو شویو افغانانو د مړینې په تړاو ۷ کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت په یوه لارۍ کې د اتلسو افغان پناه غوښتونکو د مړینې په تړاو اوه کسان نیولي دي. یوه ورځ وروسته له هغه چې صوفیا ته نږدې له یوې لارۍ د پناه غوښتونکو مړي وموندل شول پولیسو د دې پېښې په تړاو اوه کسان نیولي دي. د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې درې تنه په صوفیا، درې تنه په برګاس، کابلشکوو او کارنوبت او په خپله د لارۍ چلوونکی د پولیسو له خوا نیول شوي دي. د ازادي راډيو د بلغاریا څانګې راپور ورکړی پولیسو په داسې حال کې د صوفیا اړوند لوکورسکو کلي ته نږدې د ۱۸ افغان پناه غوښتونکو مړي وموندل چې ساه یې بنده شوې وه. Читать дальше...

د لوبو له میدانه؛ د افغانستان او اماراتو ترمنځ روانه لوبلړۍ ۱ـ۱ برابره شوه

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ روانه شل اوریزه لوبلړۍ ۱ـ۱ برابره شوه. د پاکستان له دوه پخوانیو لوبغاړو سره د افغان کرکټ بورډ تړون کړی. د ښځو د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ لا هم دوام لري. په افغانستان کې د فوټسال لیګ دویم پړاو پیل شوی. د هند غوره لیګ/ ای پي ایل د سږنیو سیالیو مهالوېش په ډاګه شو. په خپرونه کې د نور مطالبو ترڅنګ ځانګړې مرکه هم شوې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:



افغانستان له اماراتو سره خپله دویمه شل اوریزه لوبه وبایلله

Pa.azadiradio.com 

افغانستان له متحده عربي اماراتو سره خپله دویمه شل اوریزه لوبه وبایلله. لوبه د افغانستان په بېټینګ یا توپ وهنه پیل شوه او ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې په شلو اورونو کې سیالې ډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف ورکړ. په افغان لوبغاړو کې نجیب الله ځدراڼ په ۲۹ بالونو ۳۷ ناسوځېدلې منډې او حضرت الله ځاځي په ۲۹ بالونو ۲۷ منډې جوړې کړې. د اماراتو لوبډله په نولسم اوور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدلو سره دې هدف ته ورسېدله. افغانستان له متحده عربي اماراتو سره د درېیو شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه ګټلې او وروستۍ لوبه یې سبا یکشنبې د ماښام په شپږنیمو بجو په پام کې ده.

ريشي سوناک: متحدان دې د روسیې پر ضد روانه جګړه کې د اوکراین ملاتړ وکړي

Pa.azadiradio.com 

بريتانیا له هغو هېوادونو سره مرستې ته چمتو ده چې غواړي اوکراین ته اوسمهال الوتکې جنګي ورکړي. د بريتانیا صدراعظم ریشي سوناک دا څرګندونې نن د مونشن امنیتي غونډې ته د وینا پرمهال وکړې. هغه د اوکراین پر متحدانو غږ وکړ چې د روسیې پر ضد په روانه جګړه کې د اوکراین ملاتړ وکړي. سوناک اوکراین ته د وسلو او د سرتېرو د پوځي روزنې د امکاناتو په ګډون د پراخ ملاتړ په مسئله کې له پخوانیو صدراعظمانو بوریس جانسن او لیز تروس سره ګډ دریځ لري خو اوکراین ته د جنګي جټ الوتکو له سپارلو سره یې مخالفت کړی. سوناک ویلي... Читать дальше...

میکو ساوولا: فنلنډ به د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي

Pa.azadiradio.com 

د فنلنډ د دفاع وزیر وايي هېواد به یې په ناټو کې غړیتوب ترلاسه کړي او دې ته به منتظر پاتې نه شي چې ترکیه یې په دې ټلواله کې د ګاونډي سویډن غړیتوب ته اجازه ورکوي که نه. میکو ساوولا نن شنبې د مونشن امنیتي غونډې په څنډه کې اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته وویل، فنلنډ دا هیله لرله چې له سویډن سره یوځای د ناټو غړی شي، خو د هغه په وینا که ترکیه څرنګه چې خبرداری یې ورکړی، په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب ومني او د سویډن غړیتوب رد کړي، نو د فنلنډ پرېکړه به د دې پروسې مخه ونه نیسي. فنلنډ او سویډن پر اوکراین د روسیې... Читать дальше...

د لسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان ښځو بندیزونه وغندل

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۲۳ کال د مونيخ امنیتي کنفرانس په دویمه ورځ د لسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې ښځې دي ویلي، دوی د طالبانو دا هڅې چې افغان مېرمنې يې له ټولنیز ژوند څخه ګوښه کړي په کلکه غندي. د البانیا، اندورا، بلجیم، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایسلنډ، کوسوو، منګولیا او سلوانیا د بهرنیو چارو وزیرانې وايي، دوی د طالبانو دا هڅې په کلکه غندي چې افغان مېرمنې يې له ټولنیز ژوند ګوښه کړي دي. دوی چې د ۲۰۲۳ کال د جرمني د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې یې ګډون کړی وو، د شنبې په ورځ یې په يوې ګډې اعلاميه کې وویل چې په افغانستان... Читать дальше...

ټي ټي پي د پاکستان د پولیسو په وړاندې د نورو حملو خبرداری ورکړی دی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ کې د پروني ډله ییز برید، د وژل شویو کسانو شمېر اوو ته ورسېد. د دی برید مسوولیت پاکستاني طالبانوTTP مانه، د پاکستاني پوځیانو په وړاندې د نورو حملو خبرداری ورکړی دی. له کله چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو حملې زیاتې شوې دي.



یو شمېر افغانان: د طالبانو ناسمو کړنو ځوانان تېښتې ته مجبوره کړي

Pa.azadiradio.com 

هغه کورنۍ چې ۲۲ کلن ځوان یې اروپا ته په ناقانونه لارو د تګ پر مهال وژل شوی، وايي چې واکمن نظام د خپلو ناسمو کړنو له امله ځوانان له هېواده تېښتې ته مجبوره کړي. د ۲۲ کلن عبدالله تره چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي وايي، وراره یې له ښوونځي نه تر فارغېدو وروسته په ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو د رسېدلو په نیت روان شو. د هغه په خبره، له افغانستانه تر ایرانه پورې پرته له کومې ستونزې ولاړ، خو د عبدالله سختې ورځې له ایرانه پیل شوې. د نوموړي په خبره کله چې عبدالله... Читать дальше...

بلوچستان کې د وژل شوي خبریال واحد رییساني مقدمه د فبرورۍ تر ۲۷مې ځنډول شوې

Mashaalradio.com 

د وژل شوي خبریال کشر ورور اسفند يار وايي، د ورور مقدمه يې د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړې وه او پوليسو د هغه په وژنه کې تورن دوه کسان نیولي ول چې یوه پکې زنانه هم وه او یو بل تن بیا اشتهاري ګرځول شوی وو.

"ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم"

Mashaalradio.com 

د فبرورۍ ۱۸ مه د پښتو د غزل د بابا امیر حمزه خان شینواري ۲۹م تلین دی. حمزه شينواری د ۲۰مې ميلادۍ پېړۍ یو وتلی پښتون شاعر او ليکوال وو. نوموړي د غزلونو او نظمونو تر څنګ ناول، ډرامې او افسانې هم لیکلي دي.

طالبان: تېرو دوو ورځو کې د طبیعي پېښو له کبله ۸ کسان مړه شوي او ۱۶ ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې يوازې د افغانستان په څلورو ولايتونو کې د طبيعي پېښو له امله اته کسان مړه او ١٦ نور ټپیان شوي دي. د بدخشان د مرکز فیض اباد د دشت قرغ اوسېدونکی عبدالواحد وايي چې کور يې د سختو اورښتونو او زلزلې له امله په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی. نوموړي ازادي راډيو ته وويل چې اوس خپلې مېرمنې او ماشومانو سره د وران شوي كور په يوه برخه كې ژوند كوي او له دولت او خيريه موسسو مرسته غواړي. هغه وویل: "یو کور مې درلود چې د بارانونو او زلزلې له امله ویجاړ شو او نور په کې ژوند نه کېږي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د دویم ځل لپاره څېړنه پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د دویم ځل لپاره څېړنه پیل کړه. د امریکا د کانګرس د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکي یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنه کوي. دوی د یو لیک په لېږلو سره د سپینې ماڼۍ له مشرتابه، د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او د امریکا د ولسمشر جوبایډن د کابینې ځینو نورو غړو په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پای ته رسېدو د اسنادو د شریکولو غوښتنه کړې ده. د امریکا د پارلمان د څارنې... Читать дальше...

د کراچۍ کې د پرونۍ پېښې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر اوو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ کې د پروني ډله ییز برید، چې مسوولیت یې پاکستاني طالبانو مانه، د وژل شویو کسانو شمېر اوو ته ورسېد. افراطي وسله والو دغه حمله د جمعې ناوخته وکړه چې د څو ساعتونو لپاره د ډزو او چاودنو غږونو د کراچۍ زړه ولړزاوه. د سند ایالت د پولیسو مشر غلام نبي میمون ویلي، په دې پېښه کې درې پوځیان او یو ملکي وژل شوي، دغه راز ۱۸ نور پوځیان ټپیان شوي دي. چارواکي وايي، دوه ځانمرګي بریدکوونکي هم وژل شوي او لږ تر لږه یوه یې د پولیسو دغه دفتر ته له ننوتلو وروسته ځان منفجر کړی دی. د هغې حملې مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي منلی دی.

