اسټرالیا د شپږم ځل لپاره د ښځو د شل اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په سویلي افریقا کې د ښځو ترمنځ د پیل شویو شل اوریزو سیالیو اتلولي یو وار بیا پخوانۍ اتلې اسټرالیا وګټله. د یکشنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۶مه د سویلي افریقا په کېپ ټاون کې د کوربه او اسټرالیا ترمنځ پایلوبه ترسره شوه چې په ۱۹ منډو داسټرالیا ښځینه لوبډلې وګټله. په پایلوبه کې اسټرالیا د ۱۵۷ منډو هدف ټاکلی و چې سویلي افریقا یې په ځواب کې ۱۳۷ منډې وکړې. د اسټرالیا لوبغاړې بیت موني په دې سیالۍ کې ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړې هم ونومول شوه. دغه راز د دې هېواد... Читать дальше...