د فوټبال مشهور لوبغاړی 'کریسټین اټسو' هم د ترکیې زلزله کې مړ شوی

Pa.azadiradio.com 

د افریقایي هېواد ګانا د فوټبال مشهور ستوری کریسټین اټسو هم د ترکیې په مرګونې زلزلې کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. اټسو د فبرورۍ شپږمې نېټې راهیسې چې زلزله رامنځته شوه ورک و. د شنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۸مه نېټه په ترکیه کې د نوموړي د فوټبال کلب «هاتای سپور» تایید کړه چې هغه د خپل ړنګ شوي کور تر خاورو خځلو لاندې مړ وموندل شو. دغه ۳۱ کلن لوبغاړي پر ګانا هېواد سربېره د انګلستان په غوره لیګ کې د ایورټون، چیلسي او نیوکاسل مشهورو کلبونو ته هم لوبې کړې وې. هغه د ترکیې په انتاکیا ښار کې اوسېده، چې وروستۍ زلزلې ډېر زیانمن کړ. Читать дальше...

هلمند کې د شاتو سوړ بازاراو د فارم لرونکو اقتصادي ستونزې

Pa.azadiradio.com 

شېرآغا د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د شاتو د مچیو فارم لري. هغه وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د شاتو بازار سوړ شوی او زرګونه کیلوګرامه شات یې په فارم کې ذخیره شوي. شات پلورونکي غواړي چې ورته په داخلي او بهرنیو بازارونو کې بازار موندنه وشي. نور جزییات په دې راپور کې:

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبانو په رسنیو محدودیتونه ډېر کړي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې ادعا کړې چې طالبانو په رسنیو محدودیتونه ډېر کړي او په وروستیو کې یې خبریالان او ځینې نور فعالان نیولي، ځورولي او ان وژلي دي. خبریال محمد یار مجروح چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت له خوا نیول شوی، د کورنۍ یو غړي یې وايي، تر دمه د نوموړي په اړه هېڅ معلومات دوی ته نه دي ورکړل شوي. هغه چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم او غږ یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، د کورنۍ غړي یې څو ځله د کندهار استخباراتو ادارې ته ورغلي، خو د مجروح په لیدلو نه دي بریالي شوي. Читать дальше...

د افغانستان کرکټ بورډ: د افغانستان او اماراتو د نننۍ سیالۍ کتل وړیا دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان د کرکټ مینه وال کولای شي نن د ابوظبۍ په زید لوبغالي کې نننۍ سیالي په وړیا ډول له نږدې وګوري. نن ماښام د کابل پر وخت شپږنیمې بجې د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د کرکټ دویمه شل اوره سیالي کېږي. د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو عمومي مسوول عبدالله خان پکتاني تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "هیله ده افغان لوبډله په نننۍ لوبه کې هم ښه وځلېږي او دغه لوبه د افغانستان په نوم کړي. دا د افغان اتلانو لپاره خورا مهمې لوبې دي. ځکه دوی راروانه... Читать дальше...

په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز برید چا وکړ؟

Mashaalradio.com 

د سیند وزیر اعلا مراد علي شاه تېره شپه رسنیو ته ویلي، برید وروسته له هغې پای ته رسېدلی چې درې واړه طالب وسله وال د پولیسو په عملیاتو کې ووژل شول. د نوموړي په وینا په پرونۍ حمله کې ټول ټال اووه کسان وژل شوي چې درې ورکې امنیتي سرتېري، یو ولسي وګړی او درې نور هغه طالب وسله وال دي چې برید یې کړی وو.


Музыкальные новости
Александр Градский

В Москве семью композитора Градского обязали убрать его машины с парковки концертного зала





Rss.plus
Антонио Вивальди

«Вивальди. Времена Года. Шнитке. Кончерто Гроссо»: концерт в старинном соборе при поддержке Relax FM




Участие Джикии в матче с «Локомотивом» остаётся под вопросом

"У людей миллионы вложены": Некоторым клиентам криптобиржи Beribit стало плохо, на месте работают врачи

Сезон фонтанов начался в Подмосковье

Меры по обеспечению надежного электроснабжения введут в Подмосковье в праздники




د کابل یو شمېر اوسېدونکي: د پخوا په پرتله د سوالګرو شمېر ډېر شوی

Pa.azadiradio.com 

د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې ښار کې د پخوا په پرتله د سوالګرو شمېر ډېر شوی دی. د کابل یوه اوسېدونکې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي په دې ښار کې د سوالګرو له ډېرېدو شکایت کوي. هغه وایي، که څه هم د طالبانو حکومت وایي سوالګر یې له ښاره راټول کړي، خو د دې په خبره د خلکو کورونو ته یې لېږلي دي. نوموړې وویل: "هو دا خبر سمه ده چې دوی وایي، سوالګر مو له ښارونو ټول کړل، خو اوس یې دا سوالګر د خلکو کورونو د خلکو دروازو ته استولي دي. له سهاره تر ماښامه هره... Читать дальше...

د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې د نورو بریدونو خبرداری ورکړل شو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستاني طالبانو تحریک نن شنبه د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې د نورو بریدونو د کولو خبرداری ورکړ. دا خبرداری داسې وخت ورکول کېږي چې تېره شپه په کراچۍ کې د پولیسو پر یوه مرکزي دفتر د پاکستاني طالبانو په ډله ییز برید کې دوه بریدګر او دوه پوځیان ووژل شول. په پاکستان کې زیات وخت د طالبانو د حملو پر مهال له پولیسو د جګړې په لومړۍ کرښه کې کار اخیستل کېږي. دغه طالبان پولیس تورنوي چې له محاکمې پرته وژنې کوي. د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي نن شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، پولیس باید د غلام پوځ... Читать дальше...

د امریکا مرکزي قوماندانۍ: په سوریه کې د داعش یو مهم مشر وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قوماندانۍ خبر ورکړی چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو مهم مشر وژل شوی دی. د امریکا مرکزي قوماندانۍ پرون په ټویټر کې لیکلي چې حمزه الحمصي د پنجشنبې ناوخته د څرخي الوتکې په حمله کې وژل شوی دی. د سوریې په شمال ختیځ کې د الحمصي د موندلو پر مهال په چاودنه کې د امریکا څلور پوځیان او د هغوی یو سپی ټپی شوی چې په عراق کې یې درملنه روانه ده. دفاعي چارواکي وايي، په دغو عملیاتو کې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو پوځیانو هم همکاري کوله. اته ورځې مخکې د فبرورۍ پر... Читать дальше...

په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې د مړو شمېر له ۴۳زره واوښت

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ ویجاړوونکې زلزلې د مړو شمېر له درې څلوېښتو زرو واوښت. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو پرون په ترکیه کې د مړو شمېر نهه دېرش زره شپږسوه دوه اویا وښود. پاتې درې زره ۶۸۸ نور کسان په سوریه کې مړه شوي دي. له دې سره په ترکیه او سوریه کې د مړو شمېر ۴۳زره ۳۶۰ ته ورسېد، خو ګومان کېږي چې دا شمېر هم ښايي زیات شي، ځکه د ژغورنې او پلټنې ډلې لا هم تر نړېدلو ودانیو لاندې انسانان لټوي. د فبروري میاشتې د شپږمې زلزله د ترکیې په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده. ... Читать дальше...

وزیراعظم شهباز شریف وايي، پاکستان به د ترهګرۍ ریښې ختموي

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز تر سره شوی برید غندلی او د خپلو امنیتي ادارو ستاینه یې کړه ده چې د هغه په وینا دا حمله یې ناکامه کړېده. نوموړي په یو بیان کې ویلي، پاکستان به د ترهګرۍ ریښې ختموي.

د خوست یوشمېر برخو کې اوس هم د اوبو ژرندې فعالې دي

Mashaalradio.com 

په لویه پکتیا، په ځانګړي ډول، د خوست په لیرې پرتو سیمو کې تر اوسه هم خلک د پخوا په څېر غنم، جوار او اوربشې د اوبو په ژرندو اوړه کوي. خو اوس خلک د پخوا په څېر په نوبت هلته شپې نه تېروي. خلک وايي، د اوبو ژرندو اوړه خواږه وي. ویډیويي رپورټ.



Москва

Новый транспортный хаб начали строить Казахстан, РФ и Китай


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: С 28 апреля до 12 мая городские службы будут работать в усиленном режиме



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Владимир Высоцкий

Что Золотухин рассказывал про некрасивые тайны Таганки и почему Высоцкий его не простил




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Московской области прошел чемпионат Центрального округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия

Учитель из Бутово стала «Гуру физкультуры»

В Москве завершился Кубок России по спортивному программированию


Елена Рыбакина

Елена Рыбакина рассказала о проблемах на турнире в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Аттестующие иностранцев вузы расторгли договоры с частными партнерами



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